د طالبانو حکومت د ټولګټو وزارت وايي د واورې او طوفاني هوا امله د سالنګ لویه لار په موقتي ډول د ټرافیکو پر مخ تړل شوې ده. د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس یکشنبه د قوس په ۳۰ مه پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې لیکلي، چې تېره شپه د شمالي سالنګ په شاول سیمه کې یو ۵۸۰ موټر هم، چې د شمال له خوا جنوب ته پر لاره و، د موټرچلوونکي د بې احتیاطۍ له امله اوښتی او ۵ مسافر یې مړه او ۴۴ نور ټپیان شوي دي.
نوموړي دا هم ویلي چې دا مهال هم په سالنګونو کې د واورې اوري او هوا نسبتاً طوفاني ده خو هغه زیاته کړې چې د سالنګونو لویې لارې موظف پرسونل او کار کوونکي د یادې لویې لارې په بیلا بیلو برخو کې د واورو په پاکوولو بوخت دي.
هغه زیاته کړې چې، موټر چلونکو ته سپارښتنه شوې چې ترافیکي قوانین دې مراعت کړي، ګرمې جامې، خوراکي توکي او د وسایطو لپاره دې ځنځیرونه له ځان سره ولري چې د زړه بوږنوونکو پېښو مخه ونیول شي.
پرون د پلازمینې کابل د ځینو ولسوالیو په ګډون د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې د سږ کال لومړنۍ واوره اورېدلې ده چې ځینې لارې یې هم بندې کړې دي.
د کورنیو راپورونو له مخې پنجشیر، میدان وردګ، پکتیا، لوګر او د غزني په ګډون په یو شمېر نورو ولایتونو کې واوره اورېدلې ده.
په ورته وخت کې یو شمېر بې وزله او بې سرپرسته کورنۍ وايي، د اقتصادي ستونزو له امله نه شي کولای په سخته یخنۍ کې خپل ماشومان او کورونه ګرم وساتي او د واورې په ورېدو سره جدي ستونزو سره مخامخ دي.
د بامیان د جاغوري ولسوالۍ دې اوسېدونکې محمد علي یکشنبه د قوس په ۳۰ مه له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل:
"په جاغوري کې واوره اورېدلې ده، هوا داسې یخه شوې ده چې بیخي ژوند په کې نه کیږي، نه لرګي شته، نه د ډبرو سکاره شته، چې خونې په ګرمې کړو، نه خواړه شته او نه اوبه، ماشومان ژاړي، خو موږ بې کاره یو او سختې اقتصادي ستونزې لرو. حیران پاته یو چې څه وکړو. بس د الله درګاه ته مو سترګې نیولي دي، حکومت هم هیڅ مرسته نه کوي."
د غزني د ګیلان ولسوالۍ یوې کورنۍ بې ځایه شوې میرمنې چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي او وايي د خپلې پنځه کسیزې کورنۍ سرپرسته ده، هم ازادي راډيو ته وویل چې یخنۍ او ورښتونو ترې لوری ورک کړی دی:
موږ هر څه ته ضرورت لرو، تاسو نه وینئ چې موږ دلته په دې واوره کې تر خیمو لاندې پراته یو، نه لرګي شته، نه اوړه شته، نه خوراکي مواد
"موږ هر څه ته ضرورت لرو، تاسو نه وینئ چې موږ دلته په دې واوره کې تر خیمو لاندې پراته یو، نه لرګي شته، نه اوړه شته، نه خوراکي مواد، هر څه ته اړتیا لرو، کمبلې نه لرو، هوا سخته یخه ده، موږ سره باید مرستې وشي."
دغه کورنۍ د طالبانو له حکومت او نړیوالې ټولنې غواړي چې له دوی سره مرسته وکړي.
وموغوښتل په دې اړه د طالبانو حکومت نظرو ولرو خو ویاند یې ذبیح الله مجاهد په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.
د یادونې ده چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ریاست د دسمبر قوس ۳۰ مه هم د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې د سختو اورښتونو، سیلابونو او واورې ورېدو اټکل کړی دی.
بدخشان، تخار، کابل، کندز، بغلان،سمنګان، نورستان، کونړ،ننګرهار، لغمان، پنجشیر، پروان، کاپیسا، بامیان، میدان وردګ، لوګر، پکتیا، پکتیکا، خوست، غزني او زابل هغه ولایتونه یاد شوي چې سخت بارانونه او واوره به په کې وشي.
په راپور کې مرکه شوي کسان داسې مهال د ژمي په راتګ سره د سونګ توکو او نورو اړینو موادو او وسایلو د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي، چې پر افغانستان د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو وروسته پهدې هېواد کې بېوزلي او بېکاري پراخه شوې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د روانې ډسمبر په ۲مه په یو راپور کې اټکل کړی چې په ۲۰۲۶ کال کې به شاوخوا ۲۱ عشاریه ۹ افغانان چې د افغانستان د نفوسو ۴۵ سلنه جوړوي بشري مرستو ته اړتیا ولري.