د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۶ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۹

پر افغانستان د امریکا د حملې ۲۳مه کلیزه؛ ايا امريکا خپل اهداف ترلاسه کړل؟


د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په ۷مه د ۱۳۸۰هجري لمریز کال د تلې یا میزان په ۱۵مه د امریکا د هغه مهال ولسمشر جورج ډبلیو بوش د دې لپاره پر افغانستان د یرغل امر وکړ، چې د طالبانو لومړۍ واکمني نسکوره کړي ځکه هغوی امریکا ته د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن له سپارلو ډډه کوله.
د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په ۷مه د ۱۳۸۰هجري لمریز کال د تلې یا میزان په ۱۵مه د امریکا د هغه مهال ولسمشر جورج ډبلیو بوش د دې لپاره پر افغانستان د یرغل امر وکړ، چې د طالبانو لومړۍ واکمني نسکوره کړي ځکه هغوی امریکا ته د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن له سپارلو ډډه کوله.

د اکتوبر اوومه چې په نتیجه کې یې د طالبانو لومړۍ واکمني نسکوره شوه افغانستان له بنیاده بدل کړ، خلکو په انتخاباتو کې ګډون وکړ، ميلیونونه نجونې ښوونځیو ته ولاړې، د نارینه‌و تر څنګ ښځو په نړیواله کچه د افغانستان استازیتوب وکړ او داسي نور، خو دې ټولو لاسته‌راوړنو ته څه ورپېښ شول؟

د پخواني شوروي اتحاد له لس کلن اشغال وروسته افغانانو، چې کورنۍ جګړې سخت ستړي کړي وو، لا لس کاله د ارام سا نه وه اخیستې چې امریکايي سرتېري افغانستان ته راورسېدل.

د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په ۷مه د ۱۳۸۰هجري لمریز کال د تلې یا میزان په ۱۵مه د امریکا د هغه مهال ولسمشر جورج ډبلیو بوش د دې لپاره پر افغانستان د یرغل امر وکړ، چې د طالبانو لومړۍ واکمني نسکوره کړي ځکه هغوی امریکا ته د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن له سپارلو ډډه کوله.

"زما په امر د متحده‌ایالاتو پوځ په افغانستان کې د القاعده د روزنې پر کمپونو او د طالبانو د رژیم پر پوځي تاسیساتو عملیات پیل کړې دي
جورج ډبيلو بوش

جورج ډبيلو بوش هغه مهال ويلي وو: "زما په امر د متحده‌ایالاتو پوځ په افغانستان کې د القاعده د روزنې پر کمپونو او د طالبانو د رژیم پر پوځي تاسیساتو عملیات پیل کړې دي، دا اهداف په ډېر دقت سره د دې لپاره په نښه کېږي چې د تروریستي حملو د یوه مرکز په توګه د افغانستان د کارولو مخه ونیول شي او د طالبانو پر پوځي وړتیاو برید وشي."

امریکا بن لادن پر دې هېواد د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې د حملو مسوول باله او له طالبانو یې غوښتي وو، چې نوموړی وروسپاري، خو ملامحمدعمر مجاهد چې هغه مهال د طالبانو لوی مشر و، د دیني عالمانو یوه جرګه راوبلله او له هغوی څخه یې فتوا وغوښته چې بن لادن وسپاري که نه.

د جرګې پرېکړه همدا شوه چې بن لادن به نه سپارل کېږي.

د اکتوبر په اوومه امریکايۍ بي ۵۲ ډوله الوتکې، د امریکا له پوځي اډو څخه د افغانستان پر لور والوتلې او هلته یې په شمال او جنوب او د هېواد نورو برخو کې د طالبانو پر سنګرونو درنې بمبارۍ پیل کړې. د امریکا پوځ دې عملیاتو ته د دوامداره ازادۍ د عملیاتو نوم ورکړی و.

مخکې له‌دې چې امریکايي سرتېري د افغانستان په خاوره کې د ځمکنیو عملیاتو لپاره راکښته شي، هوايي حملو څو اوونۍ دوام وکړ او په نتیجه کې یې طالبانو په ټولو سنګرونو کې په شا تګ پیل کړ.

د طالبانو پر وړاندې د امريکايي سرتېرو عمليات
د طالبانو پر وړاندې د امريکايي سرتېرو عمليات

له‌دې سره په پخوانۍ شمالي ټلواله کې شامل ځواکونه له امریکايي سرتېرو سره یوځای کابل ته ننوتل او په‌دې توګه د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ څپرکی پای ته ورسېد.

د امریکا له یرغل وروسته په افغانستان کې کوم بدلونونه راغلل؟

د ۲۰۰۲ کال د نوامبر په ۲۷مه د افغانستان لپاره د بن کنفرانس جوړ شو.

په‌دې لویه غونډه کې د افغانستان د جګړې چې هغه مهال یوازې دوه لسیزې پرې اوښتې وې د ټولو ښکېلو اړخونو او د ایران او روسیې په څېر د متحده‌ایالاتو او طالبانو د دښمنو هېوادونو استازي راټول شوي وو، خو یوازې طالبانو او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ اسلامي حزب ته بلنه نه وه ورکړل شوې.

دا کنفرانس چې د ملګروملتونو په کوربه‌توب جوړ شوی و، موخه يې دا وه چې، طالبانو د واکمنۍ له نسکورېدو وروسته د افغانستان لپاره یو نوی حکومت غوره کړي.

دې کنفرانس له لانجمنو بحثونو وروسته حامدکرزی د موقتې ادارې د مشر په توګه غوره کړ.

ښاغلی کرزی تر ۲۰۱۴ کال پورې د ولسمشر په توګه په واک کې پاتې شو، هغه یوځل د انتقالي حکومت د مشر او دوه ځلې د منتخب ولسمشر په توګه لوړې وکړې.

په‌دې کنفرانس کې په افغانستان کې له بېلابېلو ډلو څخه د وسلو د ټولولو، د بشري حقونو او د ښځو د حقونو د خوندیتوب، انتخاباتو، د بیان د ازادۍ او د یوه ډیموکراتیک نظام د نورو اساسي ستنو د ټینګولو پرېکړه وشوه.

په افغانستان کې د جمهوري نظام له واکمنېدو وروسته د دوو لسیزو جګړو په ترڅ کې د زیانمنو شویو دولتي بنسټونو رغونه پیل شوه، د افغانستان لومړنی اساسي قانون جوړ شو، رسنۍ ازادې او د بیان ازادي تضمین شوه، د نجونو په ګډون ميلیونونه ماشومان ښوونځیو ته ولاړل، افغانستان ښځې سفیرانې لرلې او تر هرڅه مهمه دا چې له نژدې درې لسیزو وروسته پارلمان جوړ شو.

د پخواني جمهوري نظام د ولسي جرګې يو انځور
د پخواني جمهوري نظام د ولسي جرګې يو انځور

تر ۲۰۰۶ کال پورې ظاهراً هرڅه سم وو او له جزي مواردو پرته لویې ستونزې نه لیدل کېدې.

خو دا ارامي چې د افغانستان خلکو یوازې د سلطنت او د داوود خان په جمهوریت کې لیدلې وه ډېره اوږده نه‌شوه.

د نوي حکومت پر ضد د طالبانو وسله‌وال فعاليت پيلېدل

په ۲۰۰۶ کال کې د طالبانو ځینو مشرانو له هېواده بهر په پاکستان کې فعالیت پیل کړ، چې په نتیجه کې یې نژدې پنځلس کاله وروسته امریکايي سرتېري له افغانستانه وتلو ته اړ شول او طالبان پر افغانستان واکمن شول.

یوشمېر کارپوهان په بن کې شوې پرېکړې په افغانستان کې د جګړې د دوام او د اوسني وضعیت مهم علت بولي.

د چارو شنونکی محمداسحق اتمر په‌دې باور دی چې د جمهوري نظام ستنې له پیله پر فساد اېښودل شوې وې.

نوموړی وايي: "له بده‌مرغه داسې یو مېکانېزم جوړ نه‌شو چې پر دې بهیر مستقیم څار وکړي، هماغه و، چې د امریکا له پیسو ناسمه استفاده وشوه، دا پیسې د هغو یوشمېر کسانو لاسونو ته ولوېدې چې په مالي فساد او مافیاګانو کې شامل وو، د یوه مېکانېزم نشتوالی د دې سبب شو چې د بن د کنفرانس نتیجه په افغانستان کې ناکام او هغه اميد چې افغانانو لاره، په نهیلي بدل شي."

همداراز د څارونکو په باور د میلیاردونو ډالرو په ارزښت له افغانستان سره د امریکا او د لوېدیځ د نورو هېوادونو د مرستو له کبله پراخ فساد هم د جمهوري نظام ستنې کمزورې کړې.

په متحده‌ایالاتو کې لاهم ډېر عام خلک پوښتنه کوي چې ایا د مالیه ورکوونکو د پیسو په لګښت په افغانستان کې د امریکا د جګړې اصلي هدف چې د چارواکو په وینا له تروریزم سره مبارزه وه ترلاسه شو که نه؟

دا به ګرانه وي چې د بن کنفرانس د افغانستان د ناخوالو یوازینی علت وبولو، ځکه د ډېری څارونکو په نظر په بهر کې د جمهوري نظام د وسله‌والو مخالفینو پټن‌ځایونه، د ګاونډیو هېوادونو په تېره د پاکستان د پوځ استخباراتي لوبې او په افغانستان کې د نیابتي ډلو رامنځته کېدل هم له پامه نه‌شي لېرې کېدای.

ښاغلي بوش د ۲۰۰۵ کال د سپټمبر په ۲مه د ولسمشرۍ د بلې دورې د کاندید په توګه د جمهوریپال ګوند کنوانسیون یا لویې غونډې د وینا پر مهال د القاعده شبکې پر ضد د امریکا د پوځي عملیاتو د نتایجو په اړه وویل: "د القاعده شبکې له څلورو درې برخې مهم مشران او همکاران یا نیول شوي او یا وژل شوي دي، موږ رهبري وکړه، نور راسره یوځای شول او اوس امریکا او نړۍ ډېره امن ده."

د امريکا پخوانی ولسمشر جورج ډبيلو بوش
د امريکا پخوانی ولسمشر جورج ډبيلو بوش

د امریکا پوځ د ۲۰۱۱ کال په مې میاشت کې بن لادن د پاکستان پلازمېنې اسلام‌اباد ته نژدې په ایبټ‌اباد کې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې وواژه او امریکا د سپټمبر د ۱۱م په حملو کې د خپلو وژل شویو نژدې ۳۰۰۰ وګړو غچ واخیست.

د سیاسي چارو کتونکی محمداسحق اتمر د بن لادن او د القاعده شبکې د نورو مشرانو وژنو ته د اشارې په ترڅ کې وايي چې امریکا د پاکستان او نورو متحدانو په مرسته د خپلو هدفونو ترلاسه کولو ته ډېره نژدې شوه.

"امریکایان تل دا خبره کوي چې موږ خپلو اهدافو ته ورسېدو، یعنې دا چې له افغانستانه په پلان شوي برید کې شامل کسان یا ووژل شول یا ونیول شول
اسحاق اتمر

هغه وايي: "امریکایان تل دا خبره کوي چې موږ خپلو اهدافو ته ورسېدو، یعنې دا چې له افغانستانه په پلان شوي برید کې شامل کسان یا ووژل شول یا ونیول شول او د ډېری ترهګرو ډلو مشران مخصوصا د القاعده شبکې مشران په هغه پړاو کې چې امریکا په افغانستان کې وه، هم په افغانستان کې دننه او هم له افغانستانه بهر په نښه شول، یوشمېر یې په پاکستان کې ووژل شول، ځینې نور پاکستاني استخباراتو ونیول او امریکا ته یې په لاس ورکړل."

د پرځېدلي جمهوري حکومت چارواکو هغه مهال چې امریکايي پوځيان لاهم په افغانستان کې وو، دا خبره تاییدوله چې د داعش او القاعده په ګډون له شلو ډېرې نړیوالې تروریستي ډلې هلته فعالې دي.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد، د سیاسي چارو شنونکی نصرالله ستانکزی وایي، پر افغانستان د امریکا یرغل د القاعده شبکې د ځپلو په هدف پیل شو، خو د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته دې جګړې نور اړخونه خپل کړل.

ښاغلي ستانکزي ازادي راډيو ته وويل: "پر افغانستان د یرغل مسئله د القاعده شبکې د شتون په ارتباط مطرح شوه او استدلال دا و، چې ګنې د مشروع دفاع په چوکاټ کې چې د نړیوالو حقوقو یو اصل دی د تروریزم پرضد مبارزه کوي، د دې اقداماتو په پایله کې نه تروریزم د امریکا په مفهوم له‌منځه ولاړ، بلکې تروریستي ډلو هم په سیمه او هم په نړۍ کې نوي ابعاد خپل کړل چې ښه مثال یې په منځني ختیځ او وروسته په ټوله نړۍ او زموږ په سیمه کې د یو ګواښ په توګه د داعش شتون او د هغه خپراوی دی."

د سیاسي او حقوقي چارو پوه او د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي پخوانی استاد نصرالله ستانکزی
د سیاسي او حقوقي چارو پوه او د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي پخوانی استاد نصرالله ستانکزی

امریکايي چارواکو د افغانستان ته راتګ پر درې پړاوونو وېشلی و.

لومړی پړاو د طالبانو د واکمنۍ پرځول و، چې یوازې دوه میاشتې یې دوام وکړ، د دوهم پړاو هدف چې له ۲۰۰۲ کال څخه تر ۲۰۰۸ پورې روان و، په پوځي زور د طالبانو ځپل او د افغانستان د دولتي بنسټونو رغول و او درېیم پړاو چې په ۲۰۰۸ کال کې پیل شو په دودیزو لارو د وسله‌والو مخالفینو د ځپلو تګ‌لاره تعقیبوله، دې پړاو وروسته بیا په ۲۰۰۹ کې د پخواني ولسمشر بارک اوباما له‌دې اعلان سره دوام وکړ چې په افغانستان کې په موقتي ډول د سرتېرو شمېر زیاتوي.

ایا امریکا خپلو دې درې اهدافو ته ورسېدله؟

ښاغلی نصرالله ستانکزی په‌دې اړه وايي: "وروسته له شلو کلونو امریکایانو خپله ماته د دوحې په تړون کې ومنله، په‌دې معنا چې له هغې ډلې سره یې چې دوی شل کاله بمباري پرې کوله، د یوه مساوي الحقوق لوري په عنوان تړون لاسلیک کړ، همداراز هغو ارزښتونو ته یې چې دوی په خپل اساسي قانون او ټولنه کې اساسات ګڼل، شا واړوله، یعنې د بشري حقونو، ډیموکراسۍ او یوې لیبرال ټولنې ارزښتونو ته یې شا واړوله او همداراز یوځل بیا یې ثابته کړه چې هرکله چې ګټې یې وغواړي هر ډول معامله کولای شي."

امریکايي چارواکو هغه مهال د څلورم پړاو یادونه چې د سرتېرو وتل و، په لومړي سر کې په هيڅ ځای کې نه وه کړې، مګر دا دی ۲۳ کاله وروسته طالبان لاهم پر افغانستان واکمن دي، د نجونو پر زده‌کړو او کار لګېدلي محدودیتونه د امریکا له یرغل د مخکې پړاو په څېر لاهم دوام لري، سیمه څرنګه چې ښاغلی ستانکزی وايي، تر پخوا ناامنه ده او ترهرڅه مهم او خطرناک په افغانستان او سیمه کې د افراطي مفکورو او نظریو پیاوړي کېدل او پراخېدل دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG