د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۶

ناټو له قریشي سره ټینګار کړی چې د سولې لپاره دې بین‌الافغاني خبرې ژر پیل شي


د ناټو عمومي منشي‌ینس سټولټنبرګ د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير سره
د ناټو عمومي منشي‌ینس سټولټنبرګ د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير سره

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د لیدو پر مهال ټينګار کړی چې د افغانستان د سولې په خاطر باید بین‌الافغاني خبرې ژر تر ژره پیل شي.

ینس سټولټنبرګ د دوشنبې په ورځ د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو په مرکزي دفتر کې د پاکستان د بهرنيو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره ولیدل.

د دوشنبې په ورځ ناټو په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې ینس سټولټنبرګ له قریشي سره په خبرو کې وویل چې په سيمه کې د افغانستان د سولې په خاطر باید ټول هېوادونه خپل مثبت رول ولوبوي ځکه په افغانستان کې امنیت او ثبات د ټولې سیمې په ګټه دی.

په همدې حال کې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو ویاند سهيل شاهین د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، دا ډله هيله‌منده ده له امریکا سره په اووم پړاو خبرو کې به له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو مهالوېش اعلان شي.

په قطر کې د طالبانو ویاند سهيل شاهین
په قطر کې د طالبانو ویاند سهيل شاهین

​ټاکل شوې ده د راتلونکې شنبې په ورځ چې د جون مياشتې ۲۹مه نېټه ده، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد او طالب استازو ترمنځ په دوحه کې اووم پړاو خبرې پیل شي.

د خبرو د اووم پړاو د نېټې په اړه د افغانستان د سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي او د طالبانو وياند ذبیح‌الله مجاهد دواړو پر خپلو ټویټر پاڼو لیکلي.

زلمي خلیل‌زاد مخکې پر خپله ټويټرپاڼه ليکلي چې قطر او افغانستان ته تر سفر وروسته داسې ښکاري چې ټول لوري په مذاکراتو کې چټک پرمختګ ته لېواله دي.

سهیل شاهین له ازادي راډيو سره په خبرو کې زیاته کړه چې د مذاکراتو په دې پړاو کې دوه ټکي د اجنډا برخه دي.

د ده په خبره دا ټکي دا دي چې:

  • له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو مهالوېش وټاکل شي.
  • او د افغانستان خاوره به د هېڅ بل هېواد پر ضد نه‌کارېږي.

د ده په وینا له افغان حکومت سره د طالب استازو د مخامخ خبرو او د اوربند په اړه خبرې به په وروستیو پړاوونو کې مطرح شي.

خو د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي مخکې څرګنده کړې چې امريکا یوازې له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو لپاره نه، بلکې د سولې د یوه بشپړ تړون په لټه کې ده او که پر ټولو څلورو مهمو مسئلو موافقې ته ونه‌رسېږي، پر هېڅ یوه موضوع به موافقه ونه‌شي.

د افغانستان د سولې په چارو کې د متحده ایالاتونو ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد
د افغانستان د سولې په چارو کې د متحده ایالاتونو ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد

​ده د تېرې سې شنبې په ورځ پر خپله ټويټرپاڼه یو ځل بيا ټینګار کړی چې که پر ټولو موضوعاتو موافقه ونه‌شي، پر هېڅ موضوع به موافقه نه‌کېږي.

له پیل راهيسې د امريکا د استازي او طالبانو ترمنځ د خبرو تمرکز پر څلورو موضوعاتو وو:

  • له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو وتل.
  • د افغانستان خاوره به د هېڅ بل هېواد پر ضد نه‌کارېږي.
  • اوربند.
  • او له افغان حکومت سره د طالبانو مستقیمې خبرې.

د امريکا د استازي او طالبانو ترمنځ په دوحه کې اووم پړاو خبرې دوه ورځې وروسته له هغه پیلېږي چې د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې به د پنجشنبې په ورځ د ناټو دفاع وزیرانو دوه ورځنۍ غونډه پای ته ورسېږي.

افغانستان ته د ناټو لوړپوړي ملکي استازي نیکلاس کې پر خپله ټويټرپاڼه ليکلي چې په بروکسل کې د غوڅ ملاتړ مأموریت د دفاع وزیرانو په غونډه کې به د افغانستان په اړه معلومات شریک کړي.

ده زیاته کړې چې نړیوال اتحاد او ټینګ هوډ به د سولې په تاريخي فرصت ترلاسه کولو کې له افغانانو سره مرسته وکړي.

  • 16x9 Image

    ملالۍ بشیر

    ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده.

XS
SM
MD
LG