د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۱ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۲۷

د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی: طالبان باید بین‌الافغاني خبرو ته چمتو شي

ارشیف، په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د افغانستان لپاره د دغه سازمان ځانګړی استازی تدامیچي یاماموتو د خبرو پر مهال, December 17, 2018
ارشیف، په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د افغانستان لپاره د دغه سازمان ځانګړی استازی تدامیچي یاماموتو د خبرو پر مهال, December 17, 2018

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر مشر په نیویارک کې امنیت شورا ته د خبرو پر مهال پر بین‌الافغاني خبرو ټینګار وکړ.

په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د افغانستان لپاره د دغه سازمان ځانګړي استازي له طالبانو سره د سولې روانو خبرو ته خوشبیني هم ښکاره کړه.

تدامیچي یاماموتو وویل:"د امریکا د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو هرکلی په نړیواله کچه په پراخه سطحه روان دی. افغانستان او یو شمېر نړیوال متحدان‌یې په ځانګړې توګه جرمني او قطر د بین‌الافغاني خبرو لپاره چمتو کېږي."

د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي پر دې ټینګار وکړ چې طالبان باید بین‌الافغاني خبرو ته چمتو شي.

ده په‌دې ترڅ کې په وروستیو کې د مسکو غونډې ته اشاره وکړه چې په‌کې یو شمېر افغان سیاستوالو برخه واخیسته او ویې‌ویل: "یو شمېر مطرح افغانانو دا فرصت ترلاسه کړ چې د مې میاشت په وروستیو کې د طالبانو له استازو سره نظر تبادله کړي دا ټولې هڅې باید د یوه هدف په لور روانې شي، څو رسمي خبرې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ پیل شي چې سولې ته ورسېږو."

تر اوسه د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد شپږ ځله له طالبانو سره کتلي دي او ښاغلي خلیل‌زاد د سې شنبې په ورځ په ټویټر کې ولیکل چې د اووم پړاو خبرو ته د چمتو کېدو په حال کې یو او د سولې د پراخ تړون کوو، یوازې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو تړون نه‌کوو.

طالبانو له ښاغلي خلیل‌زاد سره خبرو ته بیا هم چمتوالی ښودلی، خو ویلي یې دي چې د افغانستان له حکومت سره خبرې نه‌کوو.

ښاغلي یاماموتو د امنیت شورا غونډې ته دا هم وویل چې د سولې په خبرو کې باید د ښځو حقوق تر پښو لاندې نه‌شي.

ارشیف، د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشره سیما سمر په بلخ کې د ازادي رآډیو پوښتنې ځوابولې
ارشیف، د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشره سیما سمر په بلخ کې د ازادي رآډیو پوښتنې ځوابولې

غونډې ته د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشرې سیما سمر هم په خپلو خبرو کې د سولې په بهیر کې د ښځو پر ونډې ټینګار وکړ او ویې‌ویل: "ښځې د هېواد له ټولو سیمو زموږ د اساسي قانون پر ساتنې ټینګار کوي، دوی دا غواړي چې د ښځو حقوق، نور بشري حقوق او ډموکراسي باید د سیاسي خبرو پر مهال معامله نه‌شي او د سولې د خبرو لپاره د بحث په خاطر د اجنډا برخه نه‌شي."

امنیت شورا ته د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو وویل چې د افغانستان سولې ته اوږده لار په مخکې ده، خو افغانستان د ملګرو ملتونو دایمي غړی هېواد دی او ګډو هڅو ته چې ګورو نو زه ویلی شم چې په سمه لار روان یو.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG