د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۱

خلیلزاد وايي د سولې د یوه جامع تړون په لټه کې دی، نه د وتلو د موافقې


د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیل‌زاد
د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیل‌زاد

د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیل‌زاد ویلي چې موږ د سولې د یوه جامع تړون په لټه کې یو نه د وتلو د موافقې.

خلیل‌زاد بېګاه شپه ناوخته دا خبره خپله ټویټر کړې ده.

هغه ویلي، له طالبانو سره د یو بل پړاو خبرو لپاره چمتو کېږي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد وړاندې په یوه بل ټویټ کې لیکلي چې د سولې په جامع تړون کې له ترهګرۍ سره د مبارزې ډاډ منول، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل، بین‌الافغاني خبرې چې سیاسي جوړجاړي ته زمینه برابره کړي او دایمي اوربند شامل دي.

خلیل‌زاد ویلي دا یو چارچوب دی چې طالبان یې مني.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا خاص استازي په خپل بیګاني ټويټ کې ټینګار کړی، څو چې په دغو ټولو مسایلو موافقه ونه شي په هېڅ شي موافقه نه کېږي.

د خلیل‌زاد او طالبانو اووم پړاو خبرې د قطر په پلازمېنه دوحه کې کېږي.

اخوا د طالبانو د سیاسي ډلې ویاند سهیل شاهین هم پرون شپه په خپله ټویټرپاڼه لیکلي په مذاکراتو کې امریکا منلې چې خپل ټول پوځیان باسي او د ده په خبره له دې چې په راتلونکي کې په افغانستان کې مداخله نه‌کوي نو دا یو ښه پرمختګ دی.

د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیل‌زاد او د طالبانو سیاسي ډلې تر دې مخکې شپږ واره د قطر په پلازمېنه دوحه کې خبرې کړي دي.

د دوی مخکینۍ خبرې تر ډېره له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په وتلو او د دغه هېواد له خاورې د ترهګرو د نه کارونې د ډاډ په حاصلولو متمرکزې بلل شوي.

XS
SM
MD
LG