د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۶

طاهري: د خلیل‌زاد او طالبانو ترمنځ توافق نه، بلکې د بین‌الافغاني خبرو د پیل تفاهم شوی


د افغانستان د سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري
د افغانستان د سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې د زلمي خلیل‌زاد او طالبانو ترمنځ توافق نه، بلکې د بین‌الافغاني او مخامخ خبرو د پيل لپاره تفاهم شوی.

د افغانستان د سولې عالي شورا د امریکا او طالبانو ترمنځ په پنځم پړاو خبرو کې له پرمختګونو د هرکلي تر څنګ وايي چې په دغه پړاو کې یوازې د بین‌الافغاني خبرو د پیل په خاطر تفاهم شوی.

د دغې شورا ویاند سید احسان طاهري د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د کب ۲۲» ازادي راډیو ته وویل، د افغان سولې اصلي او وروستی توافق به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ کېږي.

نوموړي وویل:

"مهمه دا ده چې دوی د توافق لپاره تفاهم کړی، د دې لپاره توافق کېږي چې په مستقیم ډول د بین‌الافغاني خبرو لپاره زمینه برابره شي، له شک پرته اوسنی تفاهم د افغان دولت او طالبانو ترمنځ رسمي او مستقیمو خبرو ته زمینه برابروي."

دا په داسې حال کې ده چې زلمي خلیل‌زاد په قطر کې له طالبانو سره تر ۱۶ ورځنیو خبرو وروسته په خپل ټویټر په دې خبرو کې د یو لړ پرمختګونو خبر ورکړی دی.

د ښاغلي خلیل‌زاد په ټویټ کې راغلي، سوله په څلورو برخو کې هوکړې ته اړتیا لري، د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې ډاډ، د ځواکونو وتل، بین‌الافغاني خبرې او پراخ او جامع اوربند.

د ښاغلي خلیل‌زاد په وینا، د هوکړې په مسوده کې په لومړنیو دوو مواردو یعنې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې پر ډاډ او له افغانستانه د ځواکونو د وتلو مسوده چمتو شوې ده.

زلمي خلیل‌زاد د خپل ټویټر په وروستي پیغام کې ویلي، د ده لپاره به بله مرحله په واشنګټن کې له ټولو شریکانو سره سلا مشوره کول وي.

د زلمي خلیل‌زاد په وینا، نوموړی به بیا له طالبانو سره ګوري او یوه توافق ته تر رسېدو پورې هېڅ مورد نهايي شوي نه‌دي.

طالبانو هم د قطر د خبرو د پای ته رسېدو په اړه یوه اعلامیه خپره کړې په اعلامیه کې یې ویلي چې د دواړو لورو په خبرو کې کافي پرمختګ وشو.

د دې ډلې د ویاند ذبیح‌الله مجاهد له‌‌خوا رسنیو ته په استول شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د مذاکراتو په دې بهیر کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او د نورو په ضرر د افغان خاورې د نه‌کارولو پر موضوع تفصیلي بحثونه وشول.

د طالبانو د اعلامیې په وینا، بحث پر دې و چې ټول بهرني ځواکونه به له افغانستانه څنګه او په څومره وخت کې وځي او د وتلو ترتیب به‌یې څنګه وي؟

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند رابرټ پالادینو ویلي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او له ترورېستانو سره د طالبانو د اړیکو د قطع کولو خاکه چمتو شوې او له لاسلیک کېدو وروسته به په بین‌الافغاني خبرو او په هر اړخیز اوربند خبرې کېږي.

خو د افغانستان د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون د قطر په غونډه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ شوی توافق افغانانو ته ښه پیغام نه‌بولي.​افغانستان د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون مرستیال داوود کلکاني

د دغه کمېسیون مرستیال داوود کلکاني په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د افغان حکومت او ولس تمې له دې زیاتې وې، تمه دا وه چې په دې خبرو اترو کې به په اوږدمهاله اوربند او بین‌الافغاني خبرو باندې توافق رامنځته شي، خو اوس دغو خبرو افغان ولس ته ښه پیغام نه‌درلود."

بل‌خوا افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې داسې دوامداره سوله غواړي چې مالکیت‌یې د افغانانو په لاس کې وي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان ولسمشر ویاند هارون چخانسوري په خپل یو تازه ټویټ کې لیکلي چې د افغان سولې پروسې په اړه د امريکا متحده ايالاتو له هڅو مننه کوي او هیله لري چې په نږدې راتلونکي کې د دوامداره اوربند او د افغانستان اسلامي جمهوريت او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو زمينه مساعده شي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG