د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۴

را روانه شنبه په قطر کې د امریکا او طالب استازو اووم دور خبرې پیلېږي


ارشیف، په قطر کې د امریکا او طالب استازو د ناستې یو انځور
ارشیف، په قطر کې د امریکا او طالب استازو د ناستې یو انځور

له اوږده انتظار وروسته بالاخره د افغانستان د سولې په پروسه کې ښکېلو دوو مهمو لوبغاړو د امریکا متحدو ایالتونو او طالبانو تأیید کړه چې د راتلونکې شنبې په ورځ به د خبرو بل دور چې د دواړو ترمنځ به اووم هغه وي، پیلوي.

وروسته له هغې چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د راتلونکې شنبې په ورځ په قطر کې له طالبانو سره د بل دور کتنې خبر ورکړ، طالبانو هم پرون تأیید کړه چې له امریکایي پلاوي سره د خبرو بل دور ترسره کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یکشنبې په ورځ په یوه ټوېټري پیغام کې تأیید کړه چې له امریکایي پلاوي سره د خبرو اووم دور به د قطر په پلازمېنه دوحه کې چې د طالبانو سیاسي دفتر پکې دی، د جون په ۲۹مه نېټه ترسره کړي.

له دې مخکې ښاغلي خلیلزاد چې له څه کم یوې میاشتې راهیسې د سیمې په سفر وتلی، په یوه توېټري پیغام کې په قطر کې له طالبانو سره د بل دور خبرو نېټه اعلان کړې او دا یې هم ویلي وو چې ټولې خواوې د چټک پرمختګ په تمه دي، خو نه خلیلزاد او نه هم طالبانو په دې اړه چې دا ځل پر کومو مسایلو خبرې کوي، څه ویلي دي.

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل، د دې مسئلې یقیني کول چې د افغانستان له خاورې به بیا امریکا او متحدانو ته د ترهګرۍ ګواښ نه کېږي، د بین الافغاني خبرو پیلېدل او اوربند هغه څلور مهم مسایل دي چې د دواړو لورو په مخکنیو غونډو کې پرې بحث شوی دی.

ارشیف، په کندهار ولایت کې د امریکایي ځواکونو یو انځور
ارشیف، په کندهار ولایت کې د امریکایي ځواکونو یو انځور

ښاغلي خلیلزاد څه کم یوه اوونۍ مخکې په یوه ټوېټري پيغام کې لیکلي وو چې متحده ایالات یوازې له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو لپاره نه، بلکې د سولې د یوه بشپړ تړون په لټه کې دي او که په ټولو څلورو مهمو مسئلو یوې موافقې ته ونه رسېږي، پر هېڅ یوې موضوع به موافقه ونشي.

د ښاغلي خلیلزاد دغه دریځ او د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په پام چې ویلې یې دي، په افغانستان کې هر څه ښه مخ ته ځي ایا له طالبانو سره د اووم ځل خبرو څخه د چټک پرمختګ هیله کېدای شي، د سیاسي او حقوقي چارو کارپوه نصرالله ستانکزی ورته خوشبین دی.

دی وایي: د ټرمپ وروستیو څرګندونو او د افغانستان په قضیه کې دخیلو لوبغاړو لکه چین، روسیې او جرمني ته په کتو، فکر نه کوم چې خلیلزاد دې د یوه ډیپلومات په حیث تبلیغاتي څرګندونې کړي وي، زه خوشبین یم چې په خبرو کې به ښکاره پرمختګونه رامنځته شي.

د افغانستان د سولې عالي شورا هم پرون تمه وښوده چې د امريکا او طالبانو د استازو ترمنځ دا ځل خبرې به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مستقيمو خبرو ته زمينه برابره کړي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا وياند غفور احمد جاوېد
د افغانستان د سولې د عالي شورا وياند غفور احمد جاوېد

د دې شورا وياند غفور احمد جاوېد په يوه ويډيويي پيغام کې وويل: کومه ناسته چې د طالبانو د تحريک او ډاکتر صاحب خليلزاد ترمنځ کېږي، زموږ هيله او توقع دا ده چې دا به وکولاى شي چې د افغانستان د دولت او د طالبانو د تحريک ترمنځ د مستقيمو او رسمي خبرو اترو د لړۍ پيل شي او د دې تر څنګ افغانان دايمي سولې ته ورسېږي.

طالبانو تر اوسه د افغانستان له حکومت سره له مخامخ خبرو کولو ډډه کړې، خو له افغان سیاستوالو سره یې تراوسه دوه ځلې په مسکو کې کتلي دي.

د مسکو د غونډو ډېر دغه افغان سیاستوال هم پاکستان چې د سولې په مسئله کې مهم لوبغاړي دي، تېره ورځ یوې غونډې ته وربللي وو.

ارشیف، په مسکو کې د ځينو افغان سیاستوالو او طالب استازو د ناستې یو انځور
ارشیف، په مسکو کې د ځينو افغان سیاستوالو او طالب استازو د ناستې یو انځور

اسلام اباد دغه اقدام داسې مهال کوي چې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ به د افغان ولسمشر اشرف غني کوربه وي.

د سياسي چارو کتونکی ښاغلی ستانکزی وایي، د ده په باور په دغو ټولو هڅو کې ښاغلی خلیلزاد په یو ډول ښکېل دی او له طالبانو سره د بل دور خبرو تر پیلېدو مخکې یې د چټک پرمختګ خبره هم ښایي د دې لپاره کړي وي چې د پردې ترشا ښایي د افغانستان په مسئله کې د ښکېلو سیمه ییزو او نړیوالو لوبغاړو ترمنځ ځیني توافقات شوي وي.

XS
SM
MD
LG