د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۰

ناټو له طالبانو سره د سولې پر موافقه د سلا لپاره د امريکا د هڅو هرکلى وکړ


د ناټو، افغانستان او امریکا بیرغونه
د ناټو، افغانستان او امریکا بیرغونه

د ناټو سرمنشي له طالبانو سره د سولې پر موافقه د سلا کېدو لپاره د امريکا د هڅو هرکلى وکړ.

د ناټو سرمنشي وايي، دغه تړون له طالبانو سره د سولې پر يوه موافقه د سلا کېدو لپاره د امريکا د متحدو ايالتونو د روانو مذاکرو او هڅو ملاتړ کوي.

د امریکا او طالب استازو ترمنځ تر اوسه نهه پړاوه خبرې تر سره شوي دي.

ينس سټولټنبرګ دا خبره پرون چهارشنبه په بروکسل کې په هغه کنفرانس کې وکړه چې د لېتوانيا ولسمشر ګيتاناس ناوسيدا هم په کې حاضر و.

د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرګ وويل: موږ د روانو مذاکرو هرکلى کوو او د امريکا د متحدو ايالتونو د هغو هڅو هرکلى کوو چې له طالبانو سره پر يوه موافقه د سلا کېدو لپاره دي، فکر کوم په دې اړه چې پر دا موافقه به څه وخت سلا کېږي، ډېر محتاط يم، خو د هغو هڅو کلک ملاتړ کوو چې د سياسي روغې جوړې او سياسي حل لپاره دي، بايد په ياد مو وي چې ناټو ولې په افغانستان کې حضور لري؟ په افغانستان کې زموږ پوځي حضور د دې لپاره دى چې يوه سياسي حل ته شرايط برابر شي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ

پرون د ناټو د سرمنشي تر دغو څرګندونو څو ساعته مخکې د افغانستان د جمهوري رياست وياند د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې موافقې د پايلو په اړه اندېښنه وښوده.

صدیق صدیقي په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي: لکه څنګه چې پخواني امریکايي مقامات او سناتوران له طالبانو سره د هوکړې په اړه اندېښنه لري، افغان حکومت هم په دې اړه اندېښمن دی.

د امريکا نهو پخوانيو سفيرانو او لوړرتبه چارواکو تېره سې شنبه په ګډه اعلاميه کې د سولې د موافقې د راتلونکي په اړه اندېښنه ښوولې ده.

د سولې د راتلونکي ليدلوري په اړه دا ډول څرګندونې په اوسنيو شرايطو کې څه اغېز کولاى شي؟

د سياسي مسايلو تحليلګر محمد شفيق امين په دې نظر دى چې حکومت دې ځان په تقابل کې نه اچوي.

ده وویل: فکر کوم د حکومت ځينې اندېښنې پر ځاى دي، خو په اوسنيو شرايطو کې حکومت ته په کار نه ده چې د سولې په تړاو د امريکا له سياستونو سره تقابل وکړي، که حکومت وکولى شي چې خپل سياستونه د امريکا د حکومت له سياستونو سره همغږي کړي، فکر کوم حکومت به په بين الافغاني مذاکرو کې فعاله ونډه ولري او د سولې په سياست کې به ښه ځاى ځان ته خپل کړي.

د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازی زلمی خلیلزاد د سولې د هوکړې د متن له نهايي کېدو او له طالبانو سره د نهم پړاو تر مذاکرو وروسته تېره يکشنبه له قطر څخه کابل ته راغی.

په همدې حال کې یوې باخبرې حکومتي سرچینې چې د موضوع د حساسیت له امله‌يې د نوم له اخیستو ډډه کړې، د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته ویلي وو چې ښاغلي خلیلزاد په خپل دې سفر کې له ولسمشر غني سره یو وار په یوه ستره او درې ځلې په وړو غونډو کې سره لیدلي دي.

د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازی زلمی خلیلزاد
د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازی زلمی خلیلزاد

زلمي خليلزاد چې په قطر کې يې له طالبانو سره د سولې نهم پړاو خبرې بشپړې کړي، تېره سې شنبه ازادي راډيو ته وويل: له طالبانو سره په اصولو کې پر څلورو ټکو موافقه شوې چې په هغوى کې په افغانستان کې د امريکايي سرتېرو د شمېر کمېدل هم شامل دي.

هغه د دغو ۴ موارو په اړه د تېرې دوشنبې په ورځ ازادي راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل:

  • لومړی، د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو څخه باید د ترهګرو او افراطي ډلو له‌خوا امریکا او متحدینو ته‌يې خطر پېښ نه‌شي او که د بین‌الافغاني خبرو په پایله کې طالبان د حکومت برخه وګرځي، نو دا سیاست باید د ټول هېواد په کچه تعقیب شي.
  • دوهم، شرایطو ته په پام د امریکايي سرتېرو کمېدل او بالاخره وتل.
  • درېیم، د بین‌الافغاني خبرو پیل.
  • څلورم، بشپړ او دایمي اوربند دی چې پر دې ټولو مسئلو په پرنیسپ کې توافق شوی دی.

د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرګ پرون په خپلو خبرو کې وويل چې د دغه پوځي تړون ځواکونه به بې وخته له افغانستانه ونه وځي، خو په دغه هېواد کې به د تل لپاره هم پاتې نه شي.

بهرني ځواکونه د ناټو په چوکاټ کې د افغان ځواکونو د روزنې په حال کې
بهرني ځواکونه د ناټو په چوکاټ کې د افغان ځواکونو د روزنې په حال کې

دی وایي: موږ به له موافقې سره سم چارې ترسره کوو، ځکه نو بايد موږ د افغان امنيتي ځواکونو د ملاتړ ژمنې ته دوام ورکړو، هم په روزنې، هم په سلا مشورې او هم په همکارۍ، دغه راز مالي ملاتړ سره، وروسته به ځواکونه د موافقې په نتيجه کې کمېږي.

وسله وال طالبان چې د افغانستان له حکومت سره مخامخ مذاکرو ته نه دي حاضر شوي، يو شرط يې دا وړاندې کړى چې له افغانستانه دې ټول بهرني ځواکونه ووځي.

XS
SM
MD
LG