د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۸

له طالبانو سره د نهم پړاو مذاکراتو پای، خلیلزاد نن کابل ته راځي


 افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد
افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد

ټاکل شوې چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد نن کابل ته راشي.

ښاغلی خلیلزاد به په قطر کې له طالب پلاوي سره د وروستیو خبرو جزئیات نن د افغانستان له حکومتي چارواکو سره شریک کړي.

ښاغلي خلیلزاد پر خپله ټویټرپاڼه تائید کړې چې نن یکشنبه (د وږي ۱۰مه) کابل ته راځي.

د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي وايي چې ښاغلی خلیلزاد به له طالبانو سره د شویو مذاکراتو پایلې له ولسمشر محمد اشرف غني او یو شمېر نورو چارواکو سره شریکې کړي.

د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي
د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي

ده وویل: ټاکل شوې چې ښاغلی خلیلزاد نن کابل ته راشي او طبعا له افغان ولسمشر سره به ملاقات وکړي او د خپلو خبرو نتایج به د افغانستان حکومت سره شریک کړي.

خو ښاغلي صدیقي په دې اړه ډېر جزئیات ورنه کړل.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو د ځانګړي استازي او طالب پلاوي ترمنځ له لسو ورځو خبرو وروسته، نهم پړاو مذاکرات پای ته ورسېدل.

دواړو خواوو تائید کړې چې د موافقې متن وروستی شوی او په ځینو تخنیکي مسایلو اوس هم بحث روان دی.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي چې د خبرو اوسنی پړاو پای ته رسېدلی، خو نن یکشنبه به دواړه لوري پر تخنیکي موضوعاتو بحث وروستی او بشپړ کړي.

نوموړي ډاډ ورکړ چې د افغانستان کشالې د سوله ییز حل په درشل کې دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د سولې عالي شورا مرستیال عزیزالله دین محمد وايي چې نهم پړاو خبرې پای ته رسېدلې او لازمه ده چې جزئیات یې د افغانستان د حکومت له رهبرانو او سیاستوالو سره شریک شي.

د افغانستان د سولې عالي شورا مرستیال عزیزالله دین محمد
د افغانستان د سولې عالي شورا مرستیال عزیزالله دین محمد

نوموړي زیاته کړه: زه یقین لرم چې مذاکرات وروستي شوي او پر هغو مسایلو چې بحث پرې شوی، جزییات به یې هم د حکومت له رهبرانو او سیاستوالو سره شریک شي.

طالبانو تر دې وړاندې ویلي و چې له امریکا سره له موافقې وروسته به، له ټولو افغان سیاسي اړخونو سره مذاکرات پیلوي او خبرې به یې د افغانستان لپاره برخلیک ټاکنونکې وي.

د افغانستان حکومت هم تائیده کړې چې مذاکره کوونکی پلاوی چمتو شوی او منتظر دی، چې ژر بین الافغاني خبرې پیل شي ترڅو په افغانستان کې دایمي اوربند او د جګړې ختمېدو ته لاره هواره شي.

XS
SM
MD
LG