د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۳

طالب سرچینه: د قطر د خبرو موخه په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور پای ده، نه کمېدل


په افغانستان کې امریکایي ځواکونه
په افغانستان کې امریکایي ځواکونه

طالبانو په افغانستان کې د زرګونو امریکایي سرتېرو د پاتې کېدو په اړه د ولسمشر ډونالد ټرمپ د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې نن ازادي راډیو ته وویل چې له امریکایي لوري سره په قطر کې د روانو خبرو هدف په افغانستان کې د امریکا پوځي حضور پای ته رسول دي، نه یې د ځواکونو کمېدل.

د طالبانو د دوحې د دفتر یوه غړي چې له امریکایي لوري سره په خبرو کې برخه لري او د دغو خبرو حساسیت ته په پام سره نه یې غوښتل چې نوم یې واخیستل شي، وویل چې د ټرمپ دغه خبرې د روانو خبرو پر فضا ناوړه اغېز لرلی شي.

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ له فاکس نیوز امریکایي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې له طالبانو سره د یوې هوکړې په صورت کې به هم په افغانستان کې اته زره او شپږ سوه امریکايي سرتېري پاتې شي او په دې هېوا کې د دوی حضور به په شرایطو پورې تړلی وي.

خو د طالبانو د دوحې د دفتر غړي بیا هم ټینګار وکړ چې له امریکایي لوري سره یې د خبرو هدف په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور بشپړ پای ته رسول دي، نه د ځواکونو کمېدل.

طالبانو له دې مخکې هم په ښکاره او له امریکایي لوري سره د خبرو په جریان کې چې دا یې نهم دور دی، پر دې دریځ ټینګار کړی و.

د طالبانو او د امریکایي پلاوي ترمنځ روانې خبرې چې ویل کېږي حساسې مرحلې ته رسېدلي او په دې وروستیو څو ورځو کې یې د دواړو لورو ترمنځ یوې هوکړې ته د رسېدو راپورونه هم ورکول شوي، نن ځنډیلي او سبا به بېرته پیل شي.

دا خبره په قطر کې د طالبانو د دفتر غړي او ویاند سهیل شاهین نن ازادي راډیو ته وکړه.

اخوا د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي د پنجشنبې د ورځې په ماښام ازادي راډیو ته وویل، په دې هېواد کې د یو شمېر امریکایي سرتېرو د پاتې کېدو په اړه د ټرمپ پرېکړه پرځای او موثره ځکه ده چې له تېر یوه کال راهیسې چې د امریکايي پلاوي او د طالبانو د استازو ترمنځ خبرې روانې دي، په امنیتي وضعیت کې کوم بدلون نه دی راغلی او وضعیت ته په پام د بهرنیو ځواکونو موجودیت اوس مهم دی.

د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي
د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي

دی وایي: د بهرنیو ځواکونو موجودیت د افغانستان د دوامداره ثبات او تلپاتې سولې لپاره یو مهم مورد دی، موږ اړتیا لرو چې په شریکه د شته ګواښونو پر ضد مبارزه وکړو، دا اوس چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو یو کال تېرېږي، موږ هېڅ داسې پایله نه ده لیدلې چې د ګواښونو د کمي سبب شي، یعنې تر اوسه هم ګواښونه پر ځای دی.

په دوحه کې له طالبانو سره د نهم پړاو خبرو مشري د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ویلي، دی هیله مند دی چې د سپټمبر تر میاشتې مخکې چې ورته یوه ورځ پاتې ده، له طالبانو سره یو توافق ترلاسه شي.

XS
SM
MD
LG