د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۴

طالبان: له امریکا سره په مذاکراتو کې د موافقې متن وروستی شوی


د سولې په اړه د طالبانو د مذاکراتو غړي
د سولې په اړه د طالبانو د مذاکراتو غړي

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر وايي چې له امریکا سره د دې ډلې په مذاکراتو کې د موافقې متن وروستی شوی او نن یې د اجرا د څرنګوالي په اړه خبرې روانې دي.

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر وايي، په نهایي شوي متن کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو موضوع هم شامله ده.

د دغه دفتر ویاند سهیل شاهین د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د دواړو لوريو استازي نن شنبه د موافقې په څرنګوالي بحث کوي، خو په اړه یې زیات جزیات ورنه کړل.

ده وویل: تر ډېره د مسایلو په اړه بحث وشو او کم موارد پاتې دي، د توافقنامې متن چمتو شوی، ځیني ټکي پاتې دي چې نن ورځ ورباندې بحث کوو.

خو ښاغلي شاهین د دواړو لوریو د موافقې په ځانګړي ډول له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه له جزیاتو ورکولو ډډه وکړه.

بل خوا یوه افغان چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډيو ته وویل چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر سر له طالبانو سره د امریکا توافق له نظره لېرې بريښي.

په ورته وخت کې پخوانی طالب چارواکی سید اکبر اغا چې دا مهال په کابل کې اوسېږي، ازادي راډیو ته وویل چې په پنځلسو میاشتو کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل او د طالب زندانیانو ازادول د زلمي خلیلزاد او طالبانو د موافقې برخې جوړه وي.

پخوانی طالب چارواکی سید اکبر اغا
پخوانی طالب چارواکی سید اکبر اغا

دی وایي: زما په اند د هوکړې په متن کې د بهرنیو ځواکونو وتل او همداشان د طالب زندانیانو ازادول راغلي چې باید په درېیو پړاونو کې ازاد شي، نور مسایل لکه اوربند په افغانستان کې د حکومت د ساختار په څرنګوالي بین الافغاني خبرو ته پاتې دي.

که څه هم طالبان له امریکا سره په مذاکراتو کې د پام وړ پرمختګونو خبره کوي، خو دغه ډله اوس هم افغان حکومت لپاره یوه ترورېستي ډله ده.

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دغه ډله اوس هم د هېواد د امنیت لپاره ګواښ ګڼل کېږي او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور اړین دی.

ده زیاته کړه: طالبان د جګړې د ختمېدو لپاره هېڅ ډول ژمنه نه لري او لیدل کېږي هم نه، نن ورځ یې هم په کندز کې پر څو ځایونو حملې کړي، هغه څه چې طالبان یې مطرح کوي، موږ ته د بحث وړ نه دي، ځکه چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو پلان په شرایطو پورې تړاو لري او له دې سره تړاو لري چې افغان حکومت له امریکا سره د ستراتیژیک مشارکت په چوکاټ کې په دې اړه څنګه بحث وکړي.

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي
د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وايي چې له امریکا سره د موافقې له لاسلیک وروسته به بین الافغاني مذاکرات پيل شي.

شاهین زیاتوي چې طالبان به د افغان حکومت له پلاوي سره په بین الافغاني خبرو کې د یو اړخ په توګه لیده کاته وکړي.

امریکا تراوسه له طالبانو سره اته پړاوه مذاکرات کړي او نهم پړاو مذاکرات لس ورځې وړاندې په قطر کې پيل شوي.

XS
SM
MD
LG