د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۷

په دوحه کې د افغانستان د سولې خبرې نن شنبه بیا پیلېږي


ارشیف
ارشیف

په دوحه کې د افغانستان د سولې خبرې نن شنبه د اګست په ۳۱مه بیا پیلېږي.

دا د خبرو نهم دور دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اګست په شلمه په یوه بیان کې وویل چې خلیلزاد دوحې او کابل ته روان شو، څو په افغانستان کې د سولې خبرو ته زمینه برابره کړي.

په دوحه کې د خلیلزاد ملګري پلاوي تېره اوونۍ امریکا غږ راډیو ته وویل چې زلمي خلیلزاد د دې دور په پای کې بیا کابل ته ځي.

د ارګ یوې پټې سرچینې هم ازادي راډیو ته ویلي وو چې خلیلزاد د جمعې په ماښام له ولسمشر محمد اشرف غني سره ګوري.

د وسله والو طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهېل شاهین پرون ازادي راډیو ته وویل چې په دوحه کې د جمعې په ورځ خبرې ځنډېدلې وې.

شاهین وویل چې مذاکرې به نن له سره پیلېږي، خو نور جزیات يې ور نه کړل.

یو شمېر غربي رسنیو مکرراً د معتبرو سرچینو په حواله ویل چې واشنګټن غواړي چې د سپټمبر تر لومړۍ نېټې د سولې توافق نهايي شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د جون په پنځه ویشتمه په کابل کې خبریالانو ته ویلي وو: زه هیله لرم چې موږ به د سپټمبر تر لومړۍ نېټې مخکې د سولې یوه موافقه ولرو، دا زموږ ماموریت دی.

سبا یکشنبه د سپټمبر لومړۍ نېټه ده.

ایا موافقه نهايي شوې ده؟

د دې سوال ځواب یوازې زلمی خلیلزاد، د دوحې دفتر یا د افغانستان جمهوري ریاست ورکولی شي، خو یوه لوري هم رسماً د موافقې د نهايي کېدو خبر نه دی تأیید کړی.

په کابل کې د سیاسي چارو څېړونکي حاجي سید داود بېګا له ازادي راډیو سره په مرکه کې داسې باور څرګند کړ چې ښايي د ولسمشر ټرمپ اداره نور غور ته مجبوره شوې وي.

حاجي سید داود وویل: زه فکر کوم چې هغه غږونه چې په واشنګټن کې له سنا، د استازو له مجلسه، وزارت خارجه او حتی د امریکا پخوانیو جنرالانو امریکا ته داسې نظر پېدا کړ چې که تاسو له افغانستان وځئ او له دې سره سم په افغانستان کې هله ګوله پېښېږي یا ستونزې پېښېږي، ټول مسؤلیت یې امریکا لري، نو امریکا باید خپلو خلکو ته دلته د پېسو د مصرف او د قربانیو یو ځواب پېدا کړي چې په افغانستان کې هم تفاهمنامه وشوه او هم سم-سکی راغی.

وسله والو طالبانو د چهارشنبې په ورځ ویلي وو چې له امریکا سره داسې موافقې ته ډېر نږدې شوي چې پر اساس به یې امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووځي.

خو د پنجشنبې په ورځ د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر وویل چې له طالبانو سره د موافقې په صورت کې به هم یو شمېر امریکايي ځواکونه په افغانستان کې پاتې شي.

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ

امریکا اوس د رپوټونو پر اساس په افغانستان کې څوارلس زره عسکر لري.

ډونالد ټرمپ له فاکس نیوز راډیو سره په مرکه کې وویل چې د خپلو عسکرو شمېر به ۸۶۰۰ ته را کم کړي او د امریکا د استخباراتو د پام وړ شمېر کارکوونکي به هم په افغانستان کې پاتې شي او حضور به یې په افغانستان کې په شرایطو پورې تړلی وي.

د وسله والو طالبانو د سیاسي دفتر یوې سرچینې د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د ولسمشر ټرمپ داسې بیانونه د سولې پر توافق پر روانو خبرو منفي اغېز کولی شي.

دې سرچینې چې د مسئلې د حساسيت له امله یې د خپل هویت د پټ پاتې کېدو په شرط خبرې کولې، ازادي راډیو ته وویل چې په دوحه کې د خبرو هدف په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور پای ته رسول دی، نه دا چې د هغوی شمېر کم شي.

XS
SM
MD
LG