د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۵

خلیل‌زاد: طالبانو سره په اصولو کې پر څلورو مواردو موافقه شوې


د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد له ازادي راډیو سره د یوې ځانګړې مرکې پر مهال. July 31 2019
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد له ازادي راډیو سره د یوې ځانګړې مرکې پر مهال. July 31 2019

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد وایي، له طالبانو سره په اصولو کې یوې موافقې ته رسېدلي او پر څلورو مسایلو یې هوکړه کړې ده.

خو ښاغلي خلیل‌زاد ویلي، دا مسوده به د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ تر تایید وروسته نهایي شي.

ښاغلی خلیل‌زاد طالبانو سره د موافقې په تړاو د افغانستان له ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره د خبرو لپاره په کابل کې دی.

نوموړی به نن سې شنبه «۱۳۹۸ کال د وږې ۱۲» کابل کې له حکومتي مشرانو سره خبرې وکړي، ترڅو د هغه په خبره د شوې موافقې په اړه د دواړو مشرانو تأیید واخلي.

ښاغلي خلیل‌زاد پرون ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې د دوحې مذاکراتو په پایله کې امریکا له طالبانو سره پر څلورو مسایلو هوکړې ته رسېدلې.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:10:55 0:00
مستقیم لېنک

لومړی، د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو څخه باید د ترهګرو او افراطي ډلو له‌خوا امریکا او متحدینو ته‌يې خطر پېښ نه‌شي او که د بین‌الافغاني خبرو په پایله کې طالبان د حکومت برخه وګرځي، نو دا سیاست باید د ټول هېواد په کچه تعقیب شي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی وايي، بله مسئله د سرتېرو کمېدو ده چې په شرایطو پورې تړلې ده، خو لوېدیځو رسنیو د هغه له قوله ویلي، که د امریکا او طالبانو ترمنځ دا توافق نهایي شي، امریکا په ۱۳۵ ورځو کې افغانستان کې له پنځو پوځي اډو ۵۰۰۰ امریکایي سرتېري وباسي.

د بین‌الافغاني خبرو پيل او یو پراخ دایمي اوربند هغه دوه نور مسایل دي چې د ښاغلي خلیل‌زاد په خبره په اصولو کې پرې له طالبانو سره موافقه شوې او اوس د امریکا د ولسمشر په ګډون یو شمېر چارواکي يې په اړه پرېکړه کوي.

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او نورو افغان چارواکو او د خلیل‌زاد په مشرۍ د امریکايي چارواکو ترمنځ لیدنه
د افغان ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او نورو افغان چارواکو او د خلیل‌زاد په مشرۍ د امریکايي چارواکو ترمنځ لیدنه

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي وویل، له ولسمشر غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او د افغانستان له امنیتي چارواکو سره به خپلو خبرو ته دوام ورکړي او د شوې موافقې جزئیات به ورسره شریک کړي، خو ښاغلي خلیل‌زاد وویل، دا وختي ده چې وویل شي دا سلا مشورې به څومره وخت ونیسي.

افغانستان کې هیله دا ده چې له دې هوکړې سره په افغانستان کې تاوتریخوالی کم او تل‌پاتې سولې ته لاره هواره شي.

خو په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ له مذاکراتو سره هم‌مهاله د پلازمېنې کابل په ګډون د افغانستان یو شمېر ولایتونه د خونړیو بریدونو شاهدان وو. طالبانو د تېرې شنبې په ورځ هڅه وکړه کندز ښار ونیسي او د ګاونډي ولایت بغلان پر مرکز پلخمري یې هم بریدونه وکړل، خو امنیتي ځواکونو طالبان په شا وتمبول.

حمله طالبان بالای شهر کندز عقب زده شد
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:03 0:00

کابل ته د ښاغلي خلیل‌زاد له سفر سره هم‌مهاله پرون ماخوستن طالبانو د کابل ښار د نهمې حوزې په مربوطاتو کې موټربم برید وکړ. د کورنیو چارو وزارت چارواکو ازادي راډیو ته ویلي چې په دغه برید کې ۱۶ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۱۹ نور ټپیان دي.

دا چې دا ډول بریدونه له طالبانو سره د سولې پر خبرو اغېز لري کنه؟ ښاغلي خلیل‌زاد وویل، طالبان‌یې د تاوتریخوالي کمولو ته هڅولي، خو د ده په باور تر نهایي توافق پورې، مقابل لوری هڅه کوي داسې وښیي چې د جګړې په ډګر کې برلاسي دی.

هغه وویل: "باید ووایم چې تر اوسه موږ له طالبانو سره د جګړې کمولو یا پای ته رسولو په اړه موافقې ته نه‌یو رسېدلي، خو موږ هیله‌مند یو چې د دې موافقې نهایي کېدل، د روانې جګړې شدت کم کړي نه زیات او بالاخره د یوه پراخ دایمي اوربند پر لور مثبت ګام پورته شي. موږ پر کندز او سرپل د طالبانو د وروستیو بریدونو مخالف وو."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وړاندې هیله ښوولې وه چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې مذاکرات تر سپټمبر وړاندې یوې پایلې ته ورسېږي، خو اوس چې د سپټمبر دوهمه ده لا هم نهایي موافقه نه‌ده ترلاسه شوې.

ښاغلي خلیل‌زاد د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا امکان لري د افغانستان تر ولسمشریزو ټاکنو وړاندې چې په پام کې ده د سپټمبر په ۲۸مه ترسره شي، د طالبانو او امریکا ترمنځ شوی توافق نهایي شي، وویل: "موږ هیله‌مند یو چې دا کار عملي شي. موږ ویلي چې که څه هم په اصولو کې له طالبانو سره مو موافقه نهایي شوې، خو تر هغه چې د امریکا ولسمشر ورسره موافقه نه‌وي کړې، هغه نه‌شي نهایي کېدای."

نوموړي یادونه وکړه چې طالبانو سره د توافق تر نهایي کېدو وروسته به په نږدې راتلونکي کې بین‌الافغاني مذاکرات هم پیل شي.

طالبان چې په ۲۰۰۱ کال کې یې رژیم ړنګ شو، لا هم ځان د افغانستان اسلامي امارت بولي، په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو په شتون کې تل د دغه هېواد له دولت سره هر ډول خبرې رد کړي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ تر توافق وروسته ډېرو لورو دا پوښتنه راپورته کړې چې دا ډله د توافق په مسوده کې په څه نوم یاد شوې، ښاغلي خلیل‌زاد وویل، "طالبان غواړي چې نوم‌یې اسلامي امارت ولیکل شي. که دوی دا غواړي، نو موږ بیا وایو چې موږ دا ډله د طالبانو په نوم پېژنو او د یوه دولت په توګه‌یې په رسمیت نه‌پېژنو."

هغه یادونه وکړه، په کومه ورځ چې له طالبانو سره توافق لاسلیکېږي، نو امریکا په هماغه ورځ د افغانستان له اوسني حکومت سره هم د یوه مشروع حکومت په توګه یوه اعلامیه لاسلیکوي چې امریکا او نړیواله ټولنه‌یې په رسمیت پېژني.

XS
SM
MD
LG