د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۵

په ناروې کې د افغانستان سفارت هم تړل کېږي


په ناروې کې د افغانستان سفارت
په ناروې کې د افغانستان سفارت

په ناروې کې د افغانستان سفارت اعلان کړی چې د سپټمبر په ۱۲مه خپل فعالیت دروي.

دغه سفارت دوشنبه ناوخته په یوه اعلامیه کې ویلي، د ناروې هېواد د طالبانو د حکومت هغه پرېکړه چې په اروپا، کاناډا او اسټرالیا کې یې د سفارتونو او قونسلګریو خدمات بې اعتباره ګڼلي، یوه حقوقي لانجه بللې او ویلي یې دي چې د اجرا وړ ده.

په دې ترتیب د یاد سفارت په خبره، اړ دی چې سفارت وتړي او ودانۍ یې د ناروې د بهرنیو چارو وزارت ته وسپاري.

په اوسلو کې د سفارت ودانۍ د افغانستان ملکیت ده.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د جولای په وروستیو کې پرېکړه وکړه چې په اکثرو اروپايي هېوادونو، کاناډا او اسټرالیا کې د قونسلګریو او سفارتونو له‌خوا صادر شوي اسناد بې اعتباره وګڼي.

د دې پریکړې عمده علتونه د طالبانو د ادعا پر اساس د طالبانو له حکومت سره نه همغږي، د تعامل نشتوالی او فساد بلل شوی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت بیا ویلي چې یواځې په څو محدودو استازولیو لکه چک جمهوریت، بلغاریا، هالند، هسپانیه او مونشن کې خدمات په عادي ډول روان دي او له بهرنیو چارو وزارت سره په همغږي چارې مخته وړي.

تر ناروې یوه ورځ مخکې بریتانیا کې هم افغان سفارت اعلان کړه چې د روانې سپټمبر په ۲۷مه خپل فعالیتونه دروي.

په لندن کې افغان سفیر زلمي رسول په خپله ایکس‌پاڼه ویلي وو چې د بریتانیا د حکومت په غوښتنه دا کار کوي.

په لندن کې افغان سفیر زلمی رسول
په لندن کې افغان سفیر زلمی رسول

اخوا د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت دوشنبه ناوخته ازادي راډیو ته وویل، په لندن کې یې د افغانستان د سفارت د بندولو پرېکړه وروسته له دې وکړه چې طالبانو د دغه سفارت کارکوونکي بې اعتباره وبلل.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر ازادي راډیو ته په یوه پیغام کې زیاته کړه چې د افغانستان د سفارت له بندولو سره سره دوی له خپلو شریکانو سره یوځای د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکوي او ډېرو محتاجو خلکو ته بشري مرستې برابروي.

بریتانیا په لندن کې د افغانستان د سفارت ډیپلوماتانو ته ۹۰ ورځې مهلت ورکړ چې سفارت بند کړي او په خپله یا د پناه غوښتنه وکړي او یا له دې هېواده ووځي.

له جرمني هم د راپورونو په اساس جرمن چارواکو د طالبانو هغه پرېکړه منلې چې په برلین او بن کې د افغانستان د قونسلګریو خدمات بې اعتباره وګرځول شي.

په دې ترتیب اندېښنې موجودې دي چې هلته د افغانستان د سفارت فعالیتونه بند شي او یواځې په مونشن کې چې طالبانو مخکې هم تایید کړې، قونسلي چارې ترسره شي.

څه باندې دوه کاله مخکې د ۲۰۲۲م کال په مارچ کې امریکايي چارواکو په واشنګتن ډي سي کې د افغانستان د سفارت د تړلو پرېکړه وکړه.

په امریکا د افغانستان سفارت چې دا مهال تړل شوی دی.
په امریکا د افغانستان سفارت چې دا مهال تړل شوی دی.

امریکا کې مېشت افغانان د قونسولي چارو لپاره تر دې دمه کاناډا ته تلل.

په بریتانیا او اروپايي هېوادونو کې مېشت لسګونه زره افغانان اندېښمن دي چې د قونسولي چارو په بندېدو یا کمزوري کېدو سره به دوی د اسنادو د ترلاسه کولو یا تمدید په وخت له ګڼو ستونزو سره مخ وي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG