د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۰

افغان سفیران او قونسلان د کوربه هېوادونو په همغږۍ قونسلي خدمتونو پر وړاندې کولو ټینګار کوي


د افغانستان ملي بیرغ
د افغانستان ملي بیرغ

د افغانستان د تېر جمهوري حکومت د سفیرانو او جنرال قونسلانو د همغږۍ شورا وايي، ملي قوانینو او نړیوالو مقرارتو ته په پام په اروپا، امریکا، کاناډا او اسټرالیا کې به د کوربه هېوادونو په همغږۍ خپلو خلکو ته قونسلي خدمتونه جاري ساتي.

د افغانستان د تېر جمهوري حکومت د سفیرانو او جنرال قونسلانو د همغږۍ شورا د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د هغه پرېکړې په اړه چې پر بنسټ په بېلابېلو هېوادونو کې د افغانستان د ۱۴ سیاسي استازولیو قونسلي خدمتونه بې اعتباره اعلان کړي توند غبرګون ښودلی دی.

دغه شورا د یوې اعلامیې په خپور سره چې په جنیوا کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې د افغانستان دایمي استازولۍ پرون ناوخته په خپله ایکسپاڼه خپره کړې، ویلي د پخوا په څېر به ملي قوانینو او نړیوالو مقرراتو ته په پام سره په امریکا، کاناډا، اسټرالیا او اروپا کې د کوربه هېوادونو په همغږۍ خپلو خلکو ته قونسلي خدمات جاري وساتي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ وویل چې په اروپايي هېوادونو، کاناډا او اسټرالیا کې د افغانستان د ۱۴ سیاسي استازولیو او قونسلي خدمتونه د اعتبار وړ نه دي.


د افغانستان یو شمېر قونسلګرۍ وايي، د خدماتو وړاندې کولو ته دوام ورکوي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:43 0:00

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې چې د دوی تر کنترول لاندې باختر دولتي اژانس هم خپره کړې، راغلي چې په هسپانیه، هالنډ، بلغاریا، چک جمهوریت او د جرمني په مونیخ کې به د افغانستان سیاسي استازولۍ په اروپا کې مېشتو افغانانو ته قونسلي خدمات وړاندې کوي، خو په امریکا، کاناډا او اسټرالیا کې یې مېشتو افغانانو ته د خدمتونو د وړاندې کولو په اړه څه نه دي ویلي.

خو په بهر کې د افغانستان د تېر جمهوري حکومت د سفیرانو او جنرال قونسلانو د همغږۍ شورا په اعلامیه کې چې نن خپره شوې د طالبانو دا پرېکړه د دوه اړخیزو نړالو قوانینو څخه ښکاره سرغړونه بللې او ویلي یې دي چې دا عمل په بېلابېلو هیوادونو کې مېشت افغان کډوال له ستونزو سره مخ کوي.

د لندن او فرانسه په ګډون د افغانستان یو شمېر سفارتونه دا جلاجلا اعلامیو په خپرولو سره د طالبانو حکومت دا پرېکړه غندلې او ویلي چې د پخوا په څېر به افغان کډوالو ته قونسلي خدمتونه وړاندې کول جاري ساتي.

خو پوښتنه دا ده چې د طالبانو وروستۍ پرېکړه په بهر کې په افغان کډوال څومره اغېزمن کړي؟

په فرانسه کې مېشت یو افغان کډوال حمزه خان وايي، په اروپا کې زیات شمېر افغان کډوال اوسېږي او د طالبانو د حکومت دغه پرېکړه به یې ستونزې لا پسې زیاتې کړي دي.

هغه وویل: "د طالبانو دا پرېکړه به په اروپا کې د مېشتو افغانانو ستونزې لا پسې ډېرې کړي او له دې وروسته به ان افغانان سفرونه نه شي کولای، زموږ غوښتنه دا ده چې طالبان دې دا پرېکړه یا بدله کړي او یا دې بېرته واخلي او د افغانانو ستونزې دې نورې نه ډېروي."

پخواني افغان ډیپلومات زردشت شمس هم ازادي راډيو ته وویل: "دلته د افغانانو، حقوقي مسایل دي، سوداګریزې ستونزې دي، شخصي موضوعات دي، د تذکرې جوړول، د نورو اسنادو لکه د ماشوم د زېږېدنې کارت جوړول، پاسپورټ، نکاح خط، عدم مسوولیت نور امنیتي موضوعات دي، د ځمکو مسایل دي، دلته چې افغانان زده‌کړو ته راځي یا هم بهرنیان افغانستان ته ځي په دې ټولو موضوعاتو دا پرېکړه اغېز لري."

پخوانی افغان ډیپلومات زردشت شمس
پخوانی افغان ډیپلومات زردشت شمس

پر افغانستان د طالبانو د بیاخلي واکمنۍ له پیل نږدې درې کاله تېرېږي، خو د نړۍ هېڅ هېواد یې حکومت په رسمیت نه‌ دی پېژندلی.

د نړۍ نږدې ټولو هېوادونو په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو د حقونو رعایت، د ټولشموله حکومت جوړول او له ترهګرۍ سره بې‌توپیره مبارزه د طالبانو د رسمیت پېژندنې لپاره د شرایطو په توګه مطرح کړي دي.

خو د طالبانو حکومت بیا ادعا کوي، د رسمیت پېژندنې لپاره یې ټول شرایط پوره کړي دي.

خو له دې ټولو سره سره، د ایران، پاکستان، روسیې، چین او یو شمېر نورو هېوادونو د طالبانو استازي د ډیپلوماټانو په توګه منلي، خو دا یې هم ویلي چې دا کار د دوی د حکومت د رسمیت پېژندنې په معنا نه ‌دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG