د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۳

په يو شمېر هېوادونو کې د طالبانو له لوري د کونسلي خدماتو بې‌اعتباره اعلانولو پرېکړې غبرګونونه پارولي


د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت
د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت

په لوېدیځو هېوادونو کې د ځینو افغان سیاسي استازو د خدمتونو د بدنامولو په اړه د طالبانو پرېکړې غبرګونونه راپارولي دي.

په بريتانيا کې د افغانستان د پرځول شوي جمهوري حکومت سفير زلمی رسول وايي، په لندن کې د افغانستان سفارت به د پخوا په څېر په بريتانيا او ايرلنډ کې خپلو کونسلي او ډيپلوماتيکو فعاليتونو ته دوام ورکړي.

نوموړي دا خبره د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د هغې پرېکړې په غبرګون کې کړې، چې پر اساس یې په بېلابېلو هېوادونو کې د افغانستان د ١٤ سفارتونو کونسلي خدمات بې‌اعتباره اعلان شوي دي.

ښاغلي رسول پرون (سه‌شنبې) په یوه اعلامیه کې چې په خپله ایکس‌پاڼه یا پخواني ټويټر کې یې خپره کړې ده، زیاته کړې چې د افغانانو د حقونو او سرچینو ساتنې ته ژمن دی.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیااحمد پرون (سه‌شنبې) په یوه ویډیويي پیغام کې وویل: "د دې اعلاميې د خپرېدو له نېټې وروسته د لندن، بلجیم برلين، بن، سویس، اتریش، فرانسې، ایټالیا، یونان، پولنډ، سويډن، ناروې، كاناډا او استراليا استازوليو له لوري قونسلي خدمتونه لكه وثايق، تصدیقونه، عدم مسوولیت، پاسپورت، د پاسپورت صدور، د سټیکر تمدید، د ويزې سټيكر او نور د مرکز او اړوندو بنسټونو له لوري د منلو وړ نه‌دي او د بهرنیو چارو وزارت د یادو سندونو په وړاندې هيڅ ډول مسوولیت نه‌لري او نه اجرات پرې ترسره کېږي."

ضيا احمد
ضيا احمد

د افغانستان د پرځول شوي جمهوریت ډیپلوماتان اوس هم په دغو هېوادونو کې د افغانستان استازولي کوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت دغه ادارې تورنې کړي چې د تعامل او همکارۍ په اړه له پرله‌پسې غوښتنو سره سره له بهرنیو چارو وزارت سره همغږي نه‌کوي.

د دې پرېکړې له اعلان وروسته، په بلجیم، اروپايي ټولنې او ناټو کې د افغانستان د لرې کړای شوي جمهوریت سفیر نظیف‌الله سالارزي په یوه پیغام کې چې په ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر کې یې خپور کړی، ویلي چې په بلجیم او نورو هېوادونو کې به د افغانستان استازولۍ د پخوا په څېر افغانانو ته کونسلي خدمات وړاندې کوي.

نظیف‌الله سالارزی
نظیف‌الله سالارزی

په ورته وخت کې د سویس په دوهم ستر ښار جنیوا کې د افغانستان د سفارت د بشري حقونو د څانګې سلاکار او دایمي استازي محب‌الله طیب د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د دې پرېکړې په اړه ازادي راډيو ته وویل. "د افغانستان دايمي ماموريتونه او سفارتونه چې نه‌يې غوښتل په‌دې دريو کلونو کې د طالبانو د رژيم په پياوړي کولو کې مرسته وکړي او په هماغه لور حرکت وکړي، تر هغه وخته پورې چې د کوربه هېوادونو او مهمو نړيوالو سازمانونو لپاره مشروعيت ولري خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي."

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت له‌خوا په اروپايي هېوادونو کې د افغانستان د یو شمېر سیاسي استازولیو د خدماتو د لغوه کولو پرېکړه په‌داسې حال کې شوې چې په تېرو درو کلونو کې هیڅ هېواد د طالبانو په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG