د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۰

ماموندزی: هیله ده هند تر دې وروسته د افغانستان په اړه چلند بدل کړي


په نوې ډیلي کې د افغانستان پخوانی سفیر فرید ماموندزی
په نوې ډیلي کې د افغانستان پخوانی سفیر فرید ماموندزی

په هند کې د افغانستان د تېر جمهوري نظام سفیر، په نوې ډیلي کې د افغانستان د سفارت د بیا پرانیستلو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

په هند کې دوو ډیپلوماتانو پرون په نوې ډیلي کې د افغان سفارت د قونسلي چارو مسوولیت ومانه.

په حیدر اباد کې د افغانستان جنرال قونسل سید محمد ابراهیم‌خېل او په ممبۍ کې د افغانستان جنرال قونسلې ذکیې وردګ پرون په نوې ډیلي کې د سفارت په انګړ کې د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ اوچت کړ.

دوی ویلي چې د حیدراباد او ممبۍ د قونسلي چارو تر څنګ به د سفارت قونسلي چارې هم پرمخ بیايي.

تېره اوونۍ په نوې ډیلي کې د افغانستان پخواني سفیر فرید ماموندزي د دې سفارت د دایمي تړل کېدو خبر ورکړی و.

زموږ همکار له ماموندزي سره مرکه کړې او پیل کې یې پوښتلی چې هند د کومو اهدافو لپاره د افغانستان سفارت د بیاپرانیستلو اقدام وکړ؟

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:05:24 0:00

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG