د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۹

په کاناډا کې امریکا مېشتو افغانانو ته کونسلي خدمات وړاندې کېږي


په واشنګټن کې د افغانستان سفارت
په واشنګټن کې د افغانستان سفارت

په کاناډا کې د افغانستان سفارت پرون چهارشنبه اعلان وکړ، چې امریکا مېشتو افغانانو ته به کونسلي خدمات وړاندې کړي.

په اوټاوا کې د افغانستان سفارت دا اعلان وروسته له دې وکړ چې په واشنګټن کې د افغانستان سفارت او په لاس انجلس او نیویارک کې د افغانستان کونسلګرۍ د مالي ستونزو له کبله بندې شوې.

اټکل کېږي، چې شاوخوا دوه نیم لکه افغانان په امریکا کې اوسي خو د هغوی په منځ کې هغه افغانان چې په وروستیو کې متحدو ایالتونو ته لېږدول شوي او شمېر یې شاوخوا ۷۴ زرو ته رسېږي، ډېر کونسلي خدماتو ته اړتیا لري ځکه چې لا هم په امریکا کې دایمي استوګن شوي نه دي.

په کاناډا کې د افغانستان سفارت په یوه خبرپاڼه کې ويلي، چې د نړیوالو کنوانسینونو او د کاناډا او د امریکا د متحدو ایالتونو له قوانینو سره سم په اوټاوا کې د افغانستان سفارت د امریکا مېشتو افغانانو د کونسلي خدماتو چارې په غاړه اخلي.

په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، چې دا پرېکړه یې د امریکا او کاناډا د حکومتونو په همغږۍ کړې ده.

په امریکا کې د افغانستان دیپلوماتیک مرکزونه د مارچ په ۱۶ مه بند شول او د ودانیو د ساتنې مسوولیت یې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په لاس کې واخیست.

په کاناډا کې د افغانستان سفارت یادونه کړې، چې نه دا سفارت او نه هم په تورنتو او ونکور کې د افغانستان کونسلګرۍ د امریکا په متحدو ایالتونو کې کوم استازی لري نو افغان اتباع باید په مستقیم ډول په اوټاوا، ونکور او یا تورینتو کې د افغانستان له دیپلوماتیکو استازولیو سره تماس ونیسي او کونسلي خدمات، لکه د پاسپورت تمدید او نور یا په حضوري ډ‌ول او یا هم د پوستې له لارې ترلاسه کړي.

XS
SM
MD
LG