د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۳

د امریکا حکومت دغه هېواد کې د افغانستان سفارت او قونسلګرۍ بندې کړې


واشنګټڼ کې د افغانستان سفارت
واشنګټڼ کې د افغانستان سفارت

د امریکا حکومت په واشنګټن، نیویارک او لاس انجلس کې د افغانستان سفارت او قونسلګرۍ بندې کړې، خو په ملګرو ملتونو کې به د افغانستان د دایمي استازي دفتر چې په نیویارک کې دی، لا هم فعاله وي.

په واشنګټن کې افغان ډیپلوماتانو پرون غرمه سفارت د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته وسپاره.

له دې سره نور نه په واشنګټن ډي سي کې افغان سفارت او نه‌یې په نیویارک او لاس انجلس کې قونسلګرۍ افغانانو ته د پاسپورټ د ورکولو په شمول خدمات وړاندې کولای شي.

هارون حکیمي چې پخوا په واشنګټن کې د افغانستان په سفارت کې ډیپلومات و، د افغان سفارت پر بندېدو خواشیني وښوده ویې‌ویل، پخوا هم په واسنګټن کې د افغانستان سفارت تړل شوی و او په امریکا کې د افغانستان په اړه د خبرو واک پاکستان ته په لاس ورغلی و.

ښاغلی حکمیي وايي چې ۱۰۰ کاله پخوا په ۱۹۲۱ م کال د افغانستان د پاچا امان‌الله خان له لوري یو پلاوی امریکا ته لاړ او د امریکا او افغانستان ترمنځ‌یې دوه اړخیزې اړیکې پیل کړې.

په واشنګټن کې د افغانستان سفارت په ۱۹۴۳ م کال پرانیستل شو او په امریکا کې د افغانستان لومړنی سفیر حسین عزیز و.

د ښاغلي حکیمي په وینا دا سفارت ۴۰ کاله وروسته پر افغانستان د شوروي اتحاد په یرغل پسې په ۱۹۸۳ م کال وتړل شو او تر ۲۰۰۲ پورې د افغانستان سفارت بند و.

په امریکا کې اوس شااوخوا ۷ لکه افغانان مېشت دي چې د پام وړ شمېر یې د زوکړې له سنده رانیولې د واده تر نکاح خط پورې قونسلي خدماتو ته اړتیا لري. له همدې کبله په امریکا کې د افغانستان د ډیپلوماتیکو مرکزونو بندېدا به ګڼو افغانانو ته سرخوږی پیدا کړي.

XS
SM
MD
LG