د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۹

امریکا کې د افغانستان د سفارت چارواکي: دا سفارت نه دی تړل شوی


واشنګټن کې د افغانستان سفارت
واشنګټن کې د افغانستان سفارت

که څه هم ځینو رسنیو راپورونه خپاره کړي وو چې د افغانستان سفارت د پنجشنبې په ورځ تړل شوی او د افغان ډپلوماټانو ډپلوماټېکې ویزې لغوه شوي، خو د سفارت چارواکي دغه راپورونه ردوي.

هغه اسنادو کې چې ازادي راډیو ته رسېدلي ښيي چې د مارچ په لومړۍ ورځ به د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او امریکا کې د افغان ډپلوماټانو ترمنځ د افغانستان سفارت د قونسلي چارو د دوام په اړخ یوه ناسته جوړه شي.

وروسته له هغه چې د جنوري په ۱۸مه نېټه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان سفارت ته یوه لیک واستوه او له دې ډپلوماټیکې ادارې یې غوښتنه وکړه چې راتلونکې یوه میاشت کې به سفارت وتړل شي، د افغانستان سفارت، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته د یو درې پاڼه‌ییز لیک په استولو سره خپل ځواب او غوښتنې امریکایي لوري سره شریکې کړي دي.

دې لیک کې د یوې لنډې مقدمې وروسته په لومړي پاراګراف کې، سفارت د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته وړاندیز کړی چې ده یوې دوامدارې حل‌لارې له مخې د افغانستان سفارت د بانکي اکاونټ او پیسو او همدارنګه د قونسلي چارو د نه کنګل کېدو لپاره کار وشي.

د دې لیک نورو برخو کې د افغانستان سفارت د امریکا له بهرنیو چارو وزارت غوښتي چې امریکا که د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره دې، دواړه لوري د یوه داسې حل لارې په موندلو کار وکړي، څو د افغان کډوالو ستونزې د سفارت له تړلو وروسته هم له خنډ او ځنډ سره مخ نه شي.
د دې لیک نورو برخو کې د افغانستان سفارت د امریکا له بهرنیو چارو وزارت غوښتي چې امریکا که د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره دې، دواړه لوري د یوه داسې حل لارې په موندلو کار وکړي، څو د افغان کډوالو ستونزې د سفارت له تړلو وروسته هم له خنډ او ځنډ سره مخ نه شي.

دې لیک کې د امریکا له بهرنیو چارو وزارت څخه غوښتنه شوې چې: "سفارت غوښتنه کوي چې واشنګټن کې د افغان سفارت او همدارنګه لاس انجلس او نیویارک کې د افغانستان د قونسلګریو په بهرني چاپیریال کې د افغانستان د درې رنګه بیرغ رپېدل دې دوام ولري."

د دې لیک نورو برخو کې د افغانستان سفارت د امریکا له بهرنیو چارو وزارت غوښتي چې امریکا که د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره دې، دواړه لوري د یوه داسې حل لارې په موندلو کار وکړي، څو د افغان کډوالو ستونزې د سفارت له تړلو وروسته هم له خنډ او ځنډ سره مخ نه شي.

امریکا کې د افغان سفارت مرستیال عبدالهادي نجرابي ازادي راډیو ته وویل، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هغه لیک کې چې د جنوري په ۱۸مه نېټه افغانستان سفارت ته استول شوی و راغلي چې سفارت تړل کېږي.

خو افغان سفیره عادله راز به د ډپلوماټیکې وېزې سره په خپل ځای وي او ډپلوماټیک مصونیت یې پرځاي وي، خو د امریکا بهرنیو چارو وزارت ته د افغان سفارت د استول شوي لیک له مخې او ښاغلي نجرابي په خبره ښاغلې راز له خپلې دندې استعفا کړې ده.

افغان سفیره عادله راز به د ډپلوماټیکې وېزې سره په خپل ځای وي
افغان سفیره عادله راز به د ډپلوماټیکې وېزې سره په خپل ځای وي

اوس تازه د فبروري په ۱۶مه نېټه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان سفارت د دې لیک په ځواب کې، سفارت ته بل لیک استولی؛ دې لیک کې چې ازادي راډیو په لاس کې ده راغلي چې د افغانستان سفارت ډپلوماټان او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بهرني چارو ماموریت دفتر سرپرست مشر به د مارچ میاشتې په لومړۍ نېټه یوه ناسته ولري، څو د افغان ډپلوماټانو غوښتنې په کې مطرح شي او ورته د حل لارې د موندلو لپاره کار وشي.

ټاکل شوې دې ناسته کې د لاس انجلس او نیویارک د قونسلګریو په شمول، شااوخوا ۲۰ افغان ډپلوماټان ګډون وکړي.

واشنګټن کې د افغانستان سفارت مرستیال عبدالهادي نجرابي دې ناستې ته خوشبینه دی: "امریکایانو موږ ته ویلي، د رامنځته شوي ستونزو او په ځانګړي ډول د مالي ستونزو له کبله به دغه ناسته وشي؛ زه خپله هیله مند یم چې دوی پر خپلې پرېکړې له سره کتنه وکړي."

دې تازه لیک کې د افغانستان سفارت د تړلو د نېټې په تړاو څه نه دي ویل شوي چې سفارت به کله وتړل شي؟

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وویل، تراوسه د دې موضوع په تړاو کوم موقف نه لري.

د بهرنیو چارو وزارت د ستراتژیکو مطالعاتو مرکز مخکینی رییس فرامرز تمنا ازادي راډیو ته وویل: "د امریکا دغه پرېکړه چې غواړي د افغانستان سفارت وتړي، په یو ډول افغانستان کې د نوي سیاسي نظام د ملاتړ په معنی ده او د امریکا او طالبانو اړیکې ورسره غښتلې کېږي، د دې ترڅنګ دا کار باعث کېږي چې نور هېوادونه هم امریکا ځان ته اولګو جوړ کړي او هغوی هم دغه کار وکړي، امریکا لومړی هېواد دی چې د افغانستان سفارت تړي خو وروستی به نه وي."

د بهرنیو چارو وزارت د ستراتژیکو مطالعاتو مرکز مخکینی رییس فرامرز تمنا
د بهرنیو چارو وزارت د ستراتژیکو مطالعاتو مرکز مخکینی رییس فرامرز تمنا

واشنګټن کې د افغان سفارت مرستیال ازادي راډیو ته وویل، افغان سفارت هره میاشت نېږدې یو لک ډالر لګښت درلود.

امریکا کې د افغانستان سفارت اوس مهال نېږدې لس ډپلوماټان لري او د نوومبر میاشتې او له هغه وروسته چې د سفارت بودجه کنګل شوه، د دغه سفارت د سیمه ییزو کار کوونکو قراردادونه هم ختم شوي.

XS
SM
MD
LG