د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۵

نیویارک ټایمز: افغان ډپلوماټان له امریکا د ایستل کېدو خطر سره مخ دي


د امریکې بیرغ
د امریکې بیرغ
  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د پخواني افغان حکومت د استازو او سفیرانو په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.

د دې مقالې په پیل کې لولو چې امریکايي بانکونو د افغان حکومت حسابونه تړلي چې طالبان ورڅخه استفاده و نه کړي چې له دې کبله د ګڼو افغان کارکوونکو معاشونه هم درېدلي دي.

په مقاله کې لولو چې افغان ډیپلوماټان نه یوازي له دې حقیقت سره لاس او ګرېوان دي چې په افغانستان کې طالبان واکمن شوي، په هېواد کې یو بشري بحران رامنځته شوی بلکې دا ستونزه هم ورته ګوري چې معاشونه یې قطع شوي او له امریکا د ایستل کېدو له خطر سره مخامخ دي.

ورځپاڼې د چارواکو له قوله لیکلي چې په واشنګټن کې د افغانستان سفارت او په نیویارک او لاس انجلس کې د افغانستان په کونسلګریو کې د اکټوبر له میاشتې راهیسې ډیپلوماتان پرته له معاشه کار کوي.

د نیویارک ټایمز په دې مقاله کې لولو چې که دوی د پناه غوښتنه یا قانوني سند تر لاسه نکړای شي، ښايي پرته د کار او اوسېدو له جوازه پاته شي.

په ټوله نړۍ کې ډیری افغان ډیپلوماتان د طالبانو له اداره کېدو پرته خپل کار ته دوام ورکوي، ځکه د طالبانو د واک ته د رسیدو شپږ میاشتې کیږي خو هېڅ هېواد دوی په رسمیت نه دي پېژندلي.

د یادولو وړ ده چې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د افغانستان د سفارت ډېری کارکوونکي له دوی سره په تماس کې دي او لا هم د همغږۍ هڅې کوي.

  • انډیپنډنټ

انډیپنډنټ خپرونې د سېف د چېلډرن ادارې نوې سروې ته په اشاره لیکلي چې افغان کورنۍ له لوږې په خپلو کوچنیانو کار کوي.

سېف د چېلډرن ادارې په یوه راپور کې ویلي چې اتلس سلنه کورنۍ په خپلو کوچنیانو کارونه کوي او د دا ډول افغان کوچنیانو شمېر تر یو ملیون زیات اټکل شوی دی.

مقالې د راپور له قوله لیکلي چې د اقتصادي وضعیت له خرابېدو سره کورنۍ په پورونو کې غرقې شوي.

په مقاله کې د لیلا په نوم په بلخ ولایت کې د یوې کورنۍ بې ځایه شوې نجلۍ کیسه راغلې چې پلار یې په جګړو کې وژل شوی.

مخکې تر دې چې سېف د چېلډرن له دې سره مرسته وکړي، د مقالې په وینا دې د خلکو په کورونو کې کار کاوه او د ورځې يې لس ډالره ګټل او د دې کوچنۍ خور اوس هم د خلکو په کورونو کې کار کوي.

د سېف د چېلډرن د رئیس کریس نیاماندي له قوله ویل شوي چې په افغانستان کې مور او پلار ناشونو پرېکړو ته اړ شوي دي لکه: ایا دوی خپل کوچنیان وږي وساتي که یې کار ته ولیږي؟ او د ده په خبره هېڅ څوک باید دا ډول پرېکړې ته اړ نه شي.

د مقالې په پای کې د ښاغلي نیاماندي له قوله لولو چې په بازارونو کې د خوړو کمی نه دی خو خلک پیسې نه لري چې خواړه ورباندي واخلي.

ده ویلي چې د دې وضعیت مخه باید ونیول شي او اوس هم ډېر ناوخته نه دی چې د نور ناورین د مخنیوي لپاره نړیوال لاس په کار شي.

  • 16x9 Image

    ملالۍ بشیر

    ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده.

XS
SM
MD
LG