د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۳

امریکا کې د افغانستان سفارت او قونسلګریو د تړلو په اړه د فارین پالېسي لیکنه


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • فارین پالېسي

فارین پالېسي خپرونې پر هغې لارښوونې تمرکز کړی دی چې په امریکا کې د افغانستان د سفارت او قونسلګریو د تړلو په اړه ده.

د مطلب په دوام کې راغلي، افغان ډیپلوماتانو غوښتل په امریکا کې د افغانستان بیرغ رپانده وساتي، خو ورته بې‌پیسو شول.

د مطلب په دوام کې د افغان چارواکو او په کانګرس کې د باخبره سرچینو په حواله لیکل شوي چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت په واشنګټن کې د افغانستان سفارت او نیویارک او لاس انجلس کې یې د قونسلګریو د تړلو لارښوونه کړې ده.

فارین پالېسي د یوه افغان ډیپلومات په حواله چې نوم‌یې نه‌دی یاد شوی لیکلي، دوی تر وروستۍ شېبې د مأموریت د دوام هڅه کړې، خو د ده په ټکو امریکایي چارواکو ویلي، نور د مخکېنیو ډیپلوماتانو حضور عملي نه‌دی.

د لیکنې په پای کې راغلي، د کب د ۲۵مې نېټې په وروستیو کې به د امریکا بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د سفارت او قونسلګریو ټوله شتمني ضبط او معلومه نه‌ده چې څه وخت به‌یې بېرته ازاده کړي.

  • واشنګټن اګزمېنر

واشنګټن اګزمېنر مجلې د امریکا په هغې وړاندوینې یوه لیکنه خپره کړې چې له افغانستانه‌یې پر دوی د احتمالي ترهګریز برید په اړه کړې ده.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال فرانک مک‌کنزي د سې شنبې په ورځ د سنا پوځي کمېټې ته وویل، د اسلامي دولت یا داعش خراسان څانګه به یو یا یو نیم کال وروسته له افغانستانه د نړیوالو ترهګریزو بریدونو وړتیا پیدا کړي.

تر دې وړاندې د تېر کال په اکټوبر میاشت کې د داعش د ورته بریدونو وړاندوینه د شپږ میاشتې تر یوه کال پورې موده کې شوې وه.

مجلې لیکلي، امریکا بې له دې چې د افغانستان په دننه کې وړتیا لوړه کړي، پر دې اتکا کوي چې له بهره په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد بریدونه پلان کړي.

د مجلې په باور، د کره استخباراتي معلوماتو نشتوالی دا ډول بریدونه سختوي.

جنرال مک‌کنزي بیا ویلي، دا مأموریت به‌یې سخت وي، خو ناممکن نه‌دی.

XS
SM
MD
LG