د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۰

د افغانستان سیاسي استازولۍ د طالبانو له واکمنېدو وروسته د بېساري بلاتکلیفۍ په حالت کې دي


د افغانستان ملي بیرغ
د افغانستان ملي بیرغ

په بهر کې د افغانستان سفارتونه او سیاسي استازولۍ پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د بېساري بلاتکلیفۍ په حالت کې دي.

افغانستان د ملګرو ملتونو له رامنځته کېدو شاوخوا یوکال وروسته د ۱۹۴۶ کال د نومبر په ۱۹مه نېټه د دې سازمان غړیتوب ترلاسه کړ، خو د ۲۰۲۱م کال د اګست په ۱۵مه د طالبانو له واکمنېدو وروسته د نړۍ له هېوادونو سره د افغانستان ډيپلوماتیک اړیکي ناڅاپه وشکېدل.

اوسمهال د ګاونډیو هېوادونو، روسیې او ترکیې په ګډون په ډېرو لږو هېوادونو کې د افغانستان سیاسي استازولۍ د طالبانو په لاس کې دي خو په لوېدیځ او د نړۍ په نورو برخو کې لا هم د پرځېدلي جمهوري نظام او د بېلابېلو ډلو استازي د ډیپلوماتانو په توګه کار کوي.

دې وضعیت نه یوازې د افغانستان ډيپلوماتیک اعتبار له ګواښ سره مخ کړی بلکې هغه افغانان یې هم له ګڼو ستونزو سره لاس ګرېوان کړي چې په بهر کې قونسلي خدماتو ته اړتیا لري.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د زمري په نهمه د لوېدیځ په یو شمېر هېوادونو کې دېره افغان وګړو ته د افغانستان د ډيپلوماتیکو استازولیو قونسلي خدمات بې اعتباره اعلان کړل.

د دې وزارت ویاند حافظ ضیا احمد په یوه بیان کې وویل د طالبانو حکومت په لندن، بلجیم، سویس، اتریش، پولنډ، ایټالیا، فرانسې، برلین، بن، یونان، سویډن، ناروې، کاناډا او اسټرالیا کې د افغانستان د سیاسي استازولیو له خوا ورکړل شوي حقوقي اسناد بې اعتباره اعلان کړي او پر وړاندې یې هېڅ راز مسوولیت نه لري.

په زړه پورې ده چې افغانستان، د جرمني په مونشن ښار او د اروپايي ټولنې په نورو غړو هېوادونو، لکه چک جمهوریت، سلواکیا، ډنمارک، آیرلنډ، هالنډ او یو شمېر نورو هېوادونو کې هم سیاسي استازولۍ لري، خو ظاهراً د طالبانو له حکومت سره په اړیکه کې دي او قونسلي خدمات یې طالبانو ته اعتبار لري.

د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د افغانستان سفارت په دې اړه د آزادۍ راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

په هغو خدماتو کې چې په بهر کې سفارتونه او قونسلګرۍ یې خلکو ته وړاندې کوي، وثیقې، تصدیقونه، د عدم مسوولیت پاڼې، پاسپورټونه، د پاسپورټونو د تمدید سټیکرونه، ویزې او نور اسناد شامل دي.

د تېر جمهوري نظام د سفیرانو او جنرال قونسلانو د همغږۍ شورا د طالبانو د اقدام په ځواب کې وویل چې دوی به ملي قوانینو او نړیوالو مقرراتو ته په پام سره په اروپا، امریکا، کاناډا او اسټرالیا کې له کوربه هېوادونو سره په همغږۍ کې افغانانو ته قونسلي خدمات جاري وساتي.

نصیراحمد فایق په ملګرو ملتونو کې د تېر نظام استازیتوب کوي په داسې حال کې چې دا دولت نورنو عملاً له منځه تللی.

نصیراحمد فایق
نصیراحمد فایق

فایق په دې اړه چې دی د کوم دولت استازیتوب کوي، د آزادۍ راډیو په ځواب کې ولیکل چې له طالبانو سره تعامل او تماس نه لري او استازولي یې نه کوي ځکه چې د ده په وینا، د طالبانو حکومت ملي او نړیوال مشروعیت نه لري. ښاغلی فایق وايي، دی په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د درې رنګه بیرغ، خلکو او په تېرو شلو کلونو کې په جمهوري نظام کې د لاس ته راغلو ډیموکراتیکو ارزښتونو استازولي کوي چې د ده په ټکو اوس مهال د له منځه تلو په حال کې دي.

فایق زیاته کړه چې په افغانستان کې د یوه مشروع نظام تر جوړېدو پورې به دی خپلې دندې ته دوام ورکړي.

پخوانی ډيپلومات او د سیاسي چارو شنونکی غوث جانباز وايي چې اوسمهال د افغانستان د ډيپلوماسۍ دستګاه په څو برخو ویشل شوې ده.

هغه وویل:: "د افغانستان د ډيپلوماسۍ د دستګاه یوه برخه جمهوري اساسي قانون ته او پخواني جمهوریت ته ژمن پاتې شول. یو شمېر نور د ځینو نورو قومي-ګروپي ملحوظاتو پربنسټ له نورو ګروپونو سره یوځای شول چې د مقاومت د جبهې په ګډون مستقیماً له هغو سره یوځای شول او تر قیادت لاندې یې راغلل. بلې ډلې یوه شورا جوړه کړه چې د افغانستان د ډیپلوماتانو یا د سفیرانو شورا ده. زما په نظر د دوی هڅې غیرمنطقي، غیر ملي او خپلسري ګڼل کېدای شي."

طالبانو په ډاګه ویلي دي چې اوسمهال دوی پر افغانستان واکمن دي او په بهر کې د افغانستان سیاسي دفترونه باید دوی ته ورکړل شي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهېل شاهین چې د طالبانو حکومت په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي څوکۍ دمشرۍ لپاره معرفي کړی خو منل شوی نه دی، د پخواني حکومت چارواکي تورنوي چې یوازې د خپلو جیبونو د ډکولو لپاره کار کوي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهېل شاهین
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهېل شاهین

ښاغلي شاهین آزادۍ راډیو ته وویل: "په هغو سفارتونو کې چې لاهم د پخوانۍ ادارې کسان کار کوي خو خپل کاري راپور له مرکز سره نه شریکوي، ترڅو عواید او تصدیق شوي اسناد یې معلوم شي، هغوی یوازې د خپل جیب د ډکولو لپاره کار کوي. له خلکو د خپل مزاج مطابق پیسې اخلي. نو ځکه خارجه وزارت مجبور شو چې د هغوی د اسنادو د تصدیق اعتبار ختم کړي او د بدیل په توګه یې افغانانو ته وویل چې په هغو سفارتونو کې خپل اسناد تصدیق کړي چې له مرکز سره رابطه لري."

شاهین زیاته کړه چې اوسمهال د طالبانو حکومت په ۴۰ هېوادونو کې ډیپلوماتان لري چې هلته منل شوي او له مرکز سره اړیکي لري.

هغه د دې هېوادونو نومونه یاد نه کړل، خو د طالبانو د حکومت له خوا د خپرو شویو اعلامیو له مخې د طالبانو ډیپلوماتان په نژدې ټولو ګاونډیو هېوادونو او ترکیې، روسیې، قطر، متحده عربي اماراتو او ځینو نورو هېوادونو کې فعال دي.

د جمهوري نظام پرمهال افغان ډيپلوماته او د ولسي جرګې غړې شکریه بارکزۍ وايي، په بهر کې د افغانستان سفارتونه په کابل کې د بهرنیوچارو له وزارت سره تماسونه لري، خو نه شي کولای له داسې حکومت څخه پوره تابعیت وکړي چې د دې په وینا مشروعیت نه لري.

هغه وايي: "زموږ ډېری سفارتونو خپل راپور او ګزارش په منظم ډول د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ته وړاندې کړی او رسمي مراوده او مکالمه د دوی ترمنځ وه. البته که طالبان غواړي له دوی څخه پوره تابعیت وشي، خو نه د دوی قانون معلوم دی، نه یې وضعیت معلوم دی، نه د دوی بهرنی سیاست معلوم دی، نه کورنی مشروعیت لري او نه بهرنی مشروعیت لري. نو څنګه یو سفارت کولای شي د داسې خلکو تابع وګرځي چې په خپله هم په خپل تعریف کې پاتې راغلی."

دا چې ولې ملګري ملتونه او لوېدیځ هېوادونه د افغانستان استازولي طالبانو ته نه ورکوي، علت یې د ډېری شنونکو په نظر د مشروعیت ستونزه ده.

د بشري حقونو، په تېره د نجونو او ښځو پر زده کړو، کار او ټولنیز ګډون لګول شوي محدودیتونه هغه مهم لاملونه دي چې د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې پر وړاندې یې خنډونه رامنځته کړي دي.

پخوانی ډيپلومات غوث جانباز په دې باور دی چې د طالبانو حکومت ښايي په نژدې راتلونکي کې هم بریالی نه شي چې په ټوله نړۍ کې د افغانستان په سفارتونو او سیاسي استازولیو کې خپل کسان په دندو وګوماري.

هغه وویل: "فکر نه کوم په راتلونکي کې هم طالبان وکولای شي د ډيپلوماسۍ او د قونسلي چارو ټول دفترونه تر ولکې لاندې راولي. دا شونې نه ده. د نړۍ ډېری هېوادونه له دوی سره په بشپړ تقابل کې دي، په حقوقي، قانوني او رسمي تقابل کې دي، په سیاسي تقابل کې دي، د بشري حقونو د موازینو د نه رعایتولو په خاطر په تقابل کې دي او ځینې نور لوی ستراتیژيک مسایل هم دي."

د بشري حقونو ډلې او فعالان استدلال کوي چې طالبان باید خپل مشروعیت لومړی له خپلو وګړو واخلي او بیا له نړیوالې ټولنې، خو د طالبانو له نظره د ملي مشروعیت ستنې پر ټول هېواد حاکمیت او د امنیت ټینګول دي.

دوی وايي چې د دوی حکومت د نړۍ له ګڼو هېوادونو سره تعامل لري او دا د خپلې واکمنۍ د مشروعیت دلیل بولي، خو د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د پخواني استاد نصرالله ستانکزي په باور دولتونو ته یوازې حاکمیت او امنیت نه بلکې ورسره نور معیارونه مشروعیت ورکوي.

هغه وویل: "یو د دولتونو ترمنځ تعاملات یا اړیکي دي او بل د دولتونو د مشروعیت مسئله ده. د دولت د مشروعیت مسئله په نړیوالو حقوقو کې په دې معنا ده چې دولت برسېره پردې چې پر خپله خاوره حاکمیت لري، پر خپل نفوس حاکمیت لري، ترڅنګ یې په نړیوالو مناسباتو کې باید د نورو دولتونو او نړیوالو سازمانونو له خوا هم په رسمیت وپېژندل شي، چې دې ته موږ د مشروعیت مسئله وایو."

ستانکزی وايي، که طالبان غواړي چې نړیوال مشروعیت ترلاسه کړي نو باید هغه نړیوال موازین چې د یو دولت لپاره لازم دي په پام کې ونیسي.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي پخوانی استاد نصرالله ستانکزی
د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي پخوانی استاد نصرالله ستانکزی

د ستانکزي په ټکو، دولت سربېره پر دې چې باید پر خپل قلمرو او وګړو حاکمیت ولري باید د خلکو د رایې یا ارادې په نتیجه کې جوړ شوی وي، قانون په‌کې حاکم وي، ټولنیز عدالت، قانون جوړونه او باثباته اقتصاد ولري، ټولنیز خدمات وړاندې کړي، په نړیوالو اړیکو کې ځواب ورکوونکی وي او د نورو هېوادونو امنیت او ګټې ونه ګواښي.

دا لومړی ځل نه دی چې افغانستان په ډیپلوماتیک ډګر کې له داسې یوه کړکېچ سره مخامخ کېږي.

د اویایمي میلادي لسیزې په وروستیو کې پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد تر پوځي یرغل وروسته هم د اسلامي هېوادونو په ګډون د نړۍ ګڼو هېوادو د افغانستان د هغه مهال دولت په رسمیت ونه پېژنده ځکه داسې یې انګېرله چې افغانستان تر اشغال لاندې دی.

د مجاهدینو د واکمنۍ په کلونو کې که څه هم په هېواد کې ثبات رانغی او مرکزي حکومت ډېر کمزوری و، له دې سره سره د دوی حکومت د نړۍ ډېری هېوادونو په رسمیت پېژندلی و، خو د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال بیا نن ته ورته یو حالت راغلی و او د طالبانو حکومت یوازې سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او پاکستان په رسمیت پېژندلی و، خو په نورو هېوادونو کې د افغانستان په ډيپلوماتیکو ماموریتونو کې د استاد رباني په مشرۍ د مجاهدینو د پرځېدلي اسلامي جمهوریت ډيپلوماتانو کار کاوه.

نو په دې توګه د افغانستان په معاصر تاریخ کې داسې پېښ شوي چې ځینې هېوادونه افغان دولت په رسمیت ونه پېژني، خو داسې هېڅکله نه دي پېښ شوي چې یو دولت دې د دریو کلونو لپاره نړیوال مشروعیت ونه لري.

د افغانستان د ډيپلوماسۍ د اوسني وضعیت ساری، له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته په نوي نړیوال نظم کې هم لږ لیدل شوی.

د چین د خلکو جمهوریت په ۱۹۴۹ کال کې جوړ شو خو ځینو اروپايي هېوادونو نژدې لس کاله وروسته او متحدوایالتونو نژدې ۳۰ کال وروسته په رسمیت وپېژنده.

په ۱۹۷۱ کال کې دې هېواد د ملګروملتونو غړیتوب ترلاسه کړ.

ښايي نور هېوادونه هم له داسې یوه حالت سره مخامخ شوي وي، خو دا چې د نړۍ ټول هېوادونه یو دولت په رسمیت ونه پېژني او یا د یوه هېواد سفارتونه او سیاسي استازولۍ دې د بېلابېلو تنظیمونو په لاس کې وي، په ندرت سره پېښېدای شي.

XS
SM
MD
LG