خبرونه
طالبانو د نیکاراګوا د نااستوګن سفیر د ګومارلو هرکلی وکړ
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د نیکاراګوا له لوري د افغانستان لپاره د نااستوګن سفیر د ګومارلو هرکلی وکړ.
دغه وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له نیکاراګویا سره د دیپلوماتیکو اړیکو ټینګښت مثبت پرمختګ دی.
تر دې مخکې د نیکاراګووا رسنیو راپور ورکړ چې دغه هېواد د افغانستان لپاره نااستوګن سفیر ګمارلی دی.
مایکل کمبپل (Michael Campbell) چې دا مهال په چین کې د نیکاراګووا سفیر دی، ټاکل شوې له دې وروسته د کابل لپاره هم د دغه هېواد د سفیر په توګه دنده ترسره کړي.
د نیکاراګوا د ولسمشر مرستیالې روزاریو موریلو د افغانستان لپاره د سفیر د ګومارلو خبر تایید کړی دی.
د طالبانو د باندنیو چارو وزارت ویلي چې په پیکینګ کې د افغانستان سفارت ته لارښوونه شوې چې د نیکاراګوا له سفارت سره نژدې کاري اړیکې ولري.
د نیکاراګووا په ګډون تر اوسه د نړۍ یوه هېواد هم د طالبانو سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو د ګوتو په شمېر هېوادونو د طالبانو ډيپلوماتان منلي او د ځینو هېوادونو سفارتونه په کابل کې فعال دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
روسیې پر اوکراین د سلو بې پیلوټه الوتکو په وسیله برید وکړ
روسیې نن پر اوکراین د څه باندې سلو بې پیلوټه الوتکو برید وکړ خو د اوکراین د پوځي چارواکو په وینا دا حمله مرګ ژوبله نه لري.
د اوکراین هوايي ځواک نن (د ډسمبر ۲۲مه) په یوه بیان کې وویل چې روسیې د ۱۰۳ بې پیلوټه الوتکو په وسیله د خرسون، میکولاییف، چیرني هیف، سومي، زاپوریژیا، خارکییف، پولتاوا، ژیتومیر او پلازمېنې کییف سیمې په نښه کړې خو د اوکراین د هوايي مدافعې ځواکونو له دې ډلې ۵۲ ډرونونه ویشتل.
د بیان له مخې په دې بریدونو کې دفترونو او د استوګنې ودانیو ته زیان اوښتی دی، خو د مرګ ژوبلې په اړه یې تراوسه معلومات نه دي ورکړل شوي.
روسیې په وروستیو څو اونیو کې پر اوکراین حملو ته زور ورکړی او د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي پرون وویل، مسکو په تېره یوه اونۍ کې پر اوکراین د ۵۵۰ رهبري شویو بمونو، نژدې ۵۵۰ ډرونونو او ۲۰ توغندیو په وسیله حملې کړې دي.
علي خامنه یي د سوریې خلک د نویو واکمنو پرضد مقاومت ته وهڅول
د ایران لوی مذهبي مشر آیت الله علي خامنه يي وايي چې په سوریه کې د بشار اسد د رژیم پر وړاندې وسله وال پاڅون د امریکا په مرسته بریالی شوی او د سوریې پر خلکو یې غږ کړی چې د نویو واکمنو پرضد مقاومت وکړي.
خامنه یي نن (د مرغومي ۲مه) په خپلو څرګندونو کې وویل چې خلک په تېره ځوانان باید د هغو پرضد ودرېږي چې په سوریه کې یې ناامني پلان او عملي کړه.
د بشاراسد رژیم د ډسمبر په اتمه وروسته له هغه وپرځېد چې د امریکا له خوا د تروریستي ډلې په توګه د نومول شوې هیات تحریر شام او نورو ډلو وسله وال پلازمېنې دمشق ته ننوتل.
په ۲۰۱۱ کال کې چې د سوریې د رژیم پرضد د اعتراضونو له ځپل کېدو وروسته وسله وال پاڅون پیل شو تهران او مسکو د اسد د حکومت منظم ملاتړ کاوه.
آی او ام وايي راتلونکی کال له افغانانو سره د مرستې لپاره ۵۰۰ میلیون ډالرو ته اړتیا لري
د مهاجرت نړیواله اداره IOM وايي چې په ۲۰۲۵ کال کې د افغانانو د ملاتړ لپاره نژدې ۵۰۰ میلیون ډالره بسپنې ته اړتیا لري.
د ملګروملتونو دې اړوندې ادارې نن (د مرغومي ۲مه) د ۲۰۲۵ کال د بودیجې لپاره په خپله غوښتنه کې ویلي دي چې په راروان کال کې ټولټال ۸،۳ میلیارد ډالر بودیجې ته اړتیا لري چې په دې کې ۴۹۹ میلیون او ۸۰۰ زره به له افغانانو سره د مرستو پر چاره ولګول شي.
IOM وايي، د هغو خلکو ترڅنګ چې د سوریې او اوکراین له بحرانونو تښتي ډېر تمرکز به یې له هغو افغانانو سره په مرستو وي چې د منځنۍ آسیا او بالکان د هېوادونو له لارې په مهاجرت لاس پورې کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د کډوالو لپاره د ملګروملتونو د لویې کمیشنرۍ د راپور له مخې څه کم یوولس میلیون افغانان د تېرو څو کلونو جګړو، تشدد او بېوزلۍ له کبله بېلابېلو هېوادونو ته کډوال شوي دي.
د راپورونو له مخې ډېره برخه دا کډوال په ګاونډیو هېوادونو او نوره سیمه کې له ډېرو ستونزو سره لاس ګرېوان دي.
چین د تخار د سرو زرو پر یوه کان ۳۵۰ میلیونه ډالره پانګونه کوي
د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت د تخار ولایت د چایاب ولسوالۍ په یوه کان کې د چین د شاوخوا ۳۵۰ میلیون ډالرو پانګونې خبر ورکوي.
د دې وزارت ویاند همایون افغان له ملي ټلویزیون سره چې طالبان یې اداره کوي، په مرکه کې ویلي دي چې د استخراج د چارو ټول لګښت به چینايي شرکت کوي او د ترلاسه شویو عوایدو ۵۶ سلنه به افغانستان ته ورکوي.
نوموړی زیاتوي چې د چایاب ولسوالۍ په سمتي سیمه کې د سروزرو دا کان لوی دی خو په تړون کې شاوخوا ۱۲ کیلومتر مربع ساحه له مزایدې وروسته د پنځو کلونو لپاره چینايي شرکت او افغان شریکانو ته یې ورکړل شوه.
د ښاغلي افغان په وینا د دې کان د استخراج ټولې چارې به په افغانستان کې دننه کېږي.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند په نورو ولایتونو کې هم بېلابېلو شرکتونو ته د سروزرو د کانونو د استخراج د تړونونو د پلان خبر ورکړ.
د طالبانو پر حکومت له دې کبله چې د ډېرو کانونو تړونونه یې له چین سره کړي انتقادونه په زیاتېدو دي.
منتقدان د دې تړونونو د معیارونو او شفافیت له پلوه اندېښمن دي.
د ترکیې لویدیځ کې امبولانس هلي کاپټر غورځیدلی دی
د ترکیې په لویدیځه موګلا سیمه کې نن ۴ کسان هغه مهال مړه شول چې یو امبولانس هیلیکوپټر د یوه روغتون له ودانۍ سره ولګېد.
د ترکیې د روغتیا وزارت وايي، دا هیلیکوپټر چې دوه تنه پیلوټان، یو ډاکټر او یو روغتیاپال پکې وو، د موګلا له روزنیز او تعلیمي روغتون څخه د پورته کېدو پرمهال د روغتون له ودانۍ سره ولګېد.
د موګلا والي خبریالانو ته وویل چې هیلیکوپټر لومړی د روغتون له څلورم پوړ سره ولګېد او بېا پر ځمکه راپرېوت.
په روغتون او د پېښې په ساحه کې چا ته زیان نه دی اوښتی.
د پېښې د عواملو په اړه تحقیقات پیل شوي دي.
تخار کې د چاودنې مسولیت د طالبانو یوې مخالفې ډلې ومانه
د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار کې د تېر ماښام د چاودنې پړه د آزادۍ جبهې په نوم د طالبانو مخالفې ډلې ومنله.
دې ډلې تېره شپه ناوخته پر خپله ایکس پاڼه په یو بیان کې ادعا کړې چې وسله والو یې د تالقان ښار د لومړۍ حوزې پر قرارګاه د برید پرمهال د طالبانو د ځواکونو سرګروپ ملا انور وژلی او درې نور سرتېري یې ټپیان کړي دي.
له دې مخکې سرچینو آزادۍ راډیو ته ویلي و، چې د تالقان ښار په سرای سنګ سیمه کې پرون ماښام یوه درنه چاودنه شوې ده.
د آزادۍ جبهې د دې ادعا په اړه طالبانو تراوسه څه نه دي ویلي او آزادي راډیو هم په خپلواک ډول دا ادعاوې نه شي تاییدولای.
سره سمندرګي کې د امریکا یوه الوتکه ویشتل شوې
د امریکا پوځ نن یکشنبې وویل چې د سمندري ځواکونو یوه الوتکه د سره سمندرګي د پاسه په تیروتنه په ډزو چې هغه "دوستانه ډزې" بلل شوي، ویشتل شوې خو دواړه پیلوټان یې ژغورل شوي دي.
د اسوشیتید پرس آژانس د راپورله مخې دا پیښه هغه وخت وشوه چې د امریکا پوځ د یمن د حوثي یاغیانو د په نښه کولو لپاره هوایي بریدونه ترسره کول.
خو د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ سینټ کم ندي ویلي چې د دغې پیښې په مهال دغو پیلوټانو چې یویې برسیرن ټپي شوی، څه ډول ماموریت مخ ته وړ.
د پوځ په وینا د USS هیري ایس تورمان کشتۍ له خوا یو رهبري کیدونکی میزایل ویشتل شوی وچې په تیروتنه پر F/A-18 ډوله الوتکه چې له دې کشتۍ څخه پورته شوې وه، لګیدلی.
له دې مخکې سینټ کم د شنبې په ورځ ویلي چې ځواکونو یې په هوایي هدفي بریدونو کې د یمن په پلازمینه صنعا کې د ایران له ملاتړه د برخمنو حوثي یاغیانوترکنټرول لاندې سیمو کې د دې ډلې د قوماندې یومرکز او د میزایلو یو زیرمتون په نښه کړي و.
البانیا غواړي ټیکټاک بند کړي
د البانیا صدراعظم ایدي راما پرون شنبه اعلان وکړ، چې حکومت یې ښايي د ویډیوګانو مشهوره شبکه ټیکټاک د ۲۰۲۵م کال په لومړیو کې په دغه هېواد کې بنده کړي.
په پلازمېنه تیرانیا کې د البانیا له ښوونکو او ارواپوهانو سره د کتنې پر مهال صدراعظم راما ویلي، ټیکټاک داسې دی لکه د سیمې اوباش.
د البانیا صدراعظم ویلي، موږ ټیکټاک د یوه کال لپاره بندوو او داسې پروګرامونه پیلوو، چې له زده کوونکو سره د دوی د تعلیم په وده او میندو او پلرونو سره د خپلو اولادونو د علمي سفر په څارنه کې مرسته وشي.
ټیکټاک د ویډیوګانو د شریکولو هغه شبکه ده، چې خلک په کې لنډې ویډیوګانې اپلوډ او کتلی شي، خو ګڼو هېوادونو ویلي چې دغه شبکه، د دوی د ماشومانو وخت ضایع کوي.
ترکیه: واورې ښویېدو یو تن مړ کړی
د ترکیې په ختیځ کې پرون شنبه د واورې په ښویېدنه/ برفکوچ کې یو کس مړ او ۴ نور ټپیان شول.
د ترکیې روغتیا وزارت پر خپله ایکس پاڼه مړ شوی کس ۱۶ کلن ایمري یزګان یاد کړی دی.
د ارزروم والي مصطفی چیفتچي خبریالانو ته ویلي چې د جودو ملي ټیم ۱۵ غړي پر ځايي وخت سهار لس بجې یوه غره ته ختلي وو، چې اورشیندنه پیل شوه.
په هغو لومړیو کې د دغه ټیم ۵ غړي د واورو له خوا لاندې شول چې یوه تنه یې وروسته په روغتون کې ساه ورکړه او څلور نور په ښه وضعیت کې دي.
غزه کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۴۵زره ۲۲۷ ته ورسېد
د حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت پرون شنبه اعلان وکړ، چې په څه باندې ۱۴ میاشتنۍ جګړه کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۴۵زره ۲۲۷ ته ورسېد.
دغه وزارت ویلي، چې د په دې موده کې د روانې جګړې له کبله ۱۰۷زره ۵۷۳ نور ټپیان شوي دي.
د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه توندلارې ډله حماس یو تروریستي سازمان ګڼي.
په غزه کې دا جګړه وروسته له هغې پیل شوه، چې لومړی د حماس ډلې وسلوالو د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر میاشتې پر اوومه پر اسرائیل ناببره حمله وکړه.
په دې حمله کې ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او شا و خوا ۲۵۰ نور یرغمل کړای شول.