د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۲

راپورونه: جرمني په برلين او بُن کې د افغانستان د سفارت او قونسلګرۍ چارې بې‌اعتباره اعلان کړي


د افغانستان ملي بيرغ
د افغانستان ملي بيرغ

جرمني رسنیو راپور ورکړی چې د د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو هغه پرېکړه منلې، چې له‌مخې یې په برلین او بُن کې د افغانستان د سفارت او قونسلګرۍ چارې بې‌اعتباره وګڼل شي.

د روان میلادي کال د جولاۍ د میاشتې په وروستیو کې د طالبانو د حکومت له هغه اعلان وروسته چې له‌دې وروسته به يوشمېر اروپايي هېوادونو، کاناډا او اسټرالیا کې د افغانستان د سفارتونو له‌خوا صادر شوي سندونه نه مني، دا لومړی ځل دی چې جرمني په‌دې برخه کې د طالبانو غوښتنې ته غاړه ږدي.

جرمنۍ دویچه‌وله رسنۍ پرون پنج‌شنبه د (سپټمبر۵مه) د یوه راپور له‌‌مخې ویلي، د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو هغه پرېکړه منلې چې له‌مخې یې په برلین او بُن کې د افغانستان د سفارت او قونسلګرۍ خدمات بې‌اعتباره وګڼل شي.

یادې رسنۍ ادعا کړې چې د هغه رسمي سند یوه کاپي یې ترلاسه کړې چې له‌مخې یې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت منلې، چې ټول قونسلي خدمات د مونیخ په قونسلګرۍ پورې محدود شي چې دا مهال یاده قونسلي د طالبانو له حکومت سره په همغږۍ چارې مخته وړي.

خو دویچه‌وله دغه شان د یاد مکتوب په حواله ویلي، د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو هغه غوښتنه نه‌ده منلې چې د مونیخ قونسلګري دې په ټولې اروپا کې افغانانو ته قونسلي خدمتونه وړاندې کړي، ځکه په خبره یې د طالبانو دا غوښتنه د ډیپلوماتیکو اړیکو اړوند د ویانا د ۱۹۶۱ کنوانسیون سره په ټکر کې ده.

د دغې الماني رسنۍ د معلوماتو پر بنسټ د جرمني حکومت د یادې موضوع په اړه په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره تخنیکي او فني خبرې اترې هم لرلي دي.

جرمني ولې دا پرېکړه کړې؟

د روان میلادي کال د جولای د میاشتې په وروستیو کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان وکړ، چې له‌دې وروسته يوشمېر اروپايي هېوادونو، کاناډا او اسټرالیا کې د افغانستان د سفارتونو له‌خوا صادر شوي سندونه نه مني.

په اعلامیه کې راغلي وو، یوازې په هالند، اسپانیا، بلغاریا او چک جمهوریت کې د افغانستان د سفارتونو او دغه شان د جرمني د منشن قونسلګرۍ خدمتونه وړاندې کول دوی ته د اعتماد وړ دي.

جرمني کې مېشت افغانان په‌دې اړه څه وايي؟

په جرمني کې مېشت یوشمېر افغانان بیا د یادې موضوع په اړه ویشلي نظرونه لري.

"له شک پرته په برلین او بُن کې د افغانستان د سفارت د چارو بې‌اعتباره کېدل یوه ناهیلې کوونکې موضوع ده او د هغو افغانانو لپاره چې د جرمني په بېلابېلو ښارونو کې اوسیږي ځینې جنجالونه له ځان سره لري
نصيراحمد افغان جرمني کې مېشت افغان کډوال

د جرمني په برلین ښار کې مېشت افغان کډوال عبدالبشیر طاووس وايي، د طالبانو له اعلان وروسته دوی له ستونزو سره مخ وو، خو له سیاسي مسایلو ور اخوا د جرمني حکومت دغه پرېکړه چې د مونشن قونسلي چارې دوی ته د منلو دي، تر یو بریده به د دوی ستونزې راکمې کړي.

هغه په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "دا خو د افغانانو لپاره ډېره لویه خبره ده، ځکه دلته سفارت زموږ هویت دی دلته چې هرڅه کېږي همدغه زموږ د پاسپورټ له‌مخې کېږي او باید د هر افغان پاسپورټ وخت ولري او وخت پرې نه وي اوښتی، دلته ځینې خلک دي چې دایمي ویزې لري خو ځینې هغه باید په هرو ۳کالونو کې خپلې ویزې تمدید کړي، که چېرته مو پر پاسپورټونو وخت اوښتی وي دوی موږ ته ویزې نه راکوي زموږ ډېرې ستونزې د پاسپورټ له‌مخې حل کېږي."

د افغانستان پاسپورټ - تصویر له ارشیفه
د افغانستان پاسپورټ - تصویر له ارشیفه

په جرمني کې یو بل افغان کډوال نصیراحمد انډیال بیا په جرمني کې د افغانستان د سفارت او بُن قونسلګرۍ د چارو د بې‌اعتباره ګڼل کېدو پرېکړې ناهیلی کړی دی.

هغه په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "له شک پرته په برلین او بُن کې د افغانستان د سفارت د چارو بې‌اعتباره کېدل یوه ناهیلې کوونکې موضوع ده او د هغو افغانانو لپاره چې د جرمني په بېلابېلو ښارونو کې اوسیږي ځینې جنجالونه له ځان سره لري، لومړۍ ستونزه دا ده چې افغانان باید له ډېرو لرو ښارو مونیخ ته د چارو د مخته وړلو لپاره لاړ شي، چې په‌دې ترتیب یې پیسې او وخت دواړه ضایع کېږي، په ټوله کې د خدمتونو محدودیت به افغانان له ګڼو ستونزو سره مخ کړي او دا موضوع د اندېښنې وړ ده."

د یادولو ده چې جرمني د تېرې اګست میاشتې په ۳۰مه نېټه ۲۸ افغان کډوال چې د جرمني چارواکو په خبره په بېلابېلو جرمنو کې ښکېل وو افغانستان ته ډیپورټ کړل.

که څه هم تر اوسه په‌دې تړاو له رسنیو سره هیڅ ډول معلومات نه‌دي شریک شوي، چې دغه کسان د کومې هوکړې له‌مخې کابل استول شوي، خو د کډوالو چارو ځینو څارونکو له ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي، ښايي د پردې تر شاه د جرمني او د طالبانو د حکومت ترمنځ په‌دې اړه ځینې هوکړې شوې وي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG