د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۸

افغانستان کې د ترهګریزو ډلو فعالیت په تړاو اندېښنې؛ طالبانو دا اندېښنې ناسمې وبللې


ارشیف: د تحریک طالبان پاکستان وسله‌وال غړي
ارشیف: د تحریک طالبان پاکستان وسله‌وال غړي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، په اسلام‌اباد کې یې د طالبانو لوړپوړی ډیپلومات احضار کړی او هغه ته یې په بنو کې د وروستي برید په تړاو د پاکستان احتجاج وړاندې کړی دی.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي وایي، که یو شمېر هېوادونه او لوېدیځوال دې ته چې ګواکې د افغانستان په خاوره کې تروریستان مرکزونه لري، بشري حقوق او د ښځو حقوق تر پښو لاندې کېږي، جدي اندېښنې لري نو را وړاندې دې شي او په کابل کې دې خپل سفارتونه بېرته پرانېزي څو پر وضعیت له نژدې څارنه وکړي.

نوموړي ويلي: "دا چې دلته د تروریستانو مرکزونه دي، دلته د تنظیمو مرکزونه دي، دلته د نورو دي، دا افغانان یې ولې نه ويني، دا څلوېښت ميلیونه انسانان یې ولې نه ویني، دا دلته موجود سفارتونه یې ولې نه ویني، دا ډیپلوماتان یې ولې نه ویني، دا سیاحان یې ولې نه ویني چې ته یې له لس زره کیلومتره لیرې نه ویني. که له تاسې سره رښتیا د دې هرڅه غم وي، خو بیا راسئ خپل سفارتونه خلاص کړئ، له جرئت نه کار واخلئ، په ډیپلوماتیک ډګر کې راوړاندې شئ، هرڅه له نژدې نه ووینئ، مشاهده یې کړئ."

متقي دغه څرګندونې د بهرنیو چارو په وزارت کې د مرکزي ریاستونو د چارو د ارزونې یوې غونډې ته کړي چې د وینا یوه برخه یې د هغه مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد پرون چهارشنبې په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې خپره کړې.

متقي په‌دې اړه د لوېدیځ قضاوت تر پوښتنې لاندې راوست او زیاته یې کړه، هغه معلومات چې دوی یې د ده په خبره د افغانستان له دښمنانو او د یو شمېر کړیو څخه چې هغه یې مغرضې کړۍ وبللې ترلاسه کوي، هغه د مستندو معلوماتو په نوم خپروي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي

متقي په‌داسې حال کې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالو مرکزونو په اړه ادعاوې بې‌اساسه بولي چې اسلام‌اباد پرون چهارشنبې یوځل بیا د طالبانو له حکومت څخه وغوښتل چې د بنو د برید د بشپړو پلټونو او په‌کې د ښکېلو کسانو پر ضد دې سمدستي، قوي او اغېزناکه اقدامات وکړي او هم دې د افغانستان له خاورې څخه پر پاکستان د دا ډول حملو د تکرار مخه ونیسي.

د بهرنیو چارو وزارت پرون چهارشنبې په یوه بیان کې وویل چې په اسلام‌اباد کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د سفارت مرستیال یې وزارت ته ورغوښتی و او د دغه برید په تړاو یې ورته سخت احتجاج وړاندې کړ.

په بنو کې د پوځ پر یوه مرکز د دوشنبې د ورځې په برید کې چې مسوولیت یې د جیش الفرسان محمد ډلې اخیستی، د پاکستان د پوځ په وینا اته پوځیان وژل شوي دي.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د بیان له‌مخې د حافظ ګل بهادر ډله د دغه برید مسووله بلل شوې او ویل شوي، دا ډله چې په افغانستان کې مېشته ده، د تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌پي ترڅنګ په ګڼو ترهګریزو بریدونو کې لاس لري چې په نتیجه کې په سلګونو ملکي وګړي او د قانون د تنفیذ د ادارو غړي وژل شوي دي.

په‌همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیو میلر هم د سه‌شنبې په ورځ په واشنګټن کې په یوه خبري غونډه کې په پاکستان کې د وروستي برید په تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، د طالبانو له حکومت څخه یې کراتو کراتو غوښتي چې دا مسئله یقني کړي چې ترهګرې ډلې د افغانستان له خاورې د بریدونو لپاره کار وانه‌خلي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیو میلر
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیو میلر

هغه زیاته کړه چې متحده‌ایالات سیمې ته د امنیتي ګواښونو په وړاندې د مبارزې په برخه کې د پاکستان له حکومت او د دې هېواد له خلکو سره ګډې ګټې لري.

دا لومړی ځل نه‌دی چې اسلام‌اباد د طالبانو حکومت د ترهګرو ډلو په ملاتړ تورنوي، بلکې له‌دې مخکې یې هم د دا ډول بریدونو په تړاو په کراتو کراتو پر طالبانو ورته تورونه لګولي، خو د طالبانو حکومت د دغو تورونو د ردولو ترڅنګ ویلي چې پاکستان دې خپلې امنیتي چارې په خپله سمبالې کړي او په‌دې برخه کې د پاتې راتلو ګوته دې نورو ته نه نیسي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG