د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۳

نقوي: د طالبانو حکومت دې د تحریک طالبان پاکستان مشر او نور مشرتابه ژر ونیسي


د عکس چپ لور د تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌پي مشر نور ولي محسود او ښي لور ته د دې ډلې یو بل غړی
د عکس چپ لور د تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌پي مشر نور ولي محسود او ښي لور ته د دې ډلې یو بل غړی

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر له طالبانو غوښتي چې د تحریک طالبان پاکستان یا "ټي‌ټي‌پي" مشر او نوره مشرتابه ژر تر ژره ونیسي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وايي، په افغانستان کې د طالبانو په حکومت غږ کوي چې د "ټي‌ټي‌پي" د مشر نور ولي محسود په شمول د دې ډلې مشرتابه ونیسي او دوی یې ته وسپاري.

نقوي پرون په یوه کنفرانس کې تور ولګاوه چې د "ټي‌ټي‌پي" مشرتابه په افغانستان کې ده او له هغه ځایه پر پاکستان بریدونه پلانوي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي

هغه وايي: "موږ د افغانستان له موقت حکومت غواړو چې بختیار شاه، قاري عبدالله او خان لالا ژر تر ژر ونیسي. په ځانګړې توګه د ټي‌ټي‌پي امیر نور ولي محسود او قومندان عظمت‌الله محسود او څومره هم چې د ټي‌ټي‌پي اصلي مشرتابه هلته دي هغوی ژر ونیسي. موږ افغانستان سره ښې اړیکې غواړو، خو دا په هغه صورت کې ممکن دی چې هغوی هم موږ ته لاس راکړي او پرې‌نه‌ږدي چې له خپلې خاورې یې ترهګر زموږ پر ضد کار واخلي."

د پاکستان حکومت تر دې مخکې څو واره نور هم ادعا کړې چې د تحریک طالبان پاکستان مشران په افغانستان کې دي او هلته یې ملاتړ کېږي.

د تحریک طالبان پاکستان ډلې بیا دا ادعاوې رد کړي او ویلي یې دي چې اړتیا نه لري له نورو سیمو فعالیت وکړي.

د پاکستان پوځ تېر روژه چې مارچ میاشت وه ادعا وکړه چې په یوه برید کې یې د پکتیکا په برمل کې د عبدالله شاه په نوم د ټي ټي پي یو مهم قومندان وژلی دی.

دغه قومندان په سبا په یوه ویډیو کې چې ازادي راډیو یې کره‌والی او رښتیا نه شي تاییدولی، ښکاره شو او ویې ویل چې ژوندی او په جنوبي وزیرستان کې دی.

د تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌پي وسله‌وال غړي
د تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌پي وسله‌وال غړي

د راپورونو له مخې د طالبانو حکومت په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲م کلونو کې څو واره د افغانستان دننه د تحریک طالبان پاکستان او د پاکستان د استازیو ترمنځ د خبرو کوربه توب کړی دی.

دا خبرې د ۲۰۲۲م کال په مې کې په یوه اوربند سلا ته ورسېدې.

په اګست کې د پکتیکا په برمل کې د راپورونو له مخې د "ټي‌ټي‌پي" یو بنسټګر عمر خالد خراساني او دوه نور مشران د سړک غاړې بمي چاودنه کې ووژل شول.

تر دې پېښې وروسته ټي ټي پي په سپټمبر میاشت کې د اوربند د پای ته رسېدو اعلان وکړ.

افغان طالبان سره له دې چې د "ټي‌ټي‌پي" او د پاکستان د حکومت ترمنځ د یوه رابط په حیث ډېر مهم بلل کېږي، خو دا یې رد کړې چې د تحریک طالبان پاکستان وسله‌وال دې له افغان خاورې بریدونه پلان کړي.

د طالبانو حکومت ویلي چې "ټي‌ټي‌پي" د پاکستان کورنۍ ستونزه ده او په کار ده چې د کارونو مسوولیت یې دوی ته راجع نه شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG