د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۴

طالبانو تر بندیزو لاندې یو کس د افغانستان بانک سرپرست ټاکلی؛ راپور: امریکا دا ګمارنه له نږدې څاري


د عکس منځ کې احمداغا چې د امریکا تر بندیزو لاندی دی او تازه طالبانو د افغانستان بانک سرپرست ټاکلی دی.
د عکس منځ کې احمداغا چې د امریکا تر بندیزو لاندی دی او تازه طالبانو د افغانستان بانک سرپرست ټاکلی دی.

د طالبانو حکومت په خپلو وروستیو ګمارنو کې یوځل بیا داسې یو کس د افغانستان بانک ادارې ته غوره کړی چې د امریکا تر بندیزونو لاندې دی.

د طالبانو د حکومت په وروستیو مهمو ګمارنو کې چې دا اوونۍ اعلان شوې، نوراحمد اغا د افغانستان بانک له مرستیالۍ د دغه بانک د سرپرست په توګه ترفیع کړې.

نوموړی چې په افغانستان کې په احمد ضیااغا هم مشهور دی د امریکا د تروریزم ضد بندیزونو لاندې دی.

پر دغو ګومارنو سربېره د افغانستان بانک پخوانی سرپرست ملاهدایت‌الله بدری، چې هم د امریکا او هم د ملګرو ملتونو تر بندیزونو لاندې دی، د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ټاکل شوی دی.

د افغانستان بانک محکینی سرپرست ملاهدایت الله بدري
د افغانستان بانک محکینی سرپرست ملاهدایت الله بدري

رویټرز خبري اژانس په خپل راپور کې لیکي چې امریکا د افغانستان مرکزي بانک کې نوې ګمارنې له نږدې څاري، ځکه چې واک ته د طالبانو د راتګ او د امریکا د وتلو په لومړیو کې واشنګټن د دغه بانک ۷ میلیارده ډالره زېرمې کنګل کړې.

د دې پیسو نیمایي وروسته په سویس کې د امانت صندوق ته انتقال شوې چې د امریکا، سویس او افغان معتمدانو له خوا څارل کېږي.

دغو پیسو ته د افغانستان د مرکزي بانک لپاره د امریکا له‌خوا وړاندیز شوی یو شرط دا دی چې د طالبانو د لوړپوړو غړو پر ځای باید تجربه لرونکي او تکنوکرات کسان د دغه بانک په رهبرۍ کې وګمارل شي، څو دغه اداره له سیاسي لاسوهنو لیرې وساتل شي.

په بروکسل کې د کړکېچ د نړیوالې ډلې جګپوړي شنونکي ګریم سمېت رویټرز خبري اژانس سره په خبرو کې نویو ګمارنو ته په پام ویلي: "داسې ښکاري چې د افغانستان د مرکزي بانک او نړیوال بانکي سیستم ترمنځ کړکېچ به دوام وکړي."

د سیاسي مسایلو کارپوه او د پیسو د نړیوال صندوق پخوانی کارکوونکی ډاکټر طارق فرهادي په دې باور دی چې د مرکزي بانک له نویو ګمارنو سره به خصوصي سکتور نور هم زیانمن شي.

فرهادي وايي: که چېرې د مرکزي بانک په ریاست کې داسې کسان وي چې د امریکا د بندیزونو په لېست کې شامل دي، د نړیوال سویفټ سیستم چې د نړیوالو بانکونو ترمنځ د پیسو په لېږد کې کارول کېږي، نه‌شي کولی د افغانستان مرکزي بانک سره معامله وکړي او په پایله کې دا په افغانستان کې د بانکونو سره معامله نه شي کولی، دوهم دا چې که څوک د افغانستان د مرکزي بانک په راس کې د امریکا تر بندیزونو لاندې وي، واشنګټن نه‌شي کولای چې د افغانستان د مرکزي بانک بهرنۍ پانګې چې اوس سویس کې دي، دغه بانک ته انتقال کړي، ځکه د بانک مشر د هغوی تر بندیزونو لاندې دی."

ډاکتر فرهادي زیاتوي طالبانو په ټینګار سره ویلي چې له خصوصي سکتور څخه ملاتړ کوي، خو د مرکزي بانک د مشر په توګه د داسې یو کس په ټاکلو سره چې تر بندیزونو لاندې دی، په حقیقت کې خصوصي سکتور ته زیان رسوي.

د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان بانک
د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان بانک

د امریکا د خزانې وزارت د افغانستان د مرکزي بانک نوی رییس نور احمد اغا د "نړیوال ترهګر" په توګه له بندیزونو سره مخ کړی دی.

نوموړی د طالبانو د بمباریو د پروژو په تمویل، قوماندانانو ته د پیسو په ویشلو او همدارنګه بهر کې د طالبانو کورنیو ته د پیسو په استولو تورن دی.

په افغانستان کې د طالبانو له نږدې درې کلنې واکمنۍ سره سره تراوسه هېڅ هېواد د دوی واکمني په رسمیت نه ده پېژندلې او د یو شمېر طالب مشرانو نومونه لا هم د نړیوالو بندیزونو په لېست کې دي.

د دوحې په دریمې ناسته کې چې د جون په دېرشمه د ملګرو ملتونو په کوربه توب د طالبانو په ګډون جوړه شوې وه د طالبانو یوه مهمه غوښتنه د دوی په مشرانو د بندیزونو لرې کول وو.

له دې دوه ورځنۍ غونډې وروسته طالبانو هیله څرګنده کړه چې دغه بندیزونه به لیرې شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG