د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۸

امنیت شورا د دوهم ځل لپاره سراج‌الدین حقاني ته د اماراتو د سفر اجازه ورکړې


د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني
د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني

د ملګرو ملتونو امنیت شورا متحده عربي اماراتو ته د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني ته د دوهم ځل لپاره د سفر اجازه ورکړې ده.

په داسې حال کې چې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني لا هم د متحده ایالاتو د ترهګرو په لېست کې دی، تازه د ملګرو ملتونو امنیت شورا نوموړي ته د دوهم ځل لپاره متحده عربي اماراتو ته د سفر لنډ مهاله اجازه ورکړې ده.

امنیت شورا په یو بیان کې چې تېره ورځ یې خپور کړی، ویلي چې حقاني ته د امنیت او پخلاینې په سرمشریزه کې د ګډون به هدف د سفر دا معافیت ورکړل شوی دی.

په بیان کې راغلي چې د سفر دا معافیت د روانې جون میاشتې له ۲۱مې تر ۲۵مې پورې د تطبیق وړ دی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا
د ملګرو ملتونو امنیت شورا

داسې مهال چې تېره ورځ د جون ۲۶مه وه او په بیان کې دا هم نه دي ویل شوي چې دا سفر ترسره شوی او که ترسره کېږي به.

امنیت شورا ویلي، ابوظبۍ ته د حقاني د سفر موخه "د سیمه‌ییز امنیت، ثبات او پخلاینې په اړه په غونډو کې ګډون" دی، خو د طالبانو حکومت او متحده عربي اماراتو تر دې دمه د دغه سفر په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي او په دې اړه د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد هم د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

دا په داسې حال کې ده چې امنیت شورا تر دې مخکې د روانې جون په پنځمه هم سراج‌الدین حقاني په شمول درېیو نورو طالب چارواکو ته سعودي عربستان ته د سفر اجازه ورکړې وه چې نوموړی ترې اوس کابل ته ستون شوی دی.

امریکا تر تعقیب لاندې سره سره سراج‌الدین حقاني ابوظبۍ ته سفر کړی
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:29 0:00

امنیت شورا هغه مهال ویلي چې سراج‌الدین حقاني، د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي کبیر، د طالبانو د استخباراتو عمومي رییس عبدالحق وثیق او د طالبانو د حکومت د حج اوقافو سرپرست وزیر نور محمد ثاقب د حج په مراسمو کې د ګډون لپاره سعودي عربستان ته تللی شي، خو داسې مهال چې سراج‌الدین حقاني او عبدالحق وثیق د دغه سفر د معافیت له اعلان وړاندې متحده عربي اماراتو ته سفر کړی و.

د تېرې غبرګولې میاشتې په ۱۵مه متحده عربي اماراتو ته د سفر پر مهال سراج الدین حقاني د دغه هېواد له امیر او یو شمېر نورو امارتي چاروکو سره هم کتلي وو.

د نوموړي د دغه سفر پر وړاندې متحده ایالاتو غبرګون ښودلی و او د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت له هېوادونو غوښتي وو چې د طالبانو پر وړاندې نړیوال بندیزونه عملي کړي او د امنیت شورا د بندیزونو له کمېټې څخه معافیت تر لاسه کړي.

سراج‌الدین حقاني چې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر دی، په افغانستان کې د تېر جمهوري حکومت پر مهال په یو شمېر خونړیو بریدونو کې چې له امله یې ګڼ افغانان او یو شمېر امریکایان هم وژل شوي د لاس لرلو په تور د امریکا د ترهګرو او تعقیب لېست کې دی او تر لس میلیونه ډالرو انعام پرې ټاکل شوی دی.

د دې ترڅنګ ملګرو ملتونو د ۲۰۰۷م کال د سپټمبر په میاشت کې پر سراج‌الدین حقاني د القاعده شبکې او طالبانو سره د اړیکو او نورو سخت دریځو او ترهګرو ډلو سره د مالي ملاتړ په تور بندیزونه ولګول.

سراج‌الدین حقاني د حقاني په نوم د شبکې مشر پاتې شوی، خو اوسمهال یو شمېر طالب چارواکي د دغه شبکې موجودیت ردوي.

XS
SM
MD
LG