د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۳

په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازی: مسکو پر طالبانو د بندیزونو د لغوه کولو په لټه کې دی


په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازی واسیلي نبنزیا
په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازی واسیلي نبنزیا

په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازي او په جولای میاشت کې د دې سازمان د امنیت شورا دوره‌یي رییس تایید کړه چې مسکو د طالبانو پر وړاندې د بندیزونو د لیرې کولو په لټه کې دی.

واسیلي نبنزیا چې د دوشنبې په ورځ د جولای په لومړۍ نېټه د امنیت شورا د چارو او پلانونو په اړه په یوه خبري ناسته کې معلومات ورکول، دا موضوع یې د هغې پوښتنې په ځواب کې چې روسیه پر طالبانو د بندیزونو لیرې کولو ته څومره نږدې ده، بیان کړه.

هغه په دې واقعیت په ټینګار چې طالبان د افغانستان اوسني چارواکي دي، زیاته یې کړه: "په دې اړه چې موږ پر هغوی د روسیې له لوري د بندیزونو چې لا هم پر وضع دي، له نوملړه د هغوی د نومونو له پاک کولو تر څه حده لیرې یوو، تاسو ته په قطعي توګه څه نه شم ویلی، خو په دې اړه مې ځینې خبرې واورېدې."

سره له دې چې طالبان تل له نړیوالو سره د تعامل غوښتونکي دي، خو په ۲۰۲۱م کال پر افغانستان له بېا واکمنېدو راهیسې تر اوسه د یو هېواد له لوري هم په رسمیت نه دي پېژندل شوي.

روسیې هم د نورو هېوادونو لکه امریکا او اروپایي ټولنې پر طالبانو خپل بندیزونو جاري ساتلي او سره له دې چې په کابل کې د روسیې سفارت فعال دی، خو لا یې هم دوی د "ترهګرو" سازمانونو له نوملړه لیرې کړي نه دي.

په مسکو کې د افغانستان پخوانی ډیپلومات او د سیاسي چارو شنونکی غوث جانباز وایي، داسې نه برېښي چې روسیه دې داسې ژر پر طالبانو بندیزونه ليرې کړي، خو په خبره روسیه هڅه کوي د دې موضوعاتو په مطرح کولو عامه نظرونه او غبرګونونه وګوري او په دې برخه کې لاس په کار شي.

هغه ازادي راډیو ته وویل: "روسیه د نورو هېوادونو په پرتله ډېره له طالبانو په وسیع تعامل کې شامله ده، خو په دې کې هېڅ شک نه شته چې د روسیې فدراسیون به داسې ژر پر طالبانو بندیزونه لیرې کړي تر هغې چې د لویو نړیوالو قدرتونو تر منځ عمومي اجماع نه وي رامنځته شوي."

په قزاقستان کې پخوانی ډیپلومات او د سیاسي چارو بل شنونکي عزیز ارینفر ازادي راډیو ته وویل، سره له دې چې روسیه له نړیوالې ټولنې پرته نه شي کولای طالبانو په رسمیت وپېژني، خو د منځنۍ اسیا هېوادونه او روسیه غواړي چې د امنیت د ټینګښت لپاره له طالبانو سره نږدې اړیکې ولري.

هغع وايي: "روسیه د تروریزم له اړخه له افغانستانه اندېښنه لري او دغه هېواد نه غواړي چې افغانستان خپله د روسیې او یا د منځنۍ اسیا د هېوادونو لپاره د تروریزم په پیدا کوونکي هېواد یا پټنځای بدل شي."

د روسیې انترفاکس خبري اژانس شاوخوا یوه میاشت وړاندې د روسیې د ولسمشر ولاديمیر پوتین په حواله راپور ورکړی و چې ویلي یې وو، له طالبانو سره د اړیکو تامینېدو ته اړتیا ده او روسیه له دوی سره د تعامل په حال کې ده او غواړي چې دا اړیکې یې دوام ومومي.

له دې مخکې د روسیې ټاس خبري اژانس هم راپور ورکړی و چې روسیه د "ترهګرو" سازمانونو له نوملړه د طالبانو د لیرې کولو په هڅه کې ده چې دوی یې دۍ نوملړ ته په ۲۰۰۳م کال کې شامل کړي وو.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG