د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۲

طالبان: د نړیوالو په غوښتنه د ښځو پر زده‌کړو او فعالیتونو بندیزونه او محدودیتونه نه لیرې کوو


د طالبانو د حکومت ویاند او د دوحې په درېیمه ناسته کې د دوی د پلاوي مشر ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند او د دوحې په درېیمه ناسته کې د دوی د پلاوي مشر ذبیح‌الله مجاهد

د طالبانو حکومت وایي، د نړیوالې ټولنې په غوښتنه به د ښځو پر زده‌کړو او نورو فعالیتونو بندیزونه او محدودیتونه لیرې نه کړي.

د طالبانو د حکومت ویاند او د دوحې په درېیمه ناسته کې د دوی د پلاوي مشر ذبیح‌الله مجاهد د چهارشنبې په ورځ د جولای په ۳مه په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل ، د طالبانو حکومت د نجونو د زده‌کړو او د ښځو ستونزې د نړیوالو په غوښتنه نه حلوي.

مجاهد د زده‌کړو مسئله او د ښځو ستونزې کورنۍ موضوع وبلله او ویې ویل، افغانان باید دا درک کړي دوی د نړیوالو په خبره عمل نه کوي.

نوموړي د خبریالانو د هغې پوښتنې په ځواب کې چې د ملګرو ملتونو سازمان مرستیالې روزماري ډيکارلو ویلي، د نجونو د زده‌کړو موضوع د افغانستان کورنۍ موضوع نه ده، زیاته کړه: "د ملګرو ملتونو استازې هغه خبره چې مطرح کړې د دوحې په ناسته کې یاده شوې نه ده، که وروسته یې کومه ناسته لرله، هغه کاملاً هغوی پورې اړه لري، زه بیا هم ټینګار کوم چې د زده‌کړو، ښځو او ځینې نورې ستونزې چې موږ یې افغانستان کې لرو، زموږ کورنۍ موضوع ده او اړتیا ده او موږ دا حس کوو چې دا د افغانستان ستونزه ده نه د نړۍ."

د افغانستان لوېدیځ کې د نجونو یو ښوونځی چې دا مهال له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ تړل شوی دی.
د افغانستان لوېدیځ کې د نجونو یو ښوونځی چې دا مهال له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ تړل شوی دی.

مجاهد وویل، دوی خپله د کورنیو ننګونو د حل په لټه کي دي.

د ملګرو ملتونو سازمان مرستیالې او د دوحې درېیمې ناستې مشرې روزماري ډیکارلو د سه شنبې په ورځ له افغان ښځو او د مدني ټولنې له استازو سره تر ناستې وروسته په یوه خبري غونډه کې وویل چې نړیوالو کنوانسیونونو ته د افغانستان تړونونو ته په کتو، د زده کړو موضوع د افغانستان کورنۍ مسئله نه ده.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو پر افغانستان تر بیا واکمنېدو وروسته، پر ښځو د ګڼو نورو بندیزونو او محدودیتونو تر څنګ له شپږم ټولګیو پورته تر پوهنتونه نجونې له زده‌کړو راګرځولي دي.

له زده‌کړو محرومې ځینې نجونې ادعا کوي چې د طالبانو حکومت د ښځو او نجونو له اساسي حقونو د دوی د حکومت په رسمیت پېژندنې لپاره نړیوالو ته پلمه او وسیله ګرځولې ده.

له دې ډلې دوو نجونو چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نومونه خپاره شي، ازادي راډیو سره خپل نظرونه شریک کړي دي.

له زده‌کړو یوه محروم کړل شوې یوه نجلۍ وايي: طالبان نجونو له زده‌کړو له موضوع ناوړه ګټه پورته کوي.

یوه نجلۍ وايي: "طالبان نجونو له زده‌کړو له موضوع ناوړه ګټه پورته کوي او په یو ډول له نجونو استفاده کوي چې تل د نجونو د زده‌کړو موضوع د مذاکرې پر مېز د دې لپاره وي چې یا موږ په رسمیت وپېژنئ یا هم په بشپړ ډول په افغانستان کې زده‌کړې بندوو."

دغه راز یوه بله نجلۍ وايي: "په اوسني حکومت کې هغه کسان دي چې دوی خپله دا ستونزه جوړه کړې، نو چا چې خپله ستونزه جوړه کړې وي هغوی په دې هڅه کې نه وي چې ستونزه حل کړي، که د دوی لید لوری دا و چې نجونې ښونځيو او پوهنتون ته ولاړې شي او کار وکړي، دوی به اصلاً خنډونه نه جوړولای."

د طالبانو د حکومت ویاند چې د چهارشنبې په ورځ یې د دوحې درېیمې ناستې په اړه معلومات ورکول، دا غونډه یې له لاسته راوړنو ډکه وبلله او زیاته یې کړه چې د دې ناستې په څنډه کې یې د ۲۴ هېوادونو له استازو سره جلا ناستې کړي دي.

مجاهد وویل چې د امریکا له استازو سره یې په افغانستان د دوو امریکایي بندیانو او افغانستان د بندیانو چې په خبره په امریکا او ګوانتنامو زندان کې بندیان دي، بحثونه کړي دي.

هغه وویل چې امریکا باید د خپلو دوو وګړو د ده په خبره په امریکا او ګوانتنامو کې د افغانستان د بندیانو د خوشې کولو لپاره د دوی شرطونه ومني.

مجاهد په افغانستان د دغو امریکایي بندیانو په اړه نور معلومات ورنه کړل او ویې نه ویل چې د ګوانتنامو په زندان کې د افغان بندیانو شمېر څومره دی.

د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي توماس وېسټ په ګډون امریکایي چارواکو له په دې اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو د حکومت ویاند ادعا وکړه چې د دوحې په درېیمه ناسته کې د هېوادونو ګډونوالو استازو له دوی سره د افغانستان د خوصي سکټور اود نشه‌یي توکو له درکه د خلکو د ستونزو د حل په برخه کې ژمنې کړې دي.

د دوحې درېمه ناسته د جون په ۳۰مه پیل او د جولای په لومړۍ نېټه پای ته ورسېده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG