د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۷

دوحې غونډه او د افغانستان په ګډون یو شمېر هېوادونو کې د اعتراضونو پیل


په بدخشان کې د معترضو مېرمننو د اعتراضه غونډې انځور. دوی د دوحې په غونډه کې د ښځو د استازو د نه ګډون په غبرګون اعتراضیه غونډه کړې.
په بدخشان کې د معترضو مېرمننو د اعتراضه غونډې انځور. دوی د دوحې په غونډه کې د ښځو د استازو د نه ګډون په غبرګون اعتراضیه غونډه کړې.

په داسې حال کې چې سبا د جون ۳۰ مه د دوحې درېیمه ناسته جوړېږي، د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې د اعتراضونو لړۍ پیل شوې ده.

اعتراض کوونکي د دې غونډې د تحریم غوښتنه کوي.

د افغانستان په بدخشان ولایت کې یو شمېر ښځو نن شنبه د جون ۲۹مه د دوحې په غونډه کې د ښځو د استازو د نه ګډون په غبرګون اعتراضیه غونډه کړې ده.

د دې اعتراض کوونکو شمېر پنځه تنو ته رسېده، په کوم ښکاره محل کې نه و ترسره شوی.

د بشري حقونو د فعالانو د ټولنې غړی او د ډله‌ییزو اعتراضونو د تنظیموونکو له ډلې فهیم فرواک د دې اعتراضونو د موقعیت په اړه ازادي راډيو ته وویل: "زموږ وطنوالو په فرانسه کې اعتراضونه درلودل، ټاکل شوې د المان په برلین، کلن او اشتوتګارد ښارونو، هالند، تهران، د پاکستان په اسلام‌اباد، واشنګټن، ټورنټو، سویس او د هند په ډیلي کې اعتراضونه ترسره شي."

دا اعتراضونه په افغانستان، ایران او پاکستان ترسره شوي او په نورو هېوادونو کې به نن د جون په ۲۹مه او په یو شمېر هېوادونو کې به سبا د جون په ۳۰مه ترسره شي.

په بدخشان کې د معترضو مېرمنو د نننۍ غونډې یوه څنډه
په بدخشان کې د معترضو مېرمنو د نننۍ غونډې یوه څنډه

د دې ډله‌ییزو اعتراضونو ګډونوال وايي، له دې ناستې څخه د ښځو او مدني ټولنې فعالانو لیرې کول او د طالبانو ګډون د اندېښنې وړ دی او د نړیوالې ټولنې اعتبار له منځه وړي.

د افغانستان د مقتدرو ښځو د غورځنګ بنسټ ایښودونکې او د ډله‌ییزو اعتراضونو یوې تنظیموونکې رخشانې رضايي ازادي راډيو ته وویل: "د دې اعتراضونو موخه دا ده چې د دې ناستې او له اجنډا څخه یې د ښځو حذفول ډېر ظالمانه او بېرحمه کار دی. دا ناسته افغان مېرمنو لپاره ډېره د اندېښنې وړ ده. زه فکر کوم دا ناسته د ملګرو ملتونو د باور کچه په نړۍ کې راټيټوي."

د ښځو د حقونو بېلابېلو غورځنګونو هم د اعلامیو په خپرولو سره د دوحې غونډې پر اجنډا نیوکه کړې او په دې غونډه کې یې د طالبانو ګډون او د ښځو او مدني ټولنې نه ګډون غندلی دی.

خو د ملګرو ملتونو د عمومي منشي وياند سټیفن دوجاریک ويلي چې د دغه سازمان د سرمنشي سياسي مرستياله روزماري ډيکارلو به د افغان ښځو له فعالانو او استازو سره د جولای په دویمه نېټه جلا ناسته وکړي.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد اندېشه د طالبانو په خوښه د دوحې د درېیمې ناستې د اجنډا پر تنظیم او جوړولو نیوکه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد اندېشه
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد اندېشه

نوموړي د "جسټ سیکوریټي" په نوم په یوه انلاین پلتفارم کې په یوې مقاله کې چې د جمعې په ورځ د جون په ۲۸مه خپره شوه، ویلي چې ملګري ملتونو او په دوحه کې استازو، د دوحې له اصلي غونډې څخه د افغان مېرمنو او مدني ټولنې په ایستلو سره د دې غونډې د پروتوکول، اجنډا او ګډون کوونکو په برخه کې د طالبانو شرایطو ته غاړه کېښوده.

نصیر احمد اندېشه ويلي، یوځل بیا د افغانستان ډېری خلک چې طالبان نه دي، په ځانګړې توګه د هېواد دننه او بهر مدني او سیاسي ځوان مخالفان له پامه غورځول شوي چې دا غفلت یوه جدي اندېښنه ده، ځکه چې په خبره یې دا د رښتیني ټولشموله او مؤثره ډیپلوماتیکې پروسې احتمال کمزوری کوي.

د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف، چې ټاکل شوې د دوحې په درېیمه غونډه کې د یاد هېواد په استازیتوب ګډون وکړي بیا هیله ښودلې چې دا غونډه ګټوره وي.

خو نوموړي تاس خبري اژانس ته ویلي، غونډه به هغه مهال ګټوره وي چې د طالبانو او نړیوالې ټولنې ترمنځ د نږدې او رغنده همکارۍ، په لومړي سر کې د افغانستان د اقتصادي او ټولنیزو ستونزو له هواري سره چې افغانان ورسره مخ دي، مرسته وکړي.

د دوحې دوه ورځنۍ ناسته سبا پیلېږي چې دوه ورځې به دوام وکړي.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG