د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۰

د ملګرو ملتونو مرستیاله: د نجونو زده‌کړه د افغانستان کورنۍ مسئله نه ده


ارشیف: د افغانستان لوېدیځ کې د نجونو یو ښوونځي. طالبانو دا مهال په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي دي.
ارشیف: د افغانستان لوېدیځ کې د نجونو یو ښوونځي. طالبانو دا مهال په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي دي.

ملګرو ملتونو ویلي، د نجونو زده‌کړه د افغانستان کورنۍ مسئله نه ده بلکې دا هېواد په دې برخه کې نړیوال مسوولیتونه لري.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله وايي، بشري حقونه په تېره د ښځو حقونه د دوی د بحثونو یوه محوري موضوع جوړوي.

روزماري ډيکارلو د دوحې په ناسته کې د طالبانو د پلاوي د مشر ذبیح‌الله مجاهد د څرګندونو په غبرګون چې د نجونو تعلیم یې د افغانستان داخلي مسئله بللې وه وویل: "آیا دا یواځې یوه داخلي مسئله ده؟ افغانستان یو شمېر نړیوال کنوانسیونونه، معاهدې او تړونونه لاسلیک کړي چې د بشري حقونو او مدني حقونو په اړه متمرکزه دي. هغوی په دغو معاهدو تړلي دي. دا مهمه نه ده چې حکومت بدلېږي، خو هغوی د یوه هېواد په توګه لاسلیک کړی. نو په دې لحاظ دا یواځې یوه داخلي مسئله نه ده او موږ دا واضح هم کړله."

اغلې ډیکارلو له افغان مدني فعالانو سره په دوحه کې تر بحث وروسته په یوه خبري کنفرانس کې غږېدله.

طالبانو د ۲۰۲۱م کال له اګسته په افغانستان کې واک ته تر رسېدو وروسته د افغان نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته ښوونځي تړلي او وروسته یې د پوهنتون دروازې هم د افغان نجونو پر مخ وتړل.

په دې سربېره یې په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کارونو بندیز لګولی دی.

روزماري ډيکارلو وویل، د دوحې د درېیمې ناستې په ټولو اصلي او حاشیوي مجلسونو کې یې د ښځو د کار او تعلیم پر مسئلې او اهمیت ټینګار وکړ.

هغې وویل چې کله د یوې ټولنې نیمايي برخه له کار او فعالیته محرومه وي طبیعي ده چې اقتصاد وروسته پاتې کېږي او هره برخه به نیمګړې وي.

د دوحې درېیمې اصلي ناسته یکشنبه او دوشنبه د طالبانو د پلاوي او د شاوخوا دېرشو هېوادونو د ځانګړو استازیو تر منځ د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب وشوه.

تر دې ناستې وروسته د سه شنبې په ورځ د افغان مدني ټولنې ځينو غړو د ملګرو ملتونو له‌خوا په جوړ شوي مجلس کې ګډون وکړ.

د ملګرو ملتونو مرستیالې روزماري ډيکارلو وویل، شاوخوا اتو تنو مدني فعالانو د افغانستان په استازیتوب د پنځلسو هېوادونو له ځانګړو استازیو سره بحث کې ګډون وکړ.

د ملګرو ملتونو مرستیاله روزماري ډيکارلو
د ملګرو ملتونو مرستیاله روزماري ډيکارلو

هغه وايي: "موږ د افغان مدني ټولنې د غړو ښځو او نارینه‌وو یو شمېر مختلف نظریات واورېدل. هغوی له خپل هېواده موږ او د دوحې درېیمې ناستې ګډونوالو ځانګړو استازیو ته د ښځو او لږکیو د حقونو، د نجونو د تعلیم، رسنیو، تجارت او ګڼو نورو برخو په اړه ډېر مهم معلومات شریک کړل. هغوی د دوحې دریمې ناستې او په ټوله کې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د تعامل په اړه خپل لیدلوری او نظر شریک کړ."

د مدني ټولنې او بشري حقونو یو شمېر فعالانو بیا د دوحې په ناسته کې خپل ګډون رد کړی و چې د ملګرو ملتونو مرستیالې یې په اړه خواشیني وښوده.

هغې بیا ټینګار وکړ چې د اعتبار د رامنځته کولو لپاره مهمه ده چې دا ډول ناستې دوام پیدا کړي.

روزماري ډيکارلو وویل، لا د افغانانو تر منځ د خبرو پړاو نه دی راغلی، خو دمګړی دوی د یوې پروسې په چوکاټ کې په بېلابېلو موضوعاتو بحثونه کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG