د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۰

ملګري ملتونه: په افغانستان کې ۱.۱ میلیونه نجونې له زده‌کړو بې برخې دي


ارشیف: په بدخشان کې د یوه ښوونځي زده کوونکې او ښوونکې. طالبانو دا مهال په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی.
ارشیف: په بدخشان کې د یوه ښوونځي زده کوونکې او ښوونکې. طالبانو دا مهال په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی.

یو شمېر نړیوالو سازمانونو یوځل بیا د افغان نجونو پر مخ د زده‌کړو دروازو د تړلو پاتې کېدو په اړه اندېښنه وښوده.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وايي، دا مهال په افغانستان کې ۱.۱ میلیونه نجونې له زده‌کړو بې برخې دي.

دغه سازمان د چهارشنبې په ورځ د جون په ۲۶مه په دې اړه د خپل راپور په بیا خپرولو سره لیکلي، طالبانو په ۲۰۲۱م کال کې له بیا واکمنېدو وروسته د افغان ښځو ۲۰ کلنې لاسته راوړنې په نښه کړي دي.

په راپور کې راغلي، د افغان ښځو او نجونو د بشپړو حقونو د تامینولو لپاره د اقدام نه کولو پایلې ناورین رامنځته کوي.

ارشیف: په کابل کې له زده کړو یوه محرومه شوې زده کوونکې
ارشیف: په کابل کې له زده کړو یوه محرومه شوې زده کوونکې

په ورته وخت کې، د بشري حقونو د څار سازمان یوځل بیا د چهارشنبې په ورځ د جون په ۲۶مه د "افغان نجونو ته د زده کړې اجازه ورکړئ" شعار سره په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې افغان نجونې او ښځې د خپلو حقونو د سیستماتیک ځپلو بار په اوږو وړي.

په همدې حال کې له زده‌کړو بې برخې نجونې او په دې برخه کې فعالان د طالبانو پر بندیزونو سختې نیوکې کوي او د ښوونځیو د ژر پرانیستلو غوښتنه کوي.

له زده‌کړو بې برخې دوو نجونو بهار او نظیفې ازادي راډيو ته وويل چې د نجونو پر مخ د ښوونځيو تړل د دوی له بنسټيزو حقونو څخه د انکار په مانا ده.

بهار وویل: "افغان نجونې او ښځې د زده‌کړو له حق څخه محرومې دي او دا بې عدالتي نه یواځې دا چې په ټولنه کې د وحشت او نابرابرۍ د رامنځته کېدو لامل ګرځېدلې بلکې زموږ له بنسټيزو او انساني حقونو څخه انکار دی، دا نه یواځې دا چې زموږ د پرمختګ د مخنیوي لامل شوی بلکې د افغان نجونو د ناهیلۍ لامل هم شوی."

نظیفه وايي: دا یوه طبیعي خبره ده چېرې چې علم نه وي هلته تیاره وي، ځکه که مونږ دا اجازه درلوده چې پوهنتون ته لاړې شو کولای مو شول چې وظیفه ولرو.

نظیفې وویل: "مونږ افغان نجونو لکه د نړۍ د نورو نجونو په څېر هیلې درلودې او رسېدو ته يې یوازینۍ لاره زده‌کړې وې چې له بده مرغه دروازې یې زمونږ پر مخ وتړل شوې. دا یوه طبیعي خبره ده چېرې چې علم نه وي هلته تیاره وي، ځکه که مونږ دا اجازه درلوده چې پوهنتون ته لاړې شو کولای مو شول چې وظیفه ولرو. د زده‌کړو د دروازو بندېدل د ښځو پر اقتصادي، سیاسي او کلتوري چارو ډېرې اغېزې کړي."

د زده‌کړو برخې فعال فضل هادي وزین له زده‌کړو څخه محرومیت نه جبرانېدونکی بولي.

هغه وايي: "هومره چې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د نجونو پر مخ تړلي پاتې شي، افغانستان لوی زیان او ضربه ويني چې نه جبرانېدونکي دي."

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه په دې برخه کې له نړیوالې ټولنې د سمدستي اقدام غوښتنه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې له زرو څخه زیاتې ورځې تېرې شوې چې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پر مخ ښوونځي تړل شوي دي.

له نږدې درېیو کلونو په تېرېدو سره طالبانو تل ویلي چې د نجونو لپاره له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو د پرانیستلو لپاره باید د اسلامي شریعت له مخې کړنلاره جوړه کړي او د خپل مشر امر ته په تمه دي، خو له زده‌کړو بې برخې نجونې او فعالان دا یوه پلمه بولي.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG