د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۰

د کونړ ځینې نجونې: د ښوونځیو او پوهنتونونو په بندېدو سره مو هیلې او ارمانونه خاورې شول


ارشیف: په کونړ کې د نجونو د یوه ښوونځي زده‌کوونکې چې دا مهال له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ تړل شوی دی.
ارشیف: په کونړ کې د نجونو د یوه ښوونځي زده‌کوونکې چې دا مهال له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ تړل شوی دی.

په کونړ کې له زده‌کړ محرومې کړای شوې یو شمېر نجونې وايي، هیلې يي درلودې چې له ښوونځیو به فارغې شي، لوړې زده‌کړې وکړي او د ښه ژوند څښتنانې شي، خو د ښوونځیو او پوهنتونونو بندېدو سره یې ټولې هیلې په ناهیلۍ بدلې او د یوه نامعلوم برخلیک سره مخ شوي دي.

په تېرو شاوخوا درېیو کلونو کې له زده‌کړو بې برخې کړای شوې نجونې وایي، که پر مخ يې د ښونځیو او پوهنتونونو دروازې نه وای تړل شوي، ډېری به یې اوس له دولسمو ټولګیو او له پوهنتونونو فارغې شوې وای.

دوی وویل، له پوهنتونونو فارغو شویو به اوس دندې ترلاسه کړې وای او له ښوونځیو فارغې به پوهنتونونو کې پر لوړو زده‌کړو بوختې وای.

د کونړ اوسېدونکې او له بدلون وړاندې د لسم ټولګي زده‌کوونکي اسما ازادي راډیو ته وویل، هيله يې درلوده چې لوړې زده‌کړې وکړي، ډاکتره شي او د خپلو محرومو او مجبورو میندو او خویندو خدمت وکړي، خو پر زده‌کړو لګېدلو بندیزونو يې ټولې هیلې خاورو سره خاورې کړې.

هغه زیاتوي: "دا چې زه په لسم ټولګي کې یم او د نوي حکومت راتګ سره ښوونځي بند شول، ما غوښتل چې له دولسم ټولګي فارغه شم، طب ووایم او ډاکتره شم، خو هغه هیلې او ارمانونو مو خاورو سره خاورې شول او زړونه مو مات شول. اوس په کورونو کې یوو، څه مو چې پخوا زده‌کړي وو هغه هم راڅخه هېر شول."

ارشیف: په کونړ کې د یوه ښوونځي زده کوونکې
ارشیف: په کونړ کې د یوه ښوونځي زده کوونکې

دوی له طالب چارواکو غواړي چې ورته دې د زده‌کړو او تحصیل اسانتیاوې برابرې کړي او په وینا یې، پخوا هم په حجاب کې ښوونځیو او پوهنتونونو ته تللي او بیا به هم ځي، ځکه دوی په اسلامي ټولنه کې پیدا شوي او ژوند کوي.

د دغو نجونو د کورنیو مشران او نور کونړیان هم له اوسني حکومت غواړې چې د نجونو پر زده‌کړو لګېدلي بندیزونه دې پای ته ورسوي.

د دوی په وینا، ټولنه يې ښځينه ډاکترانو، ښوونکو، پولیسو او نورو ښځینه کارکوونکو ته اړتیا لرې.

د کونړ اوسېدونکی جمعه ګل وايي: موږ غواړو چې له شپږم د ټولو ټولګیو نجونو زده‌کوونکو او د پوهنتون ښځینه محصلینو ته د تعلیم او تحصیل اجازه ورکړل شي.

د دې ولایت یوه اوسېدونکي حاجي جمعه ګل وویل: "چې ښځینه ډاکتره، ښوونکي او په ټولو بخشونو کې ښځینه کارکوونکي ونه لرو نو زموږ ژوند بیا هم پرمختګ نه شي کولی، همداسې وروسته به پاتې یوو. موږ غواړو چې له شپږم د ټولو ټولګیو نجونو زده‌کوونکو او د پوهنتون ښځینه محصلینو ته د تعلیم او تحصیل اجازه ورکړل شي."

که څه هم چې له شپږم ټولګي څخه د پورته ټولګیو پر ښځينه زده‌کوونکو د ښوونځیو دروازو له تړل کېدو ۱۰۰۰ ورځې پوره شوي، خو لا هم یادې نجونې په‌دې تمه د ژوند شپې ورځې تېروې چې یوه ورځ به پرې غږ وشي چې ښوونځيو او پوهنتونونو ته لاړې شي، زده‌کړې وکړي او د ژوند له اسانتیاوو بې برخو خویندو او میندوته خدمت وکړي.

خو لا هم د طالبانو د سرپرست حکومت هغه طرحه او پلان نه دی چمتو شوی چې د کوم د جوړولو په اړه يې په وار وار افغانانو او نړیوالو سره ژمنې کړي او په بشپړېدو سره به يې نجونو ته د زده‌کړو او تحصیل اجازه ورکړل شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG