د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۶

دوحه کې د ملګرو ملتونو چارواکو سره د ځینو افغان ښځو جلا غونډه؛ ځینې افغان مېرمنې یې بې اغېزې بولي


د ملګرو ملتونو د عمومي سرمنشي مرستیالې روزماري ډيکارلو
د ملګرو ملتونو د عمومي سرمنشي مرستیالې روزماري ډيکارلو

په دوحه کې نن د ملګرو ملتونو د چارواکو او یو شمېر افغان ښځو او مدني ټولنو له استازو سره حاشیوي غونډه پیل شوه.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې روزماري ډيکارلو او د یوناما مشرې روزا اوتنبایووا په ګډون له ځینو افغان ښځو، بشري حقونو مدافعانو او مدني ټولنې له استازو سره د دوحې د درېیمې ناستې له اصلي غونډې وروسته یوه حاشیوي ناسته پیل شوه.

د ناستې له ځایه د یو شمېر رسنیو په خپرو شویو ویډوګانو کې ښکاري چې په دې ناسته کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې روزماري ډیکارلو، په افغانستان کې د یوناما مشرې روزا اوتنبایووا، د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړیو استازو توماس وېسټ، او رینا امیري او د افغان ښځو له ډلې زهره بهمن او زهره صبا برخه اخیستې ده.

خو ملګرو ملتونو په دې ناسته کې د ټولو ګډون کوونکو د نومونو په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

د دوحې درېیمې ناستې په اصلي غونډو کې د طالبانو د پلاوي ګډون او د مدني ټولنې او ښځو د حقونو فعالانو ته نه بلنه له ګڼو نیوکو سره مخ شوه.

حبیبه سرابي، زبیده اکبر او نبیله مصلح هغه درې ښځینه فعالانې دي چې د دوحې په نننۍ ناسته کې یې د ګډون لپاره د یوناما بلنې رد کړي.

حبیبه سرابي
حبیبه سرابي

دغو ښځو د بلنې د رد لامل د دوحې په درېیمه ناسته کې د ښځو او مدني ټولنو د استازو نه ګډون ښودلې ده.

د دغو ښځو دې پرېکړې په اړه د ملګرو ملتونو د سر منشي مرستیالې روز ماري ډيکارلو هم اندېښنه ښودلې ده.

زبیده اکبر، چې په نننۍ ناسته کې یې د یوناما بلنلیک رد کړی، ازادي راډیو ته یې وویل چې په دې ناسته کې په نه ګډون خوښه ده، ځکه په خبره په هغو ناستو کې چې د افغان ښځو د وضعیت په اړه پرېکړه نه شي کولای بې پایلې دي.

مېرمن اکبر وویل: "زه فکر کوم په هغو ناستو کې چې د ښځو حضور په کې معناداره نه وي، یا د اجنډا په جوړولو او د پرېکړو په کولو کې رول نه لري، ناستې کول د افغانستان په ځانګړې توګه د افغان ښځو پر وضعیت څه اغېز نه لري او بې پایلې به وي."

خو مېرمن ډیکارلو پرون یکشنبه په یو خبري کنفرانس کې ډاډ ورکړ چې په تېرو دوو ورځو کې یې له طالبانو سره په ښکاره د ښځو د حقونو په اړه خبرې اترې کړي دي.

نوموړې د نننۍ ناسته په اړه ویلي چې د ګډون کوونکو ښځو اندېښنې او غوښتنې به واورېدل شي.

بلخوا په افغانستان دننه او بهر یو شمېر افغان ښځې د نننۍ ناستې په بېلابېل نظرونه لري.

د تېر جمهوري حکومت د ولسي جرګې غړې ارین یون، چې د دوحې په دویمه ناسته کې یې ګډون کړی و، او اوس په افغانستان کې ده، وایي چې نننۍ حاشیوي ناسته کې ګډون کوونکې ښځې د افغانستان دننه د ښځو استازیتوب نه شي کولای او دا ډول ناستې سمبولیکه بڼه لري.

د تېر جمهوري حکومت د ولسي جرګې غړې ارین یون
د تېر جمهوري حکومت د ولسي جرګې غړې ارین یون

مېرمن یون وویل: "په دې ډول ناستو کې باید هغه ښځې راوستل شي چې په افغانستان کې اوسېږي، له خپلې ټولنې خبرې وي چې د افغانستان اصلي حقایق بیان کړي، بل دا چې پر طالبانو چې پر نجونو یې ښوونځي بند کړي یا ښځو ته د کار اجازه نه ورکوي، پر دوی دې هم مثبت فشارونه راولي چې د ښځو حقونو ته غاړه کېږدي."

د تېر جمهوري حکومت د ولسي جرګې غړې او د ښځو حقونو فعالې انارکلي هنریار هم ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو او د نورو هېوادونو د استازو د نه ګډون له امله یوازې او جلا ښځو او مدني ټولنې استازو سره ناستې اصلي ارزښت له لاسه ورکړی.

د تېر جمهوري حکومت د ولسي جرګې غړې او د ښځو حقونو فعاله انارکلي هنریار
د تېر جمهوري حکومت د ولسي جرګې غړې او د ښځو حقونو فعاله انارکلي هنریار

مېرمن هنریار وايي: "اوس ډېره مهمه اجنډا د ښځو او بشري حقونو مسئله ده، که نن هره پرېکړه یو اړخیزه له طالبانو سره کېږي، دا د راتلونکې په ګټه نه ده، سمه ده چې دوحې غونډه یوه پروسه ده او دا دوام لري، خو باید دې پروسې تهداب سم او ټولګډونه وای. دا نن ناسته چې یوازې د ملګرو ملتونو چارواکې او یو محدود شمېر ښځې په کې ګډون کوي او د هېوادونو استازي په کې نه‌شته، نیمګړې او هغه اصلي ارزښت یې له لاسه ورکړی دی."

دا په داسې حال کې ده چې له افغان مېرمنو سره د دوحې له ناستې وروسته د دغه حاشیوي غونډې په اړه لا له وړاندې انتقادونه موجود وو او د مېرمنو د حقونو ګڼو فعالانو نیوکه کړې وه چې پایله به یې چندان ښه نه وي.

دوی د دوحې په د درېیمې غونډې په اصلي ناسته کې د ګډون غوښتنه کوله چې د دوی په خبره د طالبانو په خوښه ملګرو ملتونو بلنه نه وه ورکړې.

د یادونې ده چې په دوحه کې د ملګرو ملتونو له لوري ملګري ملتونه له ځینو افغان ښځو او مدني ټولنې ځینو استازو سره په داسې حال کې غونډه کوي چې لا هم په افغانستان دننه د طالبانو له لوري پر ښځو او نجونو بندیزونه او محدودیتونه په خپل ځای پاتې دي او ورځ بلې ته په دې برخه کې د دوی د حکومت د مشر د فرمانونو شمېر زیاتېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG