خبرونه
مجاهد وايي، د افغانستان لپاره ځانګړي استازي ته اړتیا نه شته
د دوحې په درېیمه ناسته کې د طالبانو د پلاوي مشر ذبیح الله مجاهد ویلي، په افغانستان کې د ملګروملتونو د ځانګړي استازي د ګومارلو اړتیا نه شته.
مجاهد چې د ناستې په پای کې بېګا شپه خبریالانو ته غږېده وویل اوس چې د ده په خبره افغانستان کې سوله او ثبات دی د ځانګړي استازي ګمارنې ته اړتیا نشته ځکه یوناما د ملګرو ملتونو په استازیتوب موجوده ده.
د دوحې دریمه ناسته د دوو ورځو لپاره د طالبانو د پلاوي، ملګرو ملتونو او د افغانستان لپاره د بیلابیلو هېوادونو د ځانګړو استازیو تر منځ ترسره شوه.
تر دې ناستې وروسته نن په دوحه کې د افغانستان د مدني ټولنې او د بشري حقونو د مدافعینو، ملګرو ملتونو او د هېوادونو د ځانګړو استازیو یوه ناسته هم پلان شوې ده.
ځینو فعالانو په دې ناسته کې خپل ګډون رد کړی او انتقاد یې کړی چې افغان ښځې او مدني فعالان ولې د ملګرو ملتونو له خوا د دوحې اصلي ناستې ته نه وو بلل شوي.
یوه ډله بیا په ټوله کې له طالبانو سره د ملګرو ملتونو په کوربه توب د دوحې په دریمې ناستې نیوکه کړې ده.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د امریکا د خزانې وزارت د انتخاباتو په تړاو پر ایراني او روسي ادارو بندیزونه ولګول
د امریکا د خزانې وزارت د دې هېواد د ولسمشرۍ د انتخاباتو پرمهال د ناسمو معلوماتو د خپرولو په تړاو له روسیې او ایران سره پر تړلو دوو ادارو بندیزونه ولګول.
د خزانې وزارت چارواکو دا بندیزونه بیګا اعلان کړل او ویې ویل چې دې دوو ادارو هڅه کوله د انتخاباتو په درشل کې د امریکايي وګړو ترمنځ بې اتفاقي راولي.
د تروریزم او مالي استخباراتو په چارو کې د خزانې وزارت مرستیال په یوه بیان کې وویل چې د روسیې او ایران دولتونو د امریکا د انتخاباتو بهیر په نښه کړ او غوښتل یې د امریکایانو ترمنځ نفاق واچوي.
د امریکا استخباراتي ادارو پر دې دوو هېوادو تور لګولی چې د جعلي ویډیوګانو، خبرونو او پر ټولنیزو شبکو د مطالبو په خپرولو سره یې غوښتل د انتخاباتو اعتبار زیانمن کړي.
ایټالیا ته نژدې د یوې کشتۍ د ډوبېدو په پېښه کې نژدې شل تنه کډوال لادرکه شوي دي
شاوخوا شل کسان پرون وروسته له هغه تري تم شول چې د غیرقانوني کډوالو لېږدوونکې یوه کشتۍ په مدیترانې سمندرګي کې ډوبه شوه.
ایټالوي چارواکي وايي چې لامپېډوسا Lampedusa ټاپو ته نژدې د یوې کشتۍ له ډوبېدو وروسته اوه تنه چې د مصر، سوریې او سودان وګړي دي، وژغورل شول خو د دوی په وینا د پاتې کسانو د ژغورنې احتمال ډېر لږ دی.
اکثر غیرقانوني کډوال د مدیترانې سمندرګي له لارې ځانونه د ایټالیا لامپیډوسا ټاپو ته رسوي. دا کشتۍ د راپورونو له مخې له لیبیا څخه د اروپا پر لور روانه شوې وه.
افغانستان سبا- پنجشنبې د زیمبابوې پر وړاندې د کرکټ دوهمه ټسټ لوبه کوي
ټاکل شوې چې د افغانستان او زیمبابوې ملي لوبډلې سبا (د مرغومي ۱۳مه) په دوهمه ټسټ لوبه کې سره مخامخ شي. دا لوبه د کابل په وخت د غرمې په دولس نیمو بجو پیلېږي. دا پنځه ورځنۍ لوبه به د دوشنبې ترورځې دوام وکړي.
د زیمبابوې په کوربه توب د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ لومړۍ ټسټ لوبه چې تېره دوشنبې پای ته ورسېده مساوي شوه خو له دې مخکې د دریو یوورځینو او دریو شل اووریزو لوبو لړۍ افغانستان وګټلې.
د زیمبابوې له لوبلړۍ وروسته د افغان لوبډلې راتلونکې سیالۍ به د آسیا د اتلولۍ په جام یا چمپین ټرافي کې وي. په دې لړۍ کې به د افغانستان لومړۍ لوبه د نوي ۲۰۲۵ کال د فبروري په ۲۱مه له جنوبي افریقا، دوهمه لوبه به یې د فبروري په ۲۶مه له انګلینډ او دریمه لوبه به یې د فبروري په ۲۹ له اسټرالیا سره وي.
په جینوا کې افغان ډيپلومات، له موسسو د جواز اخیستل یو بل شاتګ دی
په جینوا کې د افغانستان سفارت او دایمي استازولۍ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د کمشنر وولکر تورک د هغه دریځ ستاینه کړې چې ویلې یې دي، طالبان دې په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار لګول شوی بندیز لغو کړي.
په جینوا کې د افغانستان د پخواني جمهوري دولت استازي نصیر احمد اندیشه پرون سه شنبه په یوه بیان کې ویلي، که طالبان د ښځو د استخدام له کبله د نادولتي موسسو جوازونه لغو کړي، دا به د ده په ټکو د شاتګ یو بل ګام وي.
وولکر تورک د سه شنبې په ورځ په یوه وینا کې وویل، د طالبانو هغه اعلان ډېر اندېښمن کړی دی چې وايي که نادولتي موسسې ښځې په کار وګوماري نو د فعالیت جواز به یې لغو کړي.
د راپورونو له مخې په کندهار کې د کابینې له وروستۍ غونډې وروسته د طالبانو د اقتصاد وزارت په یوه مکتوب کې د ملګروملتونو په ګډون کورنیو او بهرنیو نادولتي موسسو ته خبرداری ورکړی چې د ښځو د ګومارلو په صورت کې به یې په افغانستان کې د فعالیت جواز لغو شي.
طالبانو څه باندې دوه کاله مخکې په کورنیو او نړیوالو دولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه.
د لومړي ځل لپاره د جنوبي کوریا برحاله ولسمشر توقیفیږي
په جنوبي کوریا کې یوې محکمې د حکومت د لنډمهاله پوځي کېدو له کبله د استیضاح شوي ولسمشر یون سوک یول د توقیف حکم تایید کړی دی.
د جرمني خبري اژانس د راپور له مخې، له دې اقدام سره به لومړی ځل وي چې د جنوبي کوریا یو ولسمشر د خپلې واکمنۍ پر مهال توقیفیږي.
تر اوسه د یول د توقیفولو کره وخت مشخص شوی نه دی.
تر دې وړاندې د جنوبي کوریا د دفاع وزیر له ولسمشر سره د حکومت په پوځي کېدو کې د همکارۍ له کبله نیول شوی دی.
د جنوبي کوریا ولسمشر په دې وروستیو کې پوځي حکومت اعلان کړ، خو د پارلمان تر اعتراض او د خلکو له اندیښنو وروسته یې بیرته لغو او له خلکو یې بښنه وغوښته.
تر دې اقدام وروسته پارلمان هغه استیضاح کړ او تور یې پرې ولګوه چې له جنایي څیړنو د ځان او کورنۍ د خلاصون په هدف یې پوځي حکومت اعلان کړی و.
ایراني سیاستوال له امریکا سره مخامخ خبرې غواړي
د اقتصادي پراختیا په برخه کې د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان استازی وایي، د ایران حکومت له امریکا سره د " مخامخ خبرو" هوکړې ته رسیدلی او باید د امریکا له منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره خبرې وکړي.
د ازادې اروپا/ازادۍ راډیو د ایراني څانګې راډیو فردا د راپور له مخې علي عبدالعلي زاده د سه شنبې په ورځ ( د مرغومي په ۱۱مه) ویلي، ایران یوه نوي بهرني سیاست ته اړتیا لري.
هغه ویلي، نه شي کولای چې د خپل هېواد مسلې معلقې وساتي او په خبره یې باید خبرې وکړي او له خپلو ملي ګټو دفاع وکړي.
له امریکا سره د مخامخ خبرو په اړه د ایران د یوه لوړپوړي چارواکي دا ډول څرګندونې کم سارې دي.
تر دې وړاندې د ایران ستر مشر علي خامنه یي څو ځله له امریکا سره د مخامخ خبرو مخالفت کړی دی.
ایراني چارواکي دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې ټاکل شوې درې اونۍ وروسته ډونالډ ټرمپ بیا سپینې ماڼۍ ته ولاړ شي.
ټرمپ د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې د ایران او د نړۍ د قدرتونو ترمنځ له اټومي تړونه ووت او پر ایران یې بیرته بندیزونه ولګول.
۲۰۲۴ ښځینه خبریالانو ته د اطلاعاتو راټولولو ستونزې
د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان ( AJSO) وایي، ۲۰۲۴ کال کې ښځینه خبریالانې تر ډېره اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې له ستونزو سره مخامخې وې.
دغه سازمان د ۲۰۲۴ کال په راپور کې چې پرون د دسمبر په ۳۱مه یې خپور کړ ویلي، د افغانستان د اوسنیو حاکمانو امنیتي ادارې، په ځانګړې توګه د ریاست الوزرا دفتر نجونو خبریالانو ته اطلاعات نه ورکوي.
دوی ویلي چې برعکس دغه ادارې بیا خپلواکو تحلیل کوونکو او روغتیایي کارکوونکو ته یو څه په اسانه معلومات ورکوي.
د راپور د موندنو له مخې ښځینه خبریالانو جنسیتي تبعیض او د حقایقو له خپریدو ویره دوی ته د اطلاعاتو نه ورکولو عمده دلایل یاد کړي دي.
د دغه سازمان په راپور کې راغلي چې ښځینه خبریالانو ورته ویلي، دوی د قانوني تضمینونو له نشتوالي سره مخامخ دي او د یوه نه ځواب ویونکي حکومت په وړاندې د خوندیتوب ډاډ نه لري.
تر دې وړاندې د افغانستان د خبریالانو مرکز د دسمبر په ۲۶مه ویلي و چې ۲۰۲۴ کال کې وړم کال ته په کتو دغه هېواد کې د رسنیو او خبریالانو د ځپنې پيښې ۸ فیصده زیاتې وې.
د ځپنې په دې پيښو کې د طالبانو د فشارونو له کبله د ۱۸ رسنیو د فعالیت بندېدا او د لسګونه خبریالانو توقیف ته اشاره شوې ده.
په دې وروستیو کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي هم تایید کړه چې رسنۍ او د نظر خاوندان کله نا کله د خپلو څرګندونو له کبله تعقیبېږي.
په اته ویشتو ولایتونو کې د واورې او باران وړاندوینه
د افغانستان د هواپېژندنې ادارې په ۲۸ ولایتونو کې د واورو د ورېدو اټکل کړی دی.
د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت د هواپېژندنې ادارې پرون سه شنبه په یوه بیان کې وویل، له ننګرهار، لغمان، نورستان، کاپیسا، کونړ او تخار پرته د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د درنو واورو او بارانونو د ورېدو او د سېلابونو د راوتلو امکان شته.
بیان زیاتوي چې په بېلابېلو سیمو کې به د واورې کچه د ۱۰ او ۵۰ سانتي مترو او د باران کچه د ۱۵ او ۴۰ میلي مترو ترمنځ وي.
داسې مهال چې په افغانستان کې د ژمي موسم پیل شوی ډېری خلک په بازارونو کې د سونګ د موادو د بیو له لوړوالي، شکایت کوي او وايي چې د بېوزلۍ له کبله یې نه شي پېرلای.
د کډوالو لپاره د ملګروملتونو لویې کمیشنرۍ د ژمي له پیلېدو مخکې ویلي و، چې سږنی سخت ژمی ښايي د افغانستان د میلیونونه خلکو ژوند وګواښي.
اوکراین وايي، په لومړي ځل یې په هوا کې د روسیې یو هدف ویشتی
اوکراین نن ادعا وکړه چې په لومړي ځل یې د یوه سمندري ډرون په وسیله د روسیې یو پوځي هدف په هوا کې ویشتلی دی.
د اوکراین د پوځي استخباراتو ادارې GUR نن (د ډسمبر ۳۱مه) پر خپل ټلګرام چینل په یوه بیان کې وویل چې په دافع هوا سمبالې د دې هېواد بې ماڼو کشتۍ یا سمندري ډرون د کریمیا په لویدیځو سواحلو کې د روسیې یو مي اته ډوله هیلیکوټپر راغورځولی دی.
بیان زیاتوي چې د اوکراین سمندري ډرون د روسیې یو بل هیلیکوپټر هم وویشت خو دې هیلیکوپټر ځان د روسیې یوې هوايي اډې ته ورساوه. GUR له دې بیان سره یوه ویډیو هم خپره کړې ده، خو آزادي راډیو په خپلواک ډول د دې ویډیو رښتینولي نه شي تاییدولای.
دا ادعا داسې مهال کېږي چې د اوکراین او روسیې ترمنځ جګړو زور اخیستی دی.
د نوي م کال جشنونه له نیوزیلنډه پیل شوي
د نیوزیلنډ اوکلنډ، لومړی لوی ښار شو چې نن یې ۲۰۲۵ کال ته هرکلی ووایه.
په دې ښار کې زرګونه کسانو په سیمه ایز وخت د شپې د دولسو بجو له نژدې کېدو سره د ثانیو چپه ګڼل پیل کړل او د کال له بدلون سره سم یې د اورلوبو په بدرګه د خوښۍ نارې پیل کړې.
له نیوزیلند څخه د دوو ساعتونو په توپیر په اسټرالیا کې نوی کال پیلېږي. هرکال له یو میلیون ډېر خلک په سیدني کې راټولېږي او د دودیزې اورلوبې ننداره کوي.
نن د ۲۰۲۴ میلادي کال په وروستۍ ورځ په نیویارک، لندن، پاریس او د نړۍ په ډېرو نورو ښارونو کې هم خلک د نوي کال د رارسېدو په ویاړ جشنونو ته تیاري نیسي خو په ۲۰۲۴ کال کې د منځني ختیځ او اوکراین جګړو سږکال د دې جشن پر مراسمو سیوری غوړولی دی.