د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۱۲

د یو شمېر ښځینه ښوونکو ادعا: طالبانو زمونږ معاشونه تر کمولو وروسته اوس ځنډ‌ولي هم دي

ارشیف: په کابل کې زرغونې عالې لېسه چې دا مهال له شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ تړل شوې ده.
ارشیف: په کابل کې زرغونې عالې لېسه چې دا مهال له شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ تړل شوې ده.

یو شمېر ښځینه ښوونکې ادعا کوي چې د طالبانو حکومت سره له دې چې د دوی معاشونه کم کړي، ځنډولي يې هم دي.

د پلازمېنې کابل د يو شمېر ښوونځيو ښځینه ښوونکې ادعا کوي چې د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت د دوى معاشونه ځنډولي دي.

دوی ازادی راډیو ته وویل چې د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت سره له دې چې د دوی معاشونه ۵۰۰۰ افغانیو ته راټيټ کړي، د دوی میاشتني معاشونه يې هم ځنډولي دي.

د کابل د یوه ښوونځي سرمعلمه وايي: ټولې اندېښمنې يوو، ښوونځي ته ښوونکې له ډېرو لرې ځايونو راځي، ځينې کونډې دي، د نور ټول لګښتونه ورلغاړې دي.

د کابل د یوه دولتي ښوونځي یوې سر معلمې یا سر ښوونکې، چې د موضوع د حساسيت له امله يې نه غوښتل نوم يې په راپور کې ياد شي، ازادي راډيو ته يې وويل: "اوس زموږ معاشونه ۵۰۰۰ افغانۍ شوي او دې مياشت کې يې هغه هم رانه کړې، وايي چې د اسد مياشت کې ټولې يوځای راکوي، وايي چې معاشونه مو ځنډېدلي دي، ټولې اندېښمنې يوو، ښوونځي ته ښوونکې له ډېرو لرې ځايونو راځي، ځينې کونډې دي، د نور ټول لګښتونه ورلغاړې دي."

د کابل ښار د يوه بل ښوونځي يوې ښوونکې، چې نه يې غوښتل نوم يې په راپور کې واخیستل شي هم د ورته ستونزې يادونه کوي.

نوموړې ازادي راډيو ته وویل: "زه کابل ښار يو ښوونځي کې ښوونکې یم. موږ ته خبر راکړل شو چې د دې میاشتې معاش نه راکوي، اقتصادي ستونزې لرو، د کور کرایه لرو، حيران يو څه وکړو؟"

دوی د طالبانو له حکومته غواړي چې د دوی معاشونه پر وخت ورکړي.

په همدې حال کې ځینو سیمه‌ییزو رسنیو د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت ته اړوند یو لیک خپور کړی چې له مخې یې د دغه وزارت د ښځینه کارکوونکو معاشونه ځنډېدلي دي.

د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان د پوهنې وزارت
د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان د پوهنې وزارت

په دغه ليک کې چې د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت تر اوسه نه رد او نه منلى، ليکل شوي چې د طالبانو د مشر د فرمان له مخې چې د دولتي ادارو د ښځینه کارکوونکو معاشونه يې ۵زره افغانۍ ټاکلى، ورسره د دې وزارت د ښځینه کارکوونکو د معاشونو د ورکړې د سیستم جوړول يو څه وخت ته اړتيا لري.

په دغه لیک کې راغلي چې د طالبانو د حکومت د پوهنې سرپرست وزیر حبیب‌الله اغا د بودیجې د کمېټې د وړاندیز پر بنسټ د دغه وزارت د ښځینه کارکوونکو معاشونه ځنډولي دي.

د دې ستونزې او د دې ليک د جزیياتو په اړه د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت وياند منصور احمد حمزه وپوښتل شو، خو نوموړي د راپور تر خپرېدو پورې پوښتنو ته ځواب ورنه کړ.

دا اندېښنې وروسته له هغې چې د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده د يو فرمان په صادرولو سره د دولتي ادارو د ښځینه کارکوونکو معاش چې په تېر حکومت کې یې کار کاوه، ۵زره افغانۍ وټاکه، راپورته شوي دي.

دغه فرمان نړیوالې نیوکې هم له ځان سره درلودې او سربېره د کابل د یو شمېر روغتونونو په ګډون د دولتي ادارو د ځینو ښځینه کارکوونکو له اعتراضونو او اعتصابونو سره هم مخ شو.

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده ته منسوب عکس
د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده ته منسوب عکس

د طالبانو حکومت چې ادعا کوي د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو او نجونو ټول حقونه خوندي کړي، خو په افغانستان کې يې د ښځو او نجونو پر تعلیم، تحصیل، کار او نورو ټولنیزو، سیاسي او کلتوري فعالیتونو سخت بندیزونه او محدودیتونه وضع کړي دي.

This item is part of

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG