د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۰

یونېسف: نږدې ۴۰ سلنه افغان ماشومان له سختو روحي، رواني ناروغیو او خپګان سره مخ دي


ارشیف: په کابل کې د یوه ښوونځي زده‌کوونکې پر زده‌کړو د بندیز له کبله اوښکې تویوي.
ارشیف: په کابل کې د یوه ښوونځي زده‌کوونکې پر زده‌کړو د بندیز له کبله اوښکې تویوي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق یا یونېسف وايي، نږدې ۴۰ سلنه افغان ماشومان له سختو روحي، رواني ناروغیو، ننګونو او خپګان سره مخ دي.

دغې ادارې د "غېږې، خوښۍ او روغتیا" په نوم په خپل یو تازه راپور کې چې نن دوشنبه د جولای په اتمه یې خپور کړی، ویلي چې له ۲۴ سلنه زیات ماشومان چې عمرونه یې له ۵ تر ۱۷ کلونو دي اندېښنې تجربه کوي چې په ټکو یې دا کچه له نړیوال اوسط لس ځلې لوړه ده او ۱۵ سلنه نور بیا خپګان تجربه کوي.

یونېسف په خپل دې راپور کې په افغانستان کې د بې‌وزلۍ لوړه کچه، جګړې، د کورنیو بې‌ځایه کېدل او کډوالي، طبیعي پېښې، د ناچاودو توکو ګواښونه او د کړکېچ پر مهال پر کورنیو او ماشومانو د زیانونو فشارونه هغه لاملونه بللي چې افغان ماشومان یې له شدیدو روحي او رواني ناروغیو سره مخ کړي دي.

دغې اداره وړاندې زیاته کړې چې د نجونو پر زده‌کړو د طالبانو بندیزونو راتلونکي ته د نجونو ماشومانو هیلې محدودې کړې او لومړنیو روغتیایي خدمتونو ته یې د دوی لاسرسی لا ستونزمن کړى دی.

ارشیف: د افغانستان لوېدیځ کې د نجونو یو ښوونځي چې دا مهال له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ تړل شوی دی.
ارشیف: د افغانستان لوېدیځ کې د نجونو یو ښوونځي چې دا مهال له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ تړل شوی دی.

داسې مهال، چې یونېسف له شپږم ټولګیو پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیزونه د دې ستونزو بل لامل ګڼي، تازه د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت هغه راپورونه رد کړي چې ګواکي د نجونو یو شمېر ښوونځي بېرته پرانیستل شوي دي.

دغه وزارت د دوشنبې په ورځ د جولای په اتمه پر خپل ایکسپاڼه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دوی د رسنیو هغه راپورونه ردوي چې ګني د پوهنې وزارت په هېواد کې د نجونو ۴۷ بابه هغو ښوونځیو ته تر شپږم ټولګي پورته د فعالیت اجازه ورکړې چې د یاد وزارت معیارونه یې پوره کړي دي.

د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان د پوهنې وزارت
د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان د پوهنې وزارت

په تېرو څو ورځو کې پر خواله رسنیو اوازه وه چې دا شمېر ښوونځي بېرته پرانیستل شوي دي.

په ورته وخت کې د افغان ماشومانو ځینې کورنۍ وایي، روان اقتصادي وضعیت او پر لوڼو یې د طالبانو دې بندیزونو اولادونه یې له سختو رواني فشارونو سره مخ کړي چې دوی یې په اړه خورا اندېښمن دي.

د کابل ښار دوو اوسېدونکو محمد طاهر او اسلام‌الدین څرګند، چې د اتو او نهو ماشومانو پلرونه دي، په دې اړه یې ازادي راډیو سره خپل نظرونه شریک کړي دي.

د کابل اوسېدونکی محمد طاهر وايي: شپږ لوڼې مې دي چې دوه یې وړې وې او د ۹ او ۷ ټولګي زده‌کوونکې او اول نمره‌ګانې وې، اوس چې په کور ناستې دي ډېرې اندېښمنې دي او وایي چې پلاره زموږ برخلیک به څنګه کېږي؟

محمد طاهر وویل: "ما همدا اوس هم خپل یو زوی روغتون ته راوړی چې د همدې تشویشونو له امله ناروغ دی، دا ماشومان چې له موږ څه غواړي او موږ یې ورته نه شو برابرولی، له همدې ډول ستونزو سره مخ شوي. بل شپږ لوڼې مې دي چې دوه یې وړې وې او د ۹ او ۷ ټولګي زده‌کوونکې او اول نمره‌ګانې وې، اوس چې په کور ناستې دي ډېرې اندېښمنې دي او وایي چې پلاره زموږ برخلیک به څنګه کېږي؟"

اسلام‌الدین څرګند وویل: "کوچني ماشومان په اسانه روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی نه لري او ځینې نور چې لوړ عمر لري، دوی له هغې ورځې چې له شپږم ټولګیو پورته له ښوونځیو راګرځول شوي، ځینې مدرسو یا خیاطیو ته ځي، خو ځینې لا هم د ښوونځیو د دروازو د پرانیستلو په تمه دي چې بلاخره ډېری یې په رواني تکلیفونو اخته شوي دي، هیله‌من یو چې دا ستونزې ژر حل شي."

یونېسف وایي، روان ۲۰۲۴م کال کې به په ټول افغانستان کې ۳.۶ میلیونه ماشومانو او د هغوی پالونکو ته رواني، روغتیایي خدمتونه او روزن ځایونه برابر کړي دي.

دغې ادارې په افغانستان د ماشومانو د روحي رواني ستونزو لپاره د سلاکارانو او ارواپوهانو پر کمښت اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې دوی تېر ۲۰۲۳م کال په ټول هېواد کې شاوخوا ۳۰۰۰ کسان په دې برخه کې روزلي چې نیمایي یې ښځې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو نورو بېلابېلو هم وخت په وخت د افغان ماشومان د بد وضعیت په اړه اندېښنې مطرح کړې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG