د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۱

پاکستان: په افغانستان کې دا مهال القاعده، ټي‌ټي‌پي، داعش او نورې ترهګریزې ډلې فعالې دي


د تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌پي وسله‌وال غړي
د تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌پي وسله‌وال غړي

د افغانستان ګاونډیو هېوادونو یوځل بیا په افغانستان کې د ترهګرۍ په اړه اندېښنه وښوده.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان او ایران دایمي استازو د ياد سازمان د امنیت شورا په غونډه کې چې د جمعې په ورځ د جون په ٢١مه ترسره شوه په افغانستان کې د ترهګریزو ډلو د فعالیت او حضور په اړه اندېښنه وښوده.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي منير اکرم په دې غونډه کې ادعا کړې چې د القاعده، ټي‌ټي‌پي او اسلامي دولت یا داعش خراسان څانګې په ګډون یو شمېر نورې ترهګريزې ډلې په افغانستان کې حضور لري چې د افغانستان اوسنی حکومت یې باید پر وړاندې اغېزمن او دوامداره اقدامات ترسره کړي.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان ځانګړی استازی منير اکرم
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان ځانګړی استازی منير اکرم

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د منير اکرم د څرګندونو یوه برخه چې د ياد سازمان په ویبپاڼه خپره شوې ده.

هغه ویلي: "هغه تروریستي ډلې، چي په افغانستان کی د دولت له معافیت څخه ګټه اخلي، داسی ښکاري چې د افغانستان ټولو ګاونډیو هېوادونو او نړیوالې ټولنې ته مستقیم ګواښ دي. په پای کې دغه ترهګریزي ډلې د افغانستان موقت حکومت او د هغوی د اقتصادي او ټولنیزې پرمختیا اهدافو ته به هم یو لوی ګواښ وي."

منیر اکرم دغه شان د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه غوښتي چې د افغانستان په اوسني حکومت دې غږ وکړي څو له ټي‌ټي‌پي او همکارانو سره یې اړیکې پرې کړي، د پولې هاخوا د هغوی د بریدونو مخنیوی وکړي، د ټي‌ټي‌پي ترهګر بې وسلې کړي او مشرتابه یې ونیسي او پاکستان ته یې وسپاري.

هممهاله په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازي سعید ایرواني د امنیت شورا په غونډه کې د افغانستان په اړه د د تماس سیمه‌ییزې ډلې دویمې غونډې ته په اشارې سره چې د جون په اتمه ترسره شوه وویل، د سیمې هېوادونه له افغانستانه د ترهګریزو ګواښونو په اړه اندېښمن دي او دا د مسوولو چارواکو مسوولیت دی چې له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي.

په ملګرو ملتونو کې د ایران ځانګړی استازی سعید ایرواني
په ملګرو ملتونو کې د ایران ځانګړی استازی سعید ایرواني

نوموړي زیاته کړه: "ایران په افغانستان کې د افراطیت، ترهګرۍ او وروسته پاتې‌والي د حل کولو ملاتړ کوي او چمتو دی چې د دې بیارغونې لپاره فعاله برخه واخلي."

دا په داسې حال کې دی چې تر دې مخکې هم ګاونډیو او د سیمې هېوادونو په وار وار له افغانستانه د احتمالي ترهګریز ګواښونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د ګاونډیو هېوادونو د اندېښنو په اړه د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وپوښتل شو، خو هغه په دې اړه پوښتنې ځواب نه کړې.

خو تر دې مخکې د طالبانو حکومت بېلابېلو چارواکو ویلي چې د داعش په ګډون ترهګریزي ډلې یې په افغانستان کې ځپلي او د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG