د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۸

د اقتصاد او سولې انسټیټیوټ وروستي راپور ته د طالبانو غبرګون


د اقتصاد او سولې انسټیټیوټ څېړنه
د اقتصاد او سولې انسټیټیوټ څېړنه

د اقتصاد او سولې انسټیټیوټ، افغانستان په پرله‌پسې ډول د درېیم کال لپاره هم د ترهګرۍ له تر ټولو ډېر ځپل شویو هیوادونو یو بللی دی.

د دې انسټیټیوټ په نوی راپور کې چې د ترهګرۍ نړیوالې ډل‌بندۍ (Positive Peace Index) په نوم خپور شوی، افغانستان له هغو هېوادونو دی چې ترهګرۍ پرې ناوړه اغېز کړی.

د مثبتې سولې په نوم دې راپور له مخې د نړۍ د ۱۶۳ هېوادونو په نوملړ کې افغانستان پر ۱۵۳ درجه راغلی دی.

د همدې انستیتوت په یوه بل راپور کې چې د 'Global Terrorism Index'په نوم یوه اوونۍ مخکې خپور شوی، راغلي، په ۲۰۲۱ کال کې د ترهګریزو فعالیتونو له امله، د نړۍ ۲۰ سلنه مرګ‌ژوبله یوازې افغانستان کې خلکو ته اوښتې ده چې له نیمايي زیاته برخه یې ملکیان دي.

د طالبانو وسلې
د طالبانو وسلې

د دې راپور له مخې بیا افغانستان د درېیم کال لپاره هغه هیواد دی چې پکې په تروريستي حملو کې تر ټولو زیات کسان وژل شوي دي.

د دې راپور پر بنسټ، په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې ۸۳۷ ترهګریزې پېښې شوي چې ۱۴۲۶ تنه په کې وژل شوي او ۲۱۹۹ تنه نور ټپیان شوي دي.

که څه هم د اقتصاد او سولې انسټیټیوټ په وروستي راپور کې وايي چې پر افغانستان د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو وروسته، د دې ډلې بریدونه او په نتیجه کې يې د تلفاتو شمېر کم شوی، خو بیا هم دا هېواد له یوه ناڅرګند امنیتي وضعیت سره مخامخ دی او تر څنګ یې، د داعش او طالبانو ترمنځ د جګړو د پېښېدو احتمال هم لوړ دی.

د اقتصاد او سولې انسټیټیوټ په ۲۰۲۱ کال کې څلور ډلې داعش، الشباب، طالبان او نصرت الاسلام والمسلیمن نړۍ کې تر نورو ډېرې مرګ‌ژوبله کې ښکېلې ډلې بللي.

خو طالبان بیا په دې راپور کې شوې محاسبه نا سمه بولي او وايي، نه ترهګریزو پېښو کې لاس لري او نه هم ترهګر دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي:" دا محاسبه یې نا سمه او مغرضانه ده، موږ یې ردوو. موږ د خپل هېواد د ازادۍ لپاره مبارزه او جهاد کاوه، کله چې هېواد ازاد او امنیت شو، اسلامي امارت اوس په عادي حالت کې دی او د جګړې برخه نه‌ده."

ذبیح‌الله مجاهد وایي دا محاسبه ناسمه او مغرضانه ده.
ذبیح‌الله مجاهد وایي دا محاسبه ناسمه او مغرضانه ده.

د طالبانو د حکومت ویاند له داعش سره د جګړې احتمال هم ردوي او زیاتوي، دا ډله په افغانستان کې فزیکي حضور نه‌ لري او تر خوا یې کومه ځانګړي سیمه هم نه‌ده نیولې چې ګواښ وګڼل شي.

په ۲۰۲۱ کال کې افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ وړاندې او وروسته، د سختو جګړو او خونړیو بریدونو شاهد و چې لویې هغه یې په کابل، کندهار او کندوز کې د داعش حملې بلل کېږي.

دې بریدونو ته په کتو، شنونکې او په ناروې کې د افغانستان پخوانۍ سفیره شکریه بارکزۍ په دې راپور کې د افغانانو د مرګ‌ژوبلې په اړه خپاره شوي ارقام د حقیقت په پرتله کم بولي.

بارکزۍ وای:" په ۲۰۲۱ کال کې ډېرو ځانمرګو بریدونو کې خلک ووژل شول. تر څنګ یې جګړو کې ډېرو خلکو ته مرګ‌ژوبله واوښته. "

شنونکې او په ناروې کې د افغانستان پخوانۍ سفیره شکریه بارکزۍ
شنونکې او په ناروې کې د افغانستان پخوانۍ سفیره شکریه بارکزۍ

د اقتصاد او سولې انسټیټیوټ په ۲۰۲۰ کال کې هم په خپل راپور کې طالبان د نړۍ په کچه تر ټولو خونړۍ ډله بللې وه او ویلي یې و، په افغانستان کې د ۸۷ سلنه وژنو مسؤل طالب وسله‌وال دي، خو هغه مهال هم طالبانو دا راپور رد کړی و.

د اقتصاد او سولې انسټیټیوټ په ۲۰۰۸ کال کې جوړ شوی او هر کال په نړۍ کې د ترهګریزو فعالیتونو شمېرې راټولوي.

د دې انسټیټیوټ مرکز په اسټرالیا کې دی.

XS
SM
MD
LG