د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۱

سپېدار: ترهګرې ډلې په مشخصو هېوادونو کې پټن‌ځایونه لري


د افغان حکومت اجرائیه ریاست د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د کلني راپور په تائید سره وايي چې ترهګریزې ډلې د سیمې په مشخصو هېوادونو کې پټن ځایونه لري.

په پاکستان کې د ترهګریزو ډلو د موجودیت په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لورې د خپاره شوي راپور سره همهاله د افغان حکومت اجرائیه ریاست وايي، په سیمه کې د ترهګریزو ډلو پټن ځایونه په افغانستان کې د جګړې د دوام لامل ګرځېدلي دي.

د دغه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم دغه راپور ته په اشارې سره وايي چې که د سیمې هېوادونه له ترهګرو ملاتړ ونه کړي له شک پرته چې دغه ډلې به په څو اونیو کې لمنځه ولاړې شي.

ښاغلي میثم د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې لاهم ترهګر له افغانستانه بهر تمویل او تجهیزېږي او د فکري ودې ته یې زمینه برابرېږي.

نوموړي زیاته کړه:

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم
د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم

"هغه ترهګریزې ډلې چې له کلونو راهیسې د افغان دولت، خلکو او زموږ د نړیوالو همکارانو پر وړاندې جنګېږي له کرښې اخوا ملاتړي لري، دغه ډلې هلته تمویل او تجهیز کېږي او دغه شان د فکرې ودې لپاره یې زمینه برابره ده نو ځکه جګړې دوام کړی."

د ښاغلي میثم په خبره تر کومه چې د ترهګرو پر ملاتړو فشار رانه وړل شي او بندویزونه پرې ونه لګېږي په افغانستان کې امنیت نه شي ټینګېدای.

دا څرګندونې په داسې حال کېږي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په تازه کلني راپور کې ویلي چې لاهم په پاکستان کې د طالبانو او حقاني شبکې فعالیتونه کم شوي نه دي.

په دغه راپور کې راغلي چې ترهګر پر افغان او بهرنیو ځواکونو ډله ییزې حملې په پاکستان کې پلانوي او اسلام اباد د دغو ډلو کړنې نه دي محدودې کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان او پاکستان تر منځ په نا امنه سیمو کې د پاکستاني طالبانو د تحریک د غړو د پټن ځایونو په اړه هم اندېښنه ښودلې ده.

افغان حکومت مخکې تر دې تل دا ویلي چې ترهګرې ډلې په پاکستان کې امن پتنځایونه لري او پر اسلام اباد باید د دغو مرکزونو د تړلو لپاره فشارونه زیات شي.

افغان پوځي کارپوه باري عارض وايي چې تر اوسه پورې هغه فشارونه چې لازم و پر پاکستان نه دي راوړل شوي او هغه هېواد په قوت سره له ترهګرو ډلو ملاتړ کوي.

نوموړي زیاته کړه:

عارض: لکه څنګه چې لازمه وه هغسې فشارونه پر پاکستان نه دي راوړل شوي
عارض: لکه څنګه چې لازمه وه هغسې فشارونه پر پاکستان نه دي راوړل شوي

"امریکا او متحدانو یې هغه لازم فشارونه چې پر پاکستان یې باید راوستي وا نه دي راوړي، هغه جګړه چې په افغانستان کې روانه ده له هغو ترهګرو اغېزمنه ده چې په پاکستان کې تمویل او تجهیزېږي او تر کومه چې پر هغه هېواد فشارونه زیات نه شي، په افغانستان کې به سوله او امنیت یو ارمان پاتې شي."

ښاغلی عارض وايي، لازم اسناد او شواهد موجود دي چې پاکستان د ترهګرو ملاتړ کوي او له دغې پدیدې د افغان او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو په وړاندې استفاده کوي.

نوموړی دغې موضوع ته په اشارې سره ټینګار کوي چې امریکا او متحدان یې باید پاکستان تر سختو فشارونو لاندې ونیسي او په دې توګه اسلام اباد په هغه هېواد کې د ترهګرو د مرکزونو تړلو ته اړ شي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG