د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۷

په کابل کې د عراق سرپرست سفیر: داعش ډله سخته ځپل شوې


په کابل کې د عراق سرپرست سفیر فرزدق زهیر العلایي.
په کابل کې د عراق سرپرست سفیر فرزدق زهیر العلایي.

په کابل کې د عراق سرپرست سفیر وايي، داعشیان یوازې د عراقیانو نه بلکې د هر هېواد او انسانیت ګډ دښمنان دي.

نوموړی وايي، داعش ډله که د نړۍ په هر ځای کې وي ګډ هدفونه لري او د بشریت ضد ډله ده.

فرزدق زهیرالعلایي د پنجشنبې په ورځ په کابل کې له داعش څخه د موصل د ازادېدو په مناسبت په جوړه شوې غونډه کې د خبریالانو د هغو پوښتنو په ځواب کې چې ښايي داعشیان د عراق په موصل کې تر ځپلو وروسته افغانستان ته مخه کړي وویل، دغه ډله سخته ځپل شوې ده.

نوموړي زیاته کړه:

"داعشیان که په عراق، افغانستان او یا په هر ځای کې وي زموږ او ستاسې ګډ دښمنان دي، داعشیان ښايي په بېلابېلو ځایونو کې مختلف نومونه ولري، خو دغه ډله د انسانیت او د هر مذهب پر ضد ده."

ښاغلي زهیر د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د داعش ډلې مشر ابوبکر البغدادي وژل شوی او که نه؟ وویل چې په اړه‌یې دقیق معلومات نه‌لري.

ابوبکر البغدادي
ابوبکر البغدادي

په کابل کې د عراق سرپرست سفیر په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې افغانستان په تېر میلادي کال کې د داعش ضد له ائتلاف سره یوځای شو.

د داعش ضد ائتلاف چې د امریکا متحده ایالات‌یې مشري کوي ۶۰ غړي لري او د رامنځته کېدو هدفیې په نړۍ کې د داعش پر ضد اغېزمنه او ګډه مبارزه ده.

داعش ډلې په افغانستان کې د سترې محکمې مخ ته د انتحاري حملې، پر سردار محمد داود خان روغتون د ډله‌ییزي انتحاري حملې او پر څو جوماتونو د انتحاري حملو مسؤلیت اخیستی دی.

څه موده وړاندې د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست بیا ویلي وو چې د افغانستان داعش د عراق او سوریې له داعشیانو سره اریکې نه‌لري.

په افغانستان کې د داعش ډلې فعالیتونه تر نورو ولایتونو په ځانګړي ډول په ننګرهار کې ډېر محسوسېږي، امریکايي ځواکونو د روان میلادي کال د اپرېل په ۱۳مه د اچین ولسوالۍ په اسدخېلو کې د داعش پر پټن‌ځایونو خپل لوی غیر اټمي بم استعمال او د دوی په وینا د داعش ډلې یو لوی مرکز یې له‌منځه یوړ.

«داعش ډله په ننګرهار کې سخته سخته ځپل شوې»
«داعش ډله په ننګرهار کې سخته سخته ځپل شوې»

تر هغې راوروسته په دې وروستیو کې یادې ډلې د ننګرهار ولایت په پچیر او اګام ولسوالۍ کې په توره بوړه هم حمله وکړه چې افغان ځواکونو بیا ډېر ژر ورنه ونیوله او د افغانستان د دفاع وزارت په وینا چې یاده ډله‌یې هلته په بشپړ ډول ځپلې ده.

له دې ټولو سره-سره د افغانستان دفاع وزارت وايي، دا چې داعش د ټولو ګډ دښمن دی، نو په کار ده چې په افغانستان کې یې هم پر وړاندې ګډه مبارزه وشي.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري وايي په دې برخه کې د پاکستان همکاري ځکه مهمه ده چې داعش او ترهګریزې ډلې په هغه هېواد کې مرکزونه لري.

دولت وزیري
دولت وزیري

نوموړي زیاته کړه:

"لوېدیځو هېوادونو، د امریکا متحده ایالاتو، د ناټو غړو هېوادونو، چین او هند په دې برخه کې ډېره همکاري کړې، خو زموږ هیله دا ده چې نور هېوادونه هم په دې برخه کې مرستې وکړي، په دې برخه کې د پاکستان همکاري ځکه ډېره مهمه ده چې داعشیان او نور ترهګر هلته مرکزونه لري."

څه موده وړاندې د افغانستان د مدني او فرهنګي ځوانانو ټولنې د داعش په اړه د ترسره شوې څېړنې له مخې ویلي و چې افغانستان د دغې ډلې لپاره خورا مهم دی.

یاد بنسټ همداراز ویلي و چې داعش هڅه کوي چې د افغانستان سیاسي جغرافیې ته د ځان په ګټه تغییر ورکړي، خو دفاع وزارت وايي په تېرو دوو کلونو کې دا مسئله باید واضح شوي وي چې دغه ډله به هېڅکله په افغانستان کې خپلو هدفونو ته ورسېږي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG