د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۲

له افغان ماشومانو د جګړې په لیکو کې کار اخیستل کېږي


له افغان ماشومانو د جګړې په لیکو کې کار اخیستل کېږي.

له یوې نیمې لسیزې راپه‌دېخوا په افغانستان کې د جګړې په لیکو کې د لسګونه ماشومانو پر کارولو اندېښنې شته، په‌دې وروستیو کې یو ځل بیا د بېلابېلو ملي او نړیوالو ادارو اندېښنې او غبرګونونه راپورته شوي دي.

افغانستان کې د بشري حقونو سازمان او د ماشومانو د ملاتړ ملي او نړیوالې ادارې اندېښمنې دي چې د حکومت مخالفو وسله‌والو ډلو له لوري په جګړه کې ماشومان کارول کېږي.

په دغه هېواد کې د بشري حقونو سازمان مشر لعل ګل لعل ازادي راډيو ته وویل، د دولت ضد وسله‌والې ډلې او د محلي پولیسو په لیکو کې له افغان ماشومانو کار اخیستل کېږي چې د ماشومانو د حقونو نقض بلل کېږي.

لعل ګل لعل
لعل ګل لعل

ښاغلي لعل زیاته کړه:

"د جګړو په لیکو کې د افغان کم عمره ځوانانو نه کار اخیستل کېږي، دواړه لوري هم د دولت ضد وسله‌وال او کله نا کله بیا د محلي پولیسو په لیکو کې کم عمره ځوانان استخدام کېږي.​"

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د پولیسو په لیکو کې د ماشومانو یا کم عمره ځوانانو شتون ردوي، خو دا مني چې مختلفې ترهګریزې ډلې له افغان ماشومانو د ترورېستي فعالیتونو لپاره کار اخلي.

نجیب دانش

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش ازادي راډیو ته وویل:

"له بده‌مرغه له یوې مودې راپه‌دېخوا شاهدان یو چې بېلابېلې ترورېستي ډلې له افغان ماشومانو نه په ګټې په مدرسو، تعلیمي مرکزونه کې دوی جګړو ته هڅوي چې دا له ټولو جنګي قوانینو سره په خلاف او د بشري حقونو پر ضد ده، تل مو هڅه او ټینګار دا دی چې د هغو مدرسو چې د ماشومانو ترهګریزو فعالیتونو مرکزونه بلل کېږي مخنیوی یې وشي او وتړل شي."

تر دې وړاندې هم د داعش، طالبانو او یو شمېر نورو وسله‌والو ډلو په لیکو کې د افغان ماشومانو راپورونه خپاره شوي دي، تېر کال د داعش له لوري داسې څو دقیقه‌یي وېډیو خپره شوه چې دوه ماشومانو یو ۷ کلن او بل‌یې ۱۲ کلن وو، بل ماشوم اعداماوه او پر یوه بله وېډیو بیا چې ۱۰ دقیقې وه، د ماشومانو له لوري پر یوه ځوان د تفنګچې ډزې کېدلې چې دې وېډیوګانو د ګڼو خلکو اندېښنې راوپارولې.

په دې اړه مو له طالب ویاند ذبیح مجاهد سره اړیکه وکړه چې ایا د طالبانو په لیکو کې له ماشومانو کار اخیستل کېږي که نه؟

خو نوموړي دا موضوع رد کړه او زیاته یې کړه:

"موږ د جګړو په لیکو کې له ماشومانو استفاده په کلکو ټکو غندو، طالبان په خپلو لیکو کې له ماشومانو کار نه اخلي او دا تور هم ردوو چې ګنې زموږ په لیکو کې دې ماشومان هم شامل وي او عملاً مو هم په دې برخه کې د ماشومانو د استخدام مخه نېولې ده."

انګېرنې دا دي چې د دولت ضد وسله‌والې ډلې په خپلو لیکو کې ځکه ماشومان جذبوي چې ماشومان پر دیني مسایلو پوه نه‌وي، د جګړې او مبارزې پر قواعدو یې سر خلاص نه‌وي او له بشري حقونو خبر نه‌وي او هغه وسله‌والې ډلې چې په جګړو کې له ماشومانو کار اخلي، غواړي وښيي چې په افغانستان کې یې موجودیت په پراخه کچه شتون لري.

خو وړاندې له دې وسله‌والو طالبانو په خپلو لیکو کې د ماشومانو جذبول رد کړي و.

د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره چې د ټول هېواد په کچه په ۲۲ ولایتونو کې د افغان ماشومانو د ساتلو او روزنې لپاره له ۶۰ زیات روزنتونونه راجسټر دي چې له دې شمېرې ۲۲ یې دولتي او نور خصوصي دي.

دغه وزارت وایي، په روزنتونونو کې ورسره داسې ماشومان هم ساتل کېږي چې د جګړو له کرښو راګرځول شوي دي.

د کندهار یو روزنتون
د کندهار یو روزنتون

​د دغه وزرات ویاند عبدالفتاح عشرت احمدزي ازادي راډيو ته وویل:

"داسې ماشومان چې ځانمرګي بریدونو ته چمتو شوي وو او غوښتل یې چې بریدونه وکړي او جګړو ته اړ ایستل شوي وو، له موږ سره روزنتونونو کې شته، د دې لپاره چې له جګړو لیرې وي او خپل ارام ژوند پر مخ یوسي، موږ یې ساتنه کوو.​"

د افغانستان د عدلیې وزارت د معلوماتو له مخې د ټول هېواد په کچه تر درې زور زیات بنسټونو د ښځو او ماشومانو په برخه کې جوازونه ترلاسه کړي دي.

خو په افغانستان کې د ماشومانو د ملاتړ نړیواله اداره یا «save the children» د ماشومانو د ملاتړ پر نورو ادارو او حکومت نیوکه کوي چې هغه ډول چې لازمه ده د ماشومانو په برخه کې کار نه‌دی شوی او د دوی په نوم اخیستل شوې پیسې حیف و میل شوي دي.

په افغانستان کې د ماشومانو د ملاتړ نړیوالې ادارې یا «save the children» ویاندې مریم عطایي له ازادي راډیو سره هغه ارقام او لاملونه شریک کړل چې د ماشومانو ژوند یې له ستونزو سره مخ کړی دی.

ده وویل:

​"په‌دې وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د امنیتي وضعیت له خرابېدو سره فقر، روغتیایي خدماتو ته نه‌لاسرسی، د ۳،۷ میلیونه ماشومانو له ښوونځي پاتې کېدل، په واټونو کې د ۲،۱ میلیونه ماشومانو کار کول هغه څه دي چې ښيي افغان ماشومان له څومره کړاونو سره مخ دي.​"

یوه اوونۍ وړاندې د افغانستان ولسي جرګه کې هغه قانون هم تصویب نه‌شو چې د ماشومانو د خوندیتوب لپاره جوړ شوی و چې د ماشومانو د ملاتړ ادارو له غبرګون سره مخ شو.

غوښتنې دا دي چې د حکومت له لوري باید داسې تګ‌لاره برابره شي چې له مخې یې د افغان ماشومانو په ژوند کې بهبود رامنځته شي.

اټکلونه دا دي چې ګڼ افغان ماشومان په کانونو او واټونو کې په سختو کارونو بوخت دي چې ډېر کله د اقتصادي ستونزو له کبله وران‌کاره کارونو ته اړ ایستل کېږي چې سرحد یې تر ځانمرګو بریدونو او ترهګریز فعالیتونو رسېږي، په همدې ترهګریزو ډلو کې ان جنسي تېري هم پرې کېږي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي، د دولت ضد وسله‌والو سره په جګړه کې هڅه کوي، جنګي قوانین مراعت کړي او په جګړه‌ییزو لیکو کې د ماشومانو له کارونې مخنیوی وکړي.​

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید

د دغه وزارت ویاند غفور احمد جاوید وایي:

له نېکه‌مرغه چې د دفاع وزارت په لیکو کې چا چې قانوني عمر نه‌وي پوره کړی، جلب و جذب کېږي نه، یعنې دفاع وزارت په‌دې برخه کې ټولو اسلامي او بشري حقونو ته ژمن دی، په‌دې برخه کې مو اجراآت هم کړي، خو د ملي اردو په لیکو کې د ماشومانو د استخدام داسې پېښه نه‌لرو.​"

د افغانستان د بشري حقونو سازمان ټینګار کوي چې حکومت دې د ورته پېښو مخنیوي کې هڅې ګړندۍ کړي، ځکه د جګړې شدت دومره تېز نه‌دی چې ماشومانو ته دې د شاملولو اړتیا پیدا شي، برعکس په جګړو کې له ماشومانو جګړه زیاته او د ټولو قوانینو خلاف چاره ده.

راپور: فېروزه عزیزي

XS
SM
MD
LG