د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۰

هشت صبح: د کابینې په جوړېدو یو وار بیا د ملي یووالي حکومت تجربه تکرارېږي


کابل ورځپاڼې
کابل ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپانو په خپلو نننیو ګڼو کې کابینه کې د وروستیو بدلونونو ترڅنګ په بېلابېلو موضوعاتو باندې لیکنې او تبصرې کړې دي.

هشت صبح

د هشت صبح ورځپاڼې د وزیرانو ادلون بدلون ته اشاره کړې او لیکلي دي چې "د کابینې په جوړېدو کې یو وار بیا د ملي یووالي حکومت تجربه تکرارېږي."

وړاندې په سرمقاله کې راغلي دي چې د ملي یووالي حکومت زیات شمېر وزیران د حکومت تر اخره سرپرستان پاتې شول چې دې کار فساد، زورزیاتي او د وزیرانو سیاسي فعالیتونو ته زمینه برابره کړې وه.

سرمقاله لیکونکي ادعا کړې چې د حکومت مشرانو له‌خوا سیاسي توافق کې لا هم د اصلاحاتو څرک نه‌شته او دوی یوازې غواړي چې د خپلو سیاسي موخو لپاره د دولت له کلیدي پوسټونو کار واخلي.

د سرمقالې لیکوال د ځینو سرچینو په حواله لیکلي دي چې د دواړو لورو ترمنځ لا هم د واک وېش برخه کې لانجې روانې دي.

لیکوال اندېښنه ښودلي چې سیاسي لانجو یو ځل بیا په کار پوه او اکاډمیکو کسانو ګوښه کېدو ته لار هواره کړې ده چې دا د هېواد اوسنیو شرایطو ته ګټه نه‌لري.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ وروستۍ څرګندونې راخیستي چې "له افغانستانه‌يې د خپلو سرتېرو په وتلو ټينګار کړی دی."

د سرمقالې لیکوال لیکي په داسې حال کې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ تر توافق وروسته له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتلو لپاره موده ټاکل شوې، نو ولې ډونالد ټرمپ د ځواکونو په ویستلو ټینګار کوي؟

لیکوال د ځینو شنونکو په وینا لیکي چې ښاغلی ټرمپ غواړي په دغه ډول څرګندونو سره د امریکا په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې سر له اوسه د ځان لپاره کمپاین وکړي.

د سرمقالې لیکوال اندېښنه ښودلې چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره دلته ستونزې ډېرېدای شي ځکه د لیکوال په باور لا هم په دې هېواد کې د طالبانو په ګډون بېلابېلې ترهګریزې ډلې فعالیت لري.

  • اصلاح

اصلاح دولتي ورځپاڼې په کابل کې په خبریالانو وروستۍ حمله د اندېښنې وړ بللې او لیکلي دي چې دا به "د افغانستان امنیتي ځواکونو مسؤلیت نور هم زیات کړي."

سرمقاله لیکونکي زیاته کړې چې په خبریالانو او یا په نورو رسنیو د ترهګریزو ډلو بریدونه په ښکاره توګه د ازادي بیان او د خلکو د غږ چپ کولو هڅې دي.

دوه ورځې وړاندې په کابل کې د خورشيد په نوم د یو خصوصي ټلوېزیون په خبریالانو حمله وشوه چې مرګ‌ژوبله يې واړوله.

سرمقاله لیکونکي لیکلي چې دا لومړی ځل نه‌دی چې په خبریالانو حملې کيږي، خو دا د حکومت دنده ده چې د خبریالانو او رسنیو امنیت وساتي.

  • اطلاعات روز

د اطلاعات روز ورځپاڼې بیا د پوهنې او د کرونا ویروس سره د مبارزې ځانګړې کمېټې څخه غوښتي چې "د شخصي ښوونځیو معاشونه دې هم ورکړي."

د سرمقالې لیکوال لیکي د شخصي ښوونځیو ښوونکي دولت ته مالیه ورکوي، نو د قرنطین دې سختو شرایطو کې دولت هم باید د دوی لاسنیوی وکړي.

سرمقاله لیکونکي لیکلي د هېواد په اوسنیو شرایطو کې د شخصي ښوونځیو مالکان د پوهنې وزارت مسؤلینو سره یوازې په دې بحث کوي چې څنګه خپل ښوونځي بېرته خلاص او پیسې واخلي، د ښوونکو د معاش او هغوی د حقوقو غم ورسره نه‌شته.

د سرمقالې د لیکوال په باور دولت باید نه‌یوازي د شخصي ښوونځيو د ښوونکو معاش ورکړي، بلکې له دې وروسته باید جدي څار وکړي ترڅو شخصي ښوونځیو مالکان هم په خپل سر په ښوونکو زور زیاتی ونه‌کړي.

XS
SM
MD
LG