د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۷

نی: 'ترهګریزې ډلې' پر رسنیو د بریدونو هڅې کوي


د ملي امنیت له لوري نیول شوي د داعش دوه تنه غړي
د ملي امنیت له لوري نیول شوي د داعش دوه تنه غړي

په افغانستان کې خبریالانو او رسنیزو ادارو ته متوجې ګواښونو او احتمالي حملو د رسنیو د ملاتړ بنسټونه اندېښمن کړي.

وروسته له هغې چې د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست د داعش ډلې د دوه تنو له نیولو خبر ورکړ چې په خبره یې غوښتل یې په کابل کې په یوې خصوصي رسنۍ او یو روغتون ځانمرګې حملې وکړې، اوس له رسنیو د ملاتړ بنسټونه دې موضوع اندېښمن کړي.

د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې یا نی مشر مجیب خلوتګر د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، ملي امنیت باید کړې ادعا ثابته کړي.

مجیب خلوتګر
مجیب خلوتګر

هغه وویل: "لومړی باید ملي امنیت ریاست دغه موضوع ثابته کړي چې د دوی ادعا سمه ده کنه، دویم دا چې د داعش په ګډون ترهګریزې ډلې رسنیو باندې له دې امله حملې کوي او دوی ګواښوي چې د دوی ترهګریزې کړنې پټې وساتل شي، چې دا جدي او د اندېښنې وړ مسئله ده."

دا په داسې حال کې ده چې د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې دوه ځانمرګي یې نیولي.

دې ریاست تېره ورځ رسنیو ته په یوه رالېږلې اعلامیه کې لیکلي، دغو کسانو غوښتل په کابل کې پر روغتیايي مرکزونو او رسنیو حملې وکړي.

ملي امنیت داسې مهال دا خبر ورکوي چې د روان لمریز کال د غبرګولي په لسمه د خورشید ټلوېزیون د کارکوونکو پرموټر چاودنه کې د دې ټلویزیون دوه کارکوونکي ووژل شول او او څلور نور یې ټپیان شول، د دې چاودنې مسوولیت داعش ډلې منلی و.

بل خوا د روان لمریز کال د ثور په ۲۳ مه د برچي په سل بستریز ملي روغتون هم ډله‌ییزه حمله وشوه چې د نویو زېږېدلو ماشومانو او میندو په ګډون ۲۷تنه په کې ووژل شول او ۲۰ نور ټپیان شول، د هغه برید مسئولیت داعش ډلې په غاړه واخیست.

له دې وړاندې داعش ډلې د شمشاد په ټلوېزیون باندې هم حمله کړې وه چې مرګ ژوبله یې هم درلوده.

څو کاله وړاندې په کابل کې پر سردار محمد داوود خان روغتون او همدارنګه د طلوع ټلوېزیون د کارکوونکو په موټر انتحارې حملې شوې وې، چې مرګ ژوبله یې هم درلوده، طالبانو دهغو دواړو پېښو مسئولیت په غاړه اخیستی و.

اوس پوښتنه داده چې ولې وسله والې مخالفې ډلې په ځانګړې توګه اسلامي دولت یا داعش ډله رسنۍ او روغتیايي مرکزونه موخه ګرځوي؟

رحمت‌الله نبیل
رحمت‌الله نبیل

د افغانستان د ملي امنیت ریاست پخوانی رئیس رحمت الله نبیل دا پوښتنه داسې ځوابوي: "لومړی لامل یې داده چې ترهګرې ډلې په لویو ښارونو کې اسانه هدفونه په نښه کړي، دغه ډلې هڅه کوي، چې له رواني پلوه په خلکو کې وېره خپره کړي، په نړیواله کچه غوغا جوړه کړي، دوی ته زیات شهرت ورکړي نو رسنۍ هدف ګرځوي، دویم دا چې روغتونو په هغه ځایونو کې په نښه کوي، چې یو ځانګړي مذهب پیروان په کې میشت دي، دوی هڅه کوي اختلاف زیات کړي."

په ورته وخت کې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو معین د رسنیو د امنیت د بشپړ خوندیتوب ډاډ ورکوي.

شیوای شرق ازادي راډيو ته وویل چې له امنیتي بنسټونو سره په همکارۍ د خبریالانو او رسنیو د خوندیتوب تدابیر ترلاس لاندې دي، خو په اړه یې زیات معلومات ورنه کړل.

XS
SM
MD
LG