د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۵۸

ایشین لایټ: د پاکستان ترورېستي شبکې افغانستان کې په هدفي وژنو کې لاس لري

بهرنۍ ورځپاڼې
بهرنۍ ورځپاڼې
  • د افغانستان د ستراتېژیکو او نړیوالو مطالعاتو مرکز

د افغانستان د ستراتېژیکو او نړیوالو مطالعاتو مرکز د افغانستان د سولې بهیر مهم ګڼلی دی.

د مقالې لیکوال د افغانستان د روان بحران څخه د وتلو لپاره د څلورو مواردو وړانديز کړی دی.

د افغانانو ترمنځ مذاکرات، باور جوړونه، دا چې افغانان د نړیوالې ټولنې په ملاتړ سره دا فرصت لري چې د کرونا ویروس د خورېدو سره هم‌مهاله د سولې لپاره هڅې نړیوالو ته وړاندې کړي او هم دا چې د امریکا متحده ایالات له بېلابېلو اړخونو سره کار کولو ته اړتیا لري.

په دې مطلب کې راغلي چې پاکستان د طالبانو لپاره یو امن پناه ځای ګڼل کېږي او اوس باید واضحه شي په داسې حال کې چې د طالبانو ډله له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتلو ته په تمه ده، تاوتریخوالي ته د طالبانو بیا مخه کول یو انتخاب نه‌دی.

د مقالې لیکوال زیاتوي د امریکا متحده ایالات، اروپایي ټولنه، د ملګرو ملتونو سازمان، نړیوال بانک او نورې ادارې باید وښیي چې د ثبات پر لوري د تګ پر مهال له افغانستان سره مالي مرسته کوي، خو داسې نه چې دا کار د طالبانو په رسمیت پېژندل وګڼل شي، هغه هم په هغه صورت کې چې دا ډله بین‌الافغاني مذاکرات ونه‌کړي.

د ستراتېژیکو او نړیوالو مطالعاتو مرکز په دې مطلب کې داسې نتیجه اخیستې چې د امریکا متحده ایالات باید له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو له ایستلو سره له دې هېواد سره ژمنې تازه کړي او د افغانستان پلان په نوم یوه پروګرام باندې کار وکړي څو دا هېواد ثبات او هوساینې ته ورسېږي او وکولای شي د بشري بحرانونو، جګړې او د اسلامي دولت ډلې یا داعش او هم نورو ترهګرو سازمانونو سره مبارزه وکړي.

  • ایشین لایټ

په افغانستان کې هدفي وژنې هغه څه دي چې ځینو نړیوالو رسنیو تبصرې ورباندې لیکلې دي.

په یوه تازه پېښه کې د کابل د وزیر محمد اکبر خان جومات خطیب محمد ایاز نیازی د سې شنبې په ماښام د غبرګولي ۱۳مه د ماښام تر لمانځه وروسته د هغه ماین ښکار شو چې په جومات کې دننه ځای پر ځای شوی وو.

په دې پېښه کې ښاغلی نیازی ټپي او وروسته‌یې ساه ورکړه.

ایشین لایټ انټرنټي خپرونې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تازه راپور په حواله لیکلي چې نه‌یوازې القاعده شبکه او د طالبانو ډله، بلکې نورې د پاکستان ترورېستي شبکې لکه جیش محمد او لشکر طیبه په افغانستان کې په هدفي وژنو کې لاس لري او روزل شوي برید کوونکي د دې ډول وژنو لپاره افغانستان ته لېږي.

په دې مطلب کې راغلي چې جیش محمد او لشکر طیبه افغانستان ته د ترهګرو د قاچاق زمینه برابروي او دغه وسله‌وال د سلاکار، مربي او د چاودېدونکو موادو د متخصصینو په توګه په دې هېواد کې فعالیت کوي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا دغه‌راز ویلي چې دا دوه پاکستانۍ ډلې شااوخوا زر جګړه‌مار په افغانستان کې لري چې ۲۰۰یې وسله‌وال دي او د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو لکه د ننګرهار ولایت د مهمند درې، دُر بابا او شېرزاد ولسوالیو کې مېشت دي.

د چارو پوهان په دې باور دي چې له القاعده شبکې سره د طالبانو اړیکې او په افغانستان کې د سیمې د ترورېستي شبکو فعالیتونه کولای شي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د فبرورۍ د ۲۹مې توافق له خطر سره مخامخ کړي، ځکه د طالبانو لومړنۍ ژمنه له ترورېستي شبکو سره اړیکې پرې کول وو، خو ملګرو ملتونو اوس په دې اړه جدي شک مطرح کړی دی.

This item is part of
XS
SM
MD
LG