د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۱۰:۱۰

په ملي او نړیواله کچه د 'خورشید' ټلوېزیون پر کارکونکو برید وغندل شو


د کابل د کلوله پشتې پر څلور لارې پرون (۱۳۹۹د غبرګولی ۱۱مه) مازدیګر د  مقناطیسي ماین چاودنه شوې.
د کابل د کلوله پشتې پر څلور لارې پرون (۱۳۹۹د غبرګولی ۱۱مه) مازدیګر د  مقناطیسي ماین چاودنه شوې.

د افغانستان حکومت په کابل کې د خصوصي ټلوېزیون، خورشید پر کارکونکو برید وغانده.

د کابل د کلوله پشتې پر څلور لارې پرون (۱۳۹۹د غبرګولی ۱۱مه) مازدیګر د مقناطیسي ماین په چاودنه کې د خورشید ټلوېزیون یو خبریال او یو تخنیکي کارکونکی ووژل شول.

په چاودنه کې د همدې ادارې ۶ خبریالان زخمیان شوي دي.

دا پېښه په کابل کې د امریکا سفارت او د بخښنې نړیوال سازمان هم په شدت غندلې ده.

د خورشید ټلوېزیون مسئول محمد رفیع رفیق صدیقي پرون له کورنیو رسنیو ته په خبرو کې وویل چې پر همکارانو یې تروریستي برید شوی دی.

صدیقي زیاته کړه: "متاسفانه، په یوه تروریستي حمله کې زموږ دوه همکاران وژل شوي چې یو میر وحید شاه زموږ د اقتصادي چارو خبریال او بل زموږ تخنیکي همکار شفیق امیري وو، زموږ ۶ خبریالان زخمیان شوي دي.

د افغانستان د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال
د افغانستان د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال

د افغانستان د ولسمشر مرستیال ویاند، دوا خان مینه‌پال پرون ازادي راډیو ته وویل چې حکومت دا حمله په شدت غندي.

مینه‌پال وویل چې د پېښې په اړه څېړنې کېږي.

دی وویل: "د وروستي برید په اړه د څېړنې لپاره امنیتي ادارو ته سپارښتنه شوې، د بیان ازادي د افغانستان حکومت یوه لویه لاس ته راوړنه ګڼي او د دې لاس ته راوړنې او د رسنیو د کارکونکو خوندیتوب خپل مسئولیت ګڼي."

وسله‌والو طالبانو په پېښه کې لاس لرل رد کړی دی.

د پېښې مسئولیت لا کوم ډلې نه‌دی اخیستی.

په کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو سفارت هم دا پېښه په شدت غندلې ده.

د سفارت په لنډ بیان کې چې پر توېټر خپور شوی، لیکل شوي چې پر رسنیو برید د افغانستان پر ازادۍ او پرمختګ برید دی.

په کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو سفارت
په کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو سفارت

د بخښنې نړیوال سازمان هم ورته بیان خپور کړی او لیکلي یې دي چې دا یو وحشتناک جنایت دی چې هغه خطرناک شرایط چې د افغانستان خبریالان ورسره مخامخ دي، څرګندوي.

د بخښنې نړیوال سازمان پر حکومت غږ کړی چې د خبریالانو د مصئونیت لپاره هېڅ هڅه ونه سپموي او د رسنیو پر کارکونکو د حملو عاملانو ته دي سزا ورکړي.

د ژورنالیستانو د ملاتړ د نړیوالې ادارې په وینا، افغانستان د خبریالانو لپاره له ډېرو خطرناکو هېوادونو ګڼل کېږي.

دې ادارې ویلي چې په افغانستان کې په ۲۰۱۹ میلادي کال کې ۱۱ خبریالان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG