د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۱

غني: ترورېستي ډلې او ملاتړي یې هڅه کوي افغانستان د بې‌ثباتۍ په مرکز بدل کړي


ولسمشر اسټرالیا، اندونیزیا او سنګاپور ته له سفر وروسته د يکشنبې په ورځ د يوې خبري ناستې پر مهال وویل چې ترورېستي ډلې او ملاتړي یې هڅه کوي چې افغانستان د بې‌ثباتۍ په مرکز بدل کړي.

خو ښاغلي غني په دې اړه د کوم هېواد یا بنسټ نوم وانه‌خیست.

ښاغلي غني زیاته کړه:

"جګړه د افغانستان نه‌ده بلکې جګړه پر افغانستان ده، جګړه د ترهګرۍ پر وړاندې ده، د قضیې دواړه اړخونه دا دي چې ترهګریزې ډلې او ملاتړي یې غواړي چې دغه پاکه خاوره نړۍ کې د یوې بې‌ثباتۍ په مرکز بدله کړي خو موږ برعکس غواړو چې دغه خاوره د ثبات په مرکز او د نړیوال پرمختګ پر نقطې یې بدله کړو."

ولسمشر غني همداراز وویل چې د خپل سفر پر مهال‌یې بېلابېلو برخو کې د یادو هېوادونو پام افغانستان ته اړولی دی.

ناامني د سوداګرۍ، د کانونو د استخراج او د اقتصادي او بنسټیزو پروګرامونو پر وړاندې لوی ننګونه ده.

د ولسمشر غني په باور افغانستان له درېیو اساسي ستونزو سره مخ دی:

"زموږ لومړۍ ستونزه ترهګري او جګړه ده، دوهمه ستونزه مو نشه‌يي توکي او درېیمه ستونزه مو د فساد له اړخه زموږ تصویر دی."

ښاغلي غني په دغې خبري ناسته کې د سیمې یو شمېر هېوادونو ته په اشارې سره وویل چې د ترهګرو تر منځ باید د ښه او بد ترهګر فرق ونه‌کړي.

ولسمشر همداراز وویل چې افغان حکومت هڅه کوي څو افغانستان سراسري ثبات او امنیت ټنیګ کړي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG