د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۲

داعش په افغانستان کې تاکتیکي ګواښ دی که ستراتیژيک؟


ارشیف، داعش وسله وال په ننګرهار کې د ځينو ځایي اوسېدونکي په بمونو د الوځولو په حال کې
ارشیف، داعش وسله وال په ننګرهار کې د ځينو ځایي اوسېدونکي په بمونو د الوځولو په حال کې

د افغانستان د ملي امنیت شورا داعش وسله واله ډله په افغانستان کې د یوه تاکتیکي خطر په توګه مطرح ډله ګڼي، خو وایي چې دا ډله هغه مهال په ستراتیژیک خطر بدلیدای شي چې په دې هېواد کې ریښې پیدا کړي.

داعش ډله په افغانستان کې څومره لوی ګواښ دی او ایا دا ډله کولی شي چې د وسله والو طالبانو ځای ونیسي؟

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند کبیر حقمل د ازادي راډیو همدې پوښتنې په ځواب کې د داعش وسله والو فعالیتونو ته په کتو له تاکتیکي پلوه هغه یوه مطرحه ډله وګڼله.

ښاغلي حقمل زیاته کړه: داعش د یوې ترهګریزې او ورانکارې ډلې په توګه په افغانستان کې د تاکتیکي خطر په توګه مطرح ده بې له شکه، خو هغه مهال په ستراتیژیک خطر بدلیدای شي چې په افغانستان کې ریښې پیدا کړي او یا داسې کېږي چې د ځینو بدلونونو له کبله خواخوږي پیدا کړي، یا تړونونه او اتحاد کوي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند کبیر حقمل
د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند کبیر حقمل

تر ډېره دغې ډلې ته د غیر افغاني پدیدې او داسې ایډیالوژۍ په سترګه کتل کېږي چې د افغانستان د حکومت په باور، له بهره افغانستان ته راغلې او د دې هېواد د خلکو ترمنځ پراخ نفوذ نه لري.

خو هغه خواخوږي څوک دي چې د افغانستان د ملي امنیت شورا یې یادونه کوي او اندېښنه ښیي چې له هغو سره په یوځای کېدو به داعش ډله په افغانستان کې پراخه شي.

د دغې شورا ویاند د ازادي راډیو د پوښتنې په ځواب کې د وسله والو طالبانو د هغو ډلو یادونه وکړه چې دده په خبره، له امریکا سره د طالبانو د سولې له موافقې سره مخالفت ښیي.

کبیر حقمل وایي: په طالبانو کې اختلاف شته، د سولې د مذاکراتو په برخه کې، داسې ګونګسې هم شته چې د طالبانو ځیني مهمې برخې په دې هڅه کې دي چې که چېرې (د امریکا او طالبانو ترمنځ) داسې کوم تړون کېږي چې دوی ولاړ شي د داعش لوري ته، جدي اندېښنې شته، نو له همدې کبله افغان دولت ډېر په احتیاط حساب شوی او پلان شوی د سولې پر لور ګام اخلي او ټولې خواوې ارزوي.

د واشنګټن له خوا دې ته ورته اندېښنه د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس په خپل یوه راپور کې راخيستې او وایي چې واشنګټن هیله لري چې طالبان له داعش وسله والو سره د نورو کسانو د یوځای کېدو په مخنیوي کې مرسته وکړي.

د افغانستان د سولي لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد چې له تېرې اګست میاشتې راهیسې په قطر کې له طالبانو سره د سولې د یوې موافقې په اړه بحثونه لري، د اګست په اتلسمه پر ټوېټر لیکلي چې له طالبانو سره د سولي پروسه باید ګړندۍ شي، څو افغانستان د داعش وسله والو د ماتولو لپاره لا پیاوړې شي.

نوموړي تېر ماښام په یوه بل ټوېټ کې ویلي چې اوس باید یوه داسې دایمي سوله لومړیتوب ولري چې هم پخپله افغانستان په امن کې وي او هم هېڅ بل هېواد ته ګواښ پېښ نشي.

افغان ولسمشر اشرف غني بیا په خپلو تازه څرګندونو کې د دوشنبې په ورځ ژمنه وکړه چې د داعش ټولې ریښې به له افغانستانه باسي.

داعش وسله والو په ۲۰۱۴ کال کې تر ډېره د افغانستان په ختیځو سیمو کې وروسته له هغه سر راپورته کړ چې په سوریې او عراق کې یې ماته وخوړه.

دوی ځانونه د اسلامي خلافت د خراسان څانګه بولي چې په ټوله کې یې هدف په ټوله نړۍ کې د غیر مسلمانانو پر وړاندې ترهګریز بریدونه ښودل کېږي، حال دا چې وسله وال طالبان تر ډېره په افغانستان کې دننه د بهرنیو ځواکونو له حضور سره مخالفت ښیي او له تېرو شااوخوا اتلسو کلونو راهیسې یې په افغانستان کې جګړه جاري ساتلې ده.

د داعش وسله والې ډلې بیرغ
د داعش وسله والې ډلې بیرغ

په افغانستان کې داعش وسله وال په لومړي سر کې د امریکایې ځواکوانو په هوایي بمباریو کې وځپل شول، خو وروسته له هغه چې په ۲۰۱۵ کال کې د ازبکستان اسلامي غورځنګ ورسره یوځای شو، بېرته یې فعالیتونه حتی د افغانستان شمالي برخو ته پراخ شول.

ملګري ملتونه د دوی شمېر له ۲۵۰۰ څخه تر ۴۰۰۰ پورې یادوي چې ډېری یې له منځنۍ اسیا او هم له عربي هېوادونو، چیچین، هند، بنګله دېش او هم د چین اویغور توکمي دي.

د افغانستان حکومت پاکستان تورنوي چې د دغې ډلي ملاتړ کوي، خو اسلام اباد دا تورونه رد کړي دي.

دغه ډله تر ډېره په افغانستان کې شیعه مذهبي په نښه کوي.

داعش ته له دې کبله تر طالبانو د لوی ګواښ په سترګه کتل کېږي چې د ځینو امریکایي سرچینو په باور، ډېرېدونکې پوځي وړتیا او داسې ستراتیژي لري چې په افغانستان کې دننه او بهر ملکيان په نښه کوي.

XS
SM
MD
LG